Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Gulnar Begum

Bia Hagha Makham Day. Bakht Muner Bajawar Pashto Folk Story.

Bia Hagha Makham Day. Bakht Muner Bajawar Pashto Folk Story. Latif Yaad بیا هغه ماښام دی  دبخت منیر دجرمنۍ ټکه راځينه   زما په یاد دي ،  زه وړوکی ماشوم وم، ارواښادې ګلناربیګم  به داسندره په اغلب ګومان د۱۹۶۰ او ۱۹۶۵ کلونو تر منځ  ویلې وي . دبخت منیر  په اړه چې ما اوریدلي  دي  ویل کیږي چې دی  دباجوړ یوځوان و او په قام سالارزی پښتون و. پلار یې الماس خان نومیده . دی دباجوړ دګل بیلې په کلي کې اوسېده . دده اودتربورانو ترمنځ یې دجایداد او ځمکې پرسر  شخړه ، لانجه اودښمني وه  بخت منیر  په هغه وخت کې ووژلی شو چې دباجوړ دپشت دخان سره  یې جکړه کوله . . ویل کیږی چې دده سره یوه جرمنۍ تمانچه هم وه چې ده ته په تحفه  ورکړل شوې وه .وایي چې بخت منیر په نښه ویشتلو کې ډیر مهارت درلود .ده هم دخپلو دښمنانو سره پرخپلې جرمنۍ تمانچې ډزې کړي دي او بیا هلته وژل شوی دی .ویل کیږي چې دده په وژلو  کې یوه ښځه هم ملوثه وه چې قریشه نومیده .دیو ه بل روایت  له مخې  مولانا خانزیب چې د(باجوړ دتاریخ )لیکوال او زما دفیسبو ک ملګری هم دی پخپل تاریخ کې دبخت منیر په اړوند لیکلي دي : چې بخت منیر په اصل کې دافغانستان دکونړ ولایت د

Pashto Folk Songs. Sri Stargi Khomaray, da Chari Da Zargar Di Na,

 Pashto Folk Songs. Sri Stargi Khomaray, da Chari Da Zargar Di Na, Shen Asman Zari Zari سندره سمه واېئ  Sandara Sama Wai by Maulana Khanzeb. سرې سترګې خونبارې، باڼۀ مې لا جمدر دينه ټيک مې دړې واړې، دا چارې د زرګر دينه کله د ېو هنرمند په غږ ېو سندره د غلط مشهور په توګه په وېنا کښې خوره شي څوک ئې د جملو او ،ويو ، جوړښ ته کم پام نه رړوي خو د هرچا په خوله شي لکه ېو وخت دا سندره به وائل شوه !  شين آسمان ذرې ذرې  د سرو زرو تنابونه  سپوږمۍ د بام په سر په ېار واېه سلامونه ! دې ډول څلور مصرئيزې سندرې ته ،سروکې ،وائل شي پدې اړه ځلمې هيواد مل د پښتو ادبياتو د تاريخ په حواله ليکي، داسې ښکاري، چې سروکي د پښتو د خاصو سندرو لکه چاربېتو، بدلو، بګتيو او لوبو پاتې شونې دي . دا  سندره په اصل کښې داسې وه چې ، شين آسمان ځلې ځلې ! د سرو زرو تنابونه  ځلې د ځلا نه ده دا دچاپېريال د جمالياتو هغه وخت ته اشاره ده چې کله باران اوشي نور او باران سره ګډ شي د ،بوډۍ ټال ،ېا شنه سره ،کاسه روخیېژي د باران څاڅکي پدغه وخت کښې داسې برېښي لکه د سرو زرو تنابونه چې راکش شوي وي آسمان په ځلا ځلا سر وي دا مخکښې او روستو وېنا د

Gulnar Begam Songs, Radio and Mula by Ameer Yousafzai

 Gulnar Begam Songs, JUI F win in KP Elections, Local Bodies 2021, ANP Radio and Mula by Ameer Yousafzai. زه چې ورکوټی ووم نو زما مور به په راډیو ګلنار بیګم اوریدله هغه تیر مې ورسره خبرې کولې نو د مولا بغارې پکې راتلې ، ما ترې پوښتنه وکړه د جومات دا مولا په کوم وخت لګیا دی ؟ ویل یې دا خو راډیو دی مولا عبدالله شاه پرې لګیا دی  ما ویل مولا عبدالله شاه څه وایې ؟ ویل یې داسې خوږې موسلې کوي  مسلمانانو مولا کور په کور او په ریډیوانو وننوتلو دې خوار غریب ولس ته فرضي کیسې کوي غرق یې کړو .برین واش یې کړو د کار روزګار یې وباسل د دنیاوي تعلیم او کاروبار یې وباسل او تاسو وایې مولایانو ووټونه څنګه وګټل  په کومو کورونو کې چې به پخوا ګلنار بیګم د امن سندرې ویلې دهغې ځاي فسادي مولا واخستلو او مونږ لا د امن او پرمختګ په تمه ناست یو د وخت تقاضا ده چې د مولا په کردار ښکاره بحث وشي بغیر څه د ویرې ترخې نه ګنې دا ملیان به مو په سلګونو کلونه نور شاته کش کړي  Ameer Yousafzai