Ghazi Azmir Khan Mandokhel. Biography Of Pashtun Hero ملی مبارز شهید غازی ازمیرخان مندوخیل -------------------------------------- مندو خیلو دانګریزي تیري کوونکو پر خلاف له ویاړه ډکې مبار زې کړي دي اوډیر تاریخي شخصیتونه یې په خپله غیږه کې روزلي دي چې کولای شو ددغې قبیلې دکاریزي دښاخ دسیدال خیلو له څانګې نه دلاندنیو تاریخي شخصیتونو نومونه و اخلو سیدرحمت، ظریف خان ، خانان، اختر خان ، اکرم خان ، شیرخان او ازمیر خان. په دغو پورتنیو تاریخي شخصیتونو کې یو هم غازي ازمیر خان و چې دمندوخیلو دسیدال خیلو څانګې ته منسوب و.نوموړی په ۱۸۹۳ زیږدیز کال کې داخترخان په کور کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې .د ازمیر خان پلار ته دخان لقب دافغانستان دهغه وخت د واکمن سرا ج الملة والدین امیر حبیب الله خان له خوا ورکړل شوی و. هغه وخت و چې ده په کابل کې دامیر حبیب الله خان سره ولیدل نو هغه ده ته یو جرمنی ټوپک هم دسوغات په توګه ورکړ او ده ته یې دخان خطاب وکړ سردار اختر خان بو زړور او بهادر انسان و. ده دانګریزي ښکیلاکګرو نه ژوره کرکه درلودله.دامیر حبیب الله خان تر مړینې وروسته هغه د غا زي امان الله خان دلیدلو لپاره کا
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.