Monday, 9 September 2019

Samiullah Khatir New Pashto Poetry Ghazal 2020

په غریبۍ کښي په یوه نتیجه ورسیدم
زما او ستا د محبت ټوله قیصه دروغ وه

ستا مریدان تیار خواره وو درنه تلي دې اوس.
پیره بابا د عقیدت ټوله قیصه دروغ وه

څه کتابونو راته لږه شان رڼا بخلې
د ځنې خلکو د عظمت ټوله قیصه دروغ وه

بخنه غواړمه خو ځان یي پکښې سم بربنډ کړه
 د څه کسانو د شریت ټوله قیصه دروغ وه

ستا چورلکونو پسې ستا هغه پیریان هم خاندی
ستا نظریه او سیاست ټوله قیصه دروغ وه

د اولسونو د عظمت راز په محنت کښي پروت دې
خاطره دلته د قسمت ټوله قیصه دروغ وه

Pashto Poetry by Samiullah Khatir Timergara Dir Lower,

No comments:

Post a Comment