Friday, 11 October 2013

Shah Zar khan Aseer

Short introduction of Shah Zar khan Asir.

This segment is originally brought by Facebook Page Pukhtano Lekwalan opejanai.
Here with short and concise English Translation the Introduction of well known Pashto Poet Shah Zar khan aseer is reproduced.

Shah Zar Khan orginal name with Poet suffix Aseer means Poisoned was born in 1978 in Mian Banda Haaji Abaad Dir lower to his father Haji Jamrooz khan. His village is now known as Anwar Abad. He did his B Sc and then Master in Pashto along with B.ed from University of Peshawar.
Since last 15 years he has been living in UK to earn his livelihood.
Till now two poetry collection of Shah Zar khan aseer has  been published named as Da Okhkoo Saski ( Drops of Tears ) and Pelwazi ( Sparks ). His books of romantic and land loving poetry along with A Pashto Novel is awaited to be published in coming days.
Here the complete script of his introduction and examples of his poetry are presented collected on Face Book page Pukhtana lekawalan opejanai.


نوم شاه زر خا ن
تخلص اسیر
د پلار نوم حاجی جمروزخان
د زیږیدلو کال ۱۹۶۷
زیږیدني ځاي میا بانډه(حاجی اباد) کوز دیر وس انور اباد (حاجی اباد) کوز دیر
زدکړي بی- ایس-سی /بی ایډ ماسټری په پښتو کښی
-د څوارلسو کالو نه د ولایت مسافری کوي
اثار
- دوه چاپې شعري ټولګې
د اوښکو څاڅکی
پیلوځي
نا چاپه اثار
يؤ ناول (په اوګدو لارو ستړي مساقر) د شعرونو یؤ بل کتاب چه د نوم په انتظار دي
د شعر بیلګه

کور می ورانیږی راته دا د غل د مله ښکاری
ډیر نه پوهیږم خو دا ټوقه راته بله ښکاری
ربه پخي وریځي راوله باران راخکي که
په سپیرو شګو کښی د اوښکو پونه کله ښکاری
په وچو شونډو ارمانونه می پاړ پاړ پراته دی
د اومید دشته مو خالی پرته بي ګله ښکاری
هغه هم وخت وو پیښور به په کابل ژړیدو
وس پیښور کښی لمبي خیژی د کابله ښکاری
څه په حکمت ي جوړوه اسیره ماته نه شی
د یاراني د کونډئ خاوره دی شګله شکاری
دويمه نمونه
خاطر چه ي دروند نه شی ما سودا ته غاړه کیښوه
روا شوه د جانان ما ناروا ته غاړه کیښوه
ملنګ ووم خو قدم می د قلنګ اغستي نه وو
په لپه کښی می اوښکو اؤ ژړا ته غاړه کیښوه
وخکی له ي په غاښو کښي سم زور ورکړو او لاړه
په دغه اعتبار می بیا صبا ته غاړه کیښوه
احساس د محبت کښی ورته لږ شان درد پیدا شو
ایله ي د همزولو مشخولا ته غاړه کیښوه
په خوی د ساده توب به د نازونو انبار څنګ شی
اسیره لیونیه دا دی چا ته غاړه کیښوه

No comments:

Post a Comment