Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto Poems

Ikramullah Gran, Ghamgin, Aw Pashto Shayeri.

 Ikramullah Gran, Ashraf Ghamgin, Aw Pashto Shayeri. By Mustafa Kamal اشرف غمګين دې خداے ؤبخښي، يوه ورځ ېئ راته وئيل چې،  "زۀ زلموټے ؤم اؤ زمونږ په کلي پړانګو کښې به والي بال کېدو. زۀ به ېئ هم تماشې ته ناست ؤم. يوه ورځ مې يو ښکلے هلک تر نظره شو ... سورسپين مخ، شنې سترګے، غلے غلےاؤ ښکلے ښکلے. زما زړۀ ته ډېر پرېوتو نو ورته مې اٰواز ؤکړو چې يا هلکه! دې خوا راشه. چې خوا له راغے، ورته می وئيل چې تۀ خو ډېر ښکلے ئې، د چا څۀ ئې؟  هلک راته وئيل چې د فضل رحيم باچا صېب زوے يم. ما ورته وئيل چې بيا خو کليوال ئې ... اؤ چې پته راته ؤلګېده چې شاعري ېئ خوښه ده، نو بس دغه مې بهانه کړه اؤ دغه ښکلي هلک سره مې دوستي جوړه کړه.بيا هلک خپله هم شعرونه جوړؤل شروع کړل. يو ځاے به ناست پاست وو، مشاعرو له به يو ځاے تلو راتلو ... خو چې زۀ خبرېدم خبرېدم نو هلک تر رېډيو اؤ ټي وي ته رسېدلے ؤ. بيا داسې وخت هم راغے چې د دغې هلک چې بيا پوخ زلمے ؤ، د شاعرۍ لوے درز خور شو اؤ زمونږ ټولو نه زيات مشهور شو.   دغه هلک زمونږ د کلي اکرام ؤ، چې وروستو په اکرام اللّٰه ګران مشهور شو.     د  ښۀ  شعر   اؤ  ښۀ   خوي   له   برکته  

Ghani Khan Pashto Poetry For Dr. Khan, Bacha Khan And Wali Khan.

 Ghani Khan Pashto Poetry For Dr. Khan, Bacha Khan And Wali Khan. په تصویر کښى موجود شحصیات د غنی خان ترہ او د باچا خان بابا مشر رور خان عبدالجبار خان المعروف ډاکټر خان صیب، فخرافغان عبدالغفار خان المعروف باچاخان، خان عبدالغنی خان المعروف لیونی فلسفی او رھبرِ تحریک خان عبدالولی خان دہ دی ټولو معتبر شحصیاتو په اړہ درته د غنی خان درى درى شعرونه ډالی کوم۔  کوم چی غنی خان ډیر په مینه او احترام لیکلۍ دی  اول: شهید ډاکټر خان صیب (د غنی خان ترہ)  Ghani Khan Poem For Dr. Khan. که ھزار به دی ژړل زړہ پټوو به دی زما نه ماته تل مسکۍ کاکا وی، مینه ناک او مهربانه نشته نه به راپیدا شی پښتنو کښی داسی ترونه کاش چی ته دلته کښی ناست وى ما ښکلول دی قدمونه خو تا لوی دربار له یوړہ د خپل سوی زړہ غمونه د وطن د ننګ جنګونه، د پښتون د شان خوبونه دویم: بابا ته (فخر افغان باچا خان، د غنى خان پلار) Ghani Khan Pashto Poem For Bacha Khan Baba. کله خاندم کله ژاړم لیونے یم اے زما په بند پروت غریبه پلارہ نه! ته نه غریب ته ډیر لوئی اوچت ئۍ مصیبت دی ستا عزت ته عزت دارہ چی په تا کښی کوم جوھر دی ما کښی نشته ستا نیکۍ زما بدۍ

Za Yow Mast Shan yam, Da Hawa Pa Aas Swaregam. Ghani Khan Nazam Lyrics

 Za Yow Mast Shan lewantoob yam, Da Hawa Pa Aas Swaregam. Ghani Khan Nazam Lyrics زه یو مست شان لیونتوب یم دا   هـوا   په    اس   سوریږم که یو رنګ  دا  یار  دا  سترګو شل    رنګونه     شم    ګډیږم دا زہ څه  له  ولې  جوړ  شوم خـبـر    نه    یم   نـه  پوهيږم ولې سوز شم،  ولې  ساز  شم یو   آواز   یـم   چه   غـږيــږم دَ   زړه   پټـو    تارخـانـو    ته يو  شغله   يم   چه   کـوزيـږم يو  سـرور  یم  چه شـرنـګیږم يو  خُمـار  يم  چه  مستـيــږم چه په رګ رګ کښې دي اور شم يو   لمـبــه   يم   چه   رپيــږم دا  زه  نور  يم  چه  پـړقـيــږم که  ســرور  يم  چه  سوزيــږم حـقيـقـت  مې  نشتـه  باد  يم مستــول  کـوم  هم  مستـيـږم په  خندا  کښـې  مې  ژړه   ده په  خفـه   ستـرګـو   خنـديـږم وايـه      وايـه      لـيـونـيــــه ولــې   ژاړي     چــې   ژړيــږم او  چه  پـړق  دا  اتڼ  واچــوم ستا  په  وينـه  کښې  ګـډيــږم دا زه تش دَ  خيال  دهوکه  يم که يو خيشت يم چه خـوريږم که يو مست دَ  باد   نيـلــې يم په   فکرونو   کښـې  ځـغـليـږم که د تال او شرنـګ نه   جــوړه يو   دُعا    يم   چه   قبـلـيـــږم. غنی خان بابا #The

Ghani Khan Baba Pashto Nazam. Sta Kitab Sa waye Mula Jana

 Ghani Khan Baba Pashto Nazam. Sta Kitab Sa waye Mula Jana 🍁ستا کتاب په دي کي سه وای ‏🍁لږ مي پوی کړه ملا جانه ‏❤️يا خو راشه ګوټ شروع کړه ‏❤️کلار کينه د اسمانه ‏🍂يا خو تله مله نشته  ‏🍂د جمات کږه ډينګری ده ‏🥀يا خو تا څه اکو بکو ‏🥀ايجاد کړي دي د ځانه ‏🥰وران او سم د بل په لاس دي ‏🥰که دا ورانه که ودانه ‏🤌اور او درد او ښاماران به ‏🤌وي چاپيره بيا زما نه ‏🍂🍂غنی خان🥀🥀 Ghani Khan Baba Pashto Nazam. Sta Kitab Sa waye Mula Jana. Ghani Khan To Mulla Jan. Mula Aw Ghani Khan. Pashto Poetry Of Ghani khan Baba. Pashto Times

Hala Yaar Ta War Nezdy Shoom, Ghani Khan Poem Lyrics

 Hala Yaar Ta War Nezdy Shoom, Ghani Khan Poem Lyrics Singer Sardar Ali Takkar هله يار ورته نزدي شوم چي د يار شومه لري هله ئي پوي شوم په خبرو چي يي نه اورمه خبري چي ملنګ شومه جانانه خزانه مي ومونتله په زړګي کښي مي پرتي وى ښکلي ښکلي ملغلري چي مي ګل بوستان قربان که نو د ګل بوستان مالک شوم چل مي هله د پر زده کړو چي مي وسولي وزري چي په جام کښي د ساقي مي د ځواني وينه کړه کډه هله پورته شو محفل کښي د خمار خمار بڅري چي په شوق او مستي مي دوړه سترګي ورلوګي کړي هله هله راته او کړي د ساقي سترګو خبري چي پري مسته ځواني داٶ کړي چي پري ښکلي سر کړي خاوري د هغوى دى ليونيه د جانان شونډي شکري Ghan Khan Baba Ghazal. Pashto Times Pashto Poetry By Ghani  Khan baba. Pukhto Nazam. Hala Yaar Ta War Nezdy Shoom, Ghani Khan Poem Lyrics. Ghani khan Book Latoon Pashto Poems. Sardar Ali Takkar Pashto Song Lyrics.

Pashto Ghazal New By Haseena Gul Tanha 2022. Pukhto Shayeri

 Pashto Ghazal New By Haseena Gul Tanha غزل _ محترمه حسينه ګل محبت نه کوو په دې به هنګامه جوړه شي  سندرې نه وايو ددې نه به لانجه جوړه شي   هغه چې پیغلې قتلوي څوک د رڼا په جرم  زما د ليک نه به ددې ظالم قيصه جوړه شي   زه د محل زه د ماڼۍ غوښتنه نه کومه  کور مې کنډر دى بس ددې دې دروازه جوړه شي ته نو بيا ګوره د هر رنځ علاج به دغه کې وي  مينه ژوندئ  ده  خو په دې دې عقيده جوړه شي   زه ترې بيرغ د خپل زړګي وطن ته خپله ګنډم ماله دې هاغه لوپټه بلها اوږده جوړه شي  - - - اغلې حسينه ګل صاحبه ليک وخت _ ٢٣جنوري ٢٠٢٢ مردان Pashto Ghazal New By Haseena Gul Tanha. Hasina Gul Tanha Pashto New Ghazal. Pukhto Shayeri. Pashto Poetess Sayeda Haseena Gul Tanha Pashto Ghazal 2022 and 2023. Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022.

Bacha Khan Baba Ta Da Ghani Khan Baba Manzoom Khat

 Bacha Khan Baba Ta Da Ghani Khan Baba Manzoom Khat باچا خان بابا چې کله په جیل کی وه او غنی خان په انګلستان کی سبق ویلو بابا یې ترینه ګیله وکړه چې خطونه درلیږم جواب یې نه رالیږې  نو غنی بابا په ځواب کښې ورته د نظم ليکلې وو ستا خطونه  ټول زما سر ته پراته دي زه يې لولم هره شپه دوبار دوباره کله خاندم کله ژاړم لېونې يم اې زما په بند کې پروت غريبه پلاره نه، ته نه يې غريب ته ډېر لوی اوچت يې مصيبت دې ستا عزت ته عزت داره خدائې به رحم وه په تا باندې لږ کړې بل ښه زوی به ئې وه کتلې ستا د پاره چې په تا کې کوم ګوهر دې ما کې نشته ستا نيکي زما بدۍ دواړه بې شماره ته سالار يې د کاروان په نېغه لار ځې زه کوږ  ځغلم  لکه  اوښه  بې  مهاره ستا د زړه فوارې ډکې دي د مينې زما زړه وچ کوهې، نه لري يو داره وهم منډې تا پسې خو ته هم لرې وينم ستا ايله ايله د پښو غباره پروا نشته که په منډه منډه مړ شم فقط ستا او د خپل قام د نوم د پاره ۔۔۔۔شاعر فلسفی غنی خان ۔۔۔۔ Bacha Khan Baba Ta Da Ghani Khan Baba Manzoom Khat. Letter To Bacha Khan Baba By Ghani Khan. Ghani Khan Pashto Poetry Poem For Bacha Khan Baba. Pashto Poems o

Ahmed Shah Abdali Durr-e-Durran (pearls of pearls)

The Hero Of Panipat, Ahmad Shah Abdali Durrani.  Ahmed Shah Abdali Durr-e-Durran (pearls of pearls) also called Ahmed Shah Abdali was the founder of modern Afghanistan. He was captive of Governor of Kandahar and when Nadir Shah invaded Kandahar and took all the charge of Kandahar under himself. One day when Nadir Shah Irani met him in prison and talked to him, he was inspired a lot from Ahmed Shah and order to take him out of prison and make him the Chief Commander of his own staff. Later on Nadir Shah sent him to Deccan Hyderabad as deputy Governor but when he met Ex-Prime Minister of Mughal empire Nizam-ul-Mulk-Asif Jah in Hyderabad, he said Ahmed Shah will have his own kingdom and will be a king of a greatest empire one day. (Nizam ul Mulk was very famous for his predictions). Later on Nadir Shah Irani heard about this prediction and called Ahmed Shah Abdali to his palace and marked his ear with a sharp knife and told him that this mark will make you remember me always when you will

Mumtaz Orakzai Pashto Poem. Pukhto Nazam Da Mumtaz Orakzi

 Mumtaz Orakzai Pashto Poem. Pukhto Nazam Da Mumtaz Orakzi بيتونه د ممتاز اورکزي صيب دي ما نه بچي پوښتنه وکړه چې ټال څه ته وایي بیا زه خبر شوم چې د ژبې زوال څه ته وایي هره لمحه بس د رشتو د کشف عذاب تېروم صاحبه اورې؟ په پردي وطن کال څه ته وایي ★★★ یوې پوښتنې ته راغلی یم، خو څه پوښتنه؟ ته ما نه ولې هېروې زما په زړه پوښتنه ممتازه زه د یو امکان په سر ژوندی اوسمه ما مدام کړې دیواله نه ده د وره پوښتنه ★★★ په ثوابونو پسې مړه ورته ثواب نه وایي سوال ګرځومه خو هېڅوک ورته ځواب نه وایي زه دومره زغم غواړم هغو ته، اې مدهوشه سجدې چې ښه یې نه بولم نو ما ته به خراب نه وایي ★★★ نه ځمه، نه ځم، مه مې نیسه له مړونده ژونده زه بې خوندیو کې پټ شوی یم له خونده ژونده په دریابونو مې راواړوه او وا مې ړوه خو سلامته راته پرېږده خپله تنده ژونده ممتاز که هر څه یم خو ستا یم او ته هم زما یې د مرګ پنجو کې به نارې کوم چې ژونده ژونده ★★★

Rahman Baba Pashto Poetry. Pashto Two Lines. Pashto Sufi Lines 2022

 Rahman Baba Pashto Poetry. Pashto Two Lines. Pashto Sufi Lines 2022.  که دي ډیر عمر پکار وي غفلت مه کړه په اوده باندي سل کاله یو زمان شي سرکشي د عاجزانو په کار نه ده هر میږي چي وزر وکاندي پښیمان شي صوفي پښتو شاعر عبدالرحمان بابا Saud Bangash, Mumtaz Orakzai, Matiullat Turab Pashto New Poetry and Pashto Sherona 2022. Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022.

Amir Hamza Khan Shinwari Biography In Pashto. Life And Works Of Hamza Baba

 Amir Hamza Khan Shinwari  Biography In Pashto.  Who Was Baba E Ghazal Of Pashto? د پښتو غزل پلار حمزه بابا ارواښاد امير حمزه خان شينواری (زېږېدنه: ١٩٠٧، مړينه: فبروري ١٩٩٤) د لنډي کوتل د خوږه خېل يا خوزه خېل نومي کلي کې د ملک ميرباز خان کره زېږېدلی و. نوموړی په قبيله شينواری او په شينوارو کې اشرف خېل وه لومړنۍ زده کړې يې د لواړګي (دا د لنډي کوتل پخوانی نوم دی) په ښوونځي کې ترسره کړي خو وييل کېږي چې د ده په يوه وړوکې خطا يې استاد ده ته دومره جزا ورکړه چې د ده زړه د مدرسې نه تور شو او بيا يې هغه مدرسه پرېښوده. دی د اتو کالو وه چې په اسلاميه کالجېټ ښوونځي ته د زده کوونکي په توګه ومنل شو. ښوونځي ته به لکه د نورو ماشومانو په څېر ته راته او آزموينې يې هم په برياليتوب سره سر ته رسولې خو د درسونو او سبق سره يې دومره مينه نه درلوده. د سکول نه د زړه ماتي دا ذکر يې په يو شعر کې هم کړی دی او وايي چې د ښوونځي دا ټلۍ راباندې داسې لګي لکه د اسرافيل د شپېلۍ اواز نو په همدې توګه په نهم ټولګي کې يې دغه ښوونځی هم پرېښوده. که څه هم حمزه بابا خپل سبق په نهم ټولګي کې نيمګړی پريښی و خو د حمزه بابا پوهه او م

Khushal Khan Khattak Bold and Sexy Pashto Poetry.

 Khushal Khan Khattak Bold and Sexy Pashto Poetry. چې نۀ یې ننګ وي نۀ غېرت په دا حېران یم نـو  خـداے  څـۀ  لـه  ځـېګـولـي  دا  غـؤولـي خوشال خټک Che Na Nang We Na Gherat Pa da Heran yam Che Khuday Sa La?  Zegawaly Da Ghowalay. Some Pashto Words With English Meanings. Nang aw Gherat Meaning Honor In Pashto Ghowalay Means Fucked  Pashto Word For Fuck Is " Ghowal" غوول SEO Pashto Tags. Pashto Times, Pashto Pedia, Pashto Info, Pashto Blogs, Pashto World. Pashto Pedia, Pashto Wikipedia.

Satan. The Ideal Of Pashto Poet Ashraf Maftoon Is Satan.

 Satan. The Ideal Of Pashto Poet Ashraf Maftoon Is Satan.  By Khatir Passoon تاسو به داسې څوک لیدلے وي؟ چې هغه د شیطان مرید وي؟ د هغه ائېډل شیطان وي؟ هو خود زموږ د شلمې پېړۍ روماني شاعر اشرف مفتون هغه د شیطان خود داري ته ډېر قدر لري.   دے پۀ دا عقیده دے چې شیطان د نړۍ تر ټولو خود دار، پیاوړے او جرت مند سړے دے.  هغه له جنت ځکه و ویستۀ شۀ  چې دے خود داره وۀ  له لوے خداے پرته یې چاته سجده نۀ شوے کولے   دۀ خپل هر څۀ وبایلل  خو سر یې ټيټ نۀ کۀ  او اشرف مفتون دا هم مني  چې شیطان د نړۍ تر ټولو پوهه سړے دے د هغې برعکس دے وایي چې انسان هم خداے دغه جنت ته نناویستۀ  هغه هم وراټۀ شۀ  خو د شیطان غوندې پۀ نرتوب پورې نۀ و ویستۀ شۀ بلکې هغه د خپل وږي نفس پۀ وجه وراټۀ شۀ دغه خیال اشرف مفتون څو ځله راوړے دے خو "د ملا او د شیطان مکالمه" نومي نظم کښې د دغه خیال ټوله خلاصه یې وېلې ده. او ځکه خو دے پۀ شیطان پسې ځي چې دا مستي، مینه او جام که خدایه! لمسه د شیطان وي خفه نۀ شې پاکه ربه! زۀ شیطان پسې به ځمه Pashto Poet Ashraf Maftoon was Idealizing Satan ( Shetan) as brave and daring character in his n

A Shaheeda, A Ashiqa, A Bacheya Da Mansoor

 A Shaheeda, A Ashiqa, A Bacheya Da Mansoor. Poet. Ghani Khan Baba Poem Nazam. Shaheed نظم: شهید اواز: معیز مهمند Moez Mohmand  انځورګری: تراب مهمند Imam Hussain Turab  اے شهیده ! اے عاشقه ! اے بچیه د منصور په خندا جانان له لاړی ،ډوب دریاب کښ شوی د نور نادانان درپسی ژاړی، ماشومان درته مجنون وایی لیونی درته پسخیږی اے ایری د کوه طور ننګیاله سر دی ورکړو د یار ښپو کښ دی لوګے کۀ اوس یی ګوره مسکۍ سترګی، ښکلی ډکی د غرور ما راوړی تاله نه دی د سرو ګلو امیلونه د جنت بلبلان څه کړی د دنیا د باغ ګلونه  تا کړی خپلی سترګی خاوری چی زما پری شی روښانه تا قیصه زما د درد، بره یوړه تر اسمانه ستا د وینی څاڅکے څاڅکے چی تا تویی کړه د ارمانه ماته سری ډیوی بلیږی په کوڅه کښ د جانان د دنیا تاجونه ځار شه ستا د بخته ستا د شانه د لیلی په زنګون پروت یی د مجنون څیری ګریوانه ما راوړی تاله ندی د رامبیلو امیلونه د جنت بلبلان څه کړی د دنیا د باغ ګلونه غنی خان بابا Poet. Ghani Khan Baba Poem Nazam. Shaheed Awaz, Vocalist, Singer. Moeez Momand. Painting By Imam Hussain Turab 

To Those Who Sell Afghans And Afghanistan. Nazam 2022

 To Those Who Sell Afghans And Afghanistan عزام اتمانخېل څوک چې ګران افغانستان په پردو پلوري خپل ضمير او خپل وجدان په پردو پلوري ځينې خلک له ناموسه هم تیريږي ځينې ځینې لا ايمان په پردو پلوري د شهيد د وينې هر څاڅکی ارمان دی دوی هر څاڅکی هر ارمان په پردو پلوري دا وطن او دا نا اهله يې چارواکي دا يوسف يې دا خپلوان په پردو پلوري ګران وطن او د تړون د کوهي غاړه ګران جانان مو غمازان په پردو پلوري زمونږ اوښکې مرغلرې خلک بولي زمونږ په اوښکو لوند ګرېوان په پردو پلوري د عزام ولس د بل لاس ته لوېدلی څوک سپين ږيري څوک يې ځوان په پردو پلوري Ghazal By Azaam Utmankhel. Azam Utmankhel Nazam About Afghanistan. Azam Otmankhail Poem In Pashto For motherland Afghanistan. To Those Who Sell Afghans And Afghanistan. Pashto Nazm 2022.

Zindagi Aw Dama Khaza. Pashto Two Lines Poetry. 2022 Pashto Poetry

 Zindagi Aw Dama Khaza. Pashto Two Lines Poetry. •زندګي لکه د ډمې ښځې سترګې نه مړېږي نه شرمېږي نه سړېږي . Life And Pashto Two Lines Poetry New 2022.

Poem For Pashto Poet Sadiq Jarrak by Aleem Gul Sahar

 Poem For Pashto Poet Sadiq Jarrak by Aleem Gul Sahar. Pashto Poetry صادق انسان ژړک صاحب ته مه ځه مه ځه زما زړه درسره ځي ژوند کې پاتې لږ خواږه درسره ځي دا کرکجن زړونه به مینځو بیا په څه شي په اخلاص وللې اوبه درسره ځي ګوره پاتې شه لا ډیر کارونه پاتې لا ویښ  نه دي، دا ویده درسره ځي د څیرو او د جرګو وریغ یې الوتی رنګ او خوند د پښتانه در سره ځي تروږمۍ ده له موږ لار د وتو ورکه شول بی رنګ ستوري رڼه درسره ځي ١/ ١٠/ ١٤٠٠ انځور د استاد صادق ژړک د ناروغي د وخت دی چې زموږ ښه انځورګر رفیع الله رسولي کښلی۔

Nurse. Ghani Khan Baba Nazam to Tribute Nurse. Poetry

Nurse. Ghani Khan Baba Nazam to Tribute Nurse. Pukhto Nazam Nurse By Ghani Khan. کلام           :   نرس سندر غاړی  : سردار علی ٹکر  شاعر          : غني خان د دړد مند د خوار خدمت، خدمت نه دے عبادت دے لکه مور، رحم او مینه د حوا اصلی فطرت دے دا د مرګ سرہ جګړی، دا نرتوب او شجاعت دے دا دړد په اور کښی رحم او تیارو کښی سپین مشال ھر ژوندے د ښځی ځوی دے ھم ئی خیشت ھم ئی کمال  که دنیا ورته سپک ګوری، دنیا څوک دی پیژندلی د شمکورو خرو ګله دہ، ھر یو لال ئی خاوری کړے لور د خیشت اور مور د ژوند، دی له رب پیدا حوا کړہ دا خو مونږ شاعرانو یا ساقی یا دلربا کړہ د مغرب قچر تہذیب دا یوہ مسته شان بلا کړہ نه ئی مور کړہ، نه ئی خور کړہ  نه ئی د دین، نه ئی د دنیا کړہ د حوا اصلی مقام رحـــــــم مینه او خدمت دے دا د مرګ سرہ جګړی، خدمت نه دی عبادت دے Ghani Khan Tribute To Nurse. Pashto Poem By Ghani Khan Baba "Nurse".

Da Harakat Shayeri Aw Da Ledalo Quran. Ghani Khan Baba Lyrics

 Da Harakat Shayeri Aw Da Ledalo Quran. Ghani Khan Baba Lyrics. Singer. Sardar Ali Takkar. Genre. Pashto Nazam .د حرکت شاعری او د لیدلو قران د نا پوهۍ منطق او د کڼو آذان دا د هډکو ژبه او دا د وینې تورات دلته ادم سړی دی نه ئې مذهب نه ئې ذات دلته کښي هر ایات د خود او حسن ایات دلته ګویا منصور دلته ګونګی سقراط تال سره یو ځاې شه د ژوند تصویر جوړ کا د دې تیرو نه ما له بدر منیر جوړ کا یا مې په بډه کا یا مې په بډه شه ګډه شه ګډه شه، ګډه شه ګډه شه شاعر:۔ غني خان بابا غږ:۔ سردار علي ټکر The Legend Great Ghani Khan Da Harakat Shayeri Aw Da Ledalo Quran. Ghani Khan Baba Lyrics. Singer. Sardar Ali Takkar. Genre. Pashto Nazam. Suqrat aw Ghani Khan, Masoor Helaj aw Ghani Khan shayeri. 

Qessa Zama Aw Sta. Ghani Khan Pashto Poem

Qessa Zama Aw Sta. Ghani Khan Pashto Poem. Pukhto Nazam da Ghani Khan Baba. کيسه زما ستا  لېونۍ د ګلو لښتې دلته ستړي ځناور! ته د مينې تاج او تخت يې زه شمکور غوندې نظر دې د ورکو په دنيا کې ته د حسن مقام ګورې د صحرا په تور ځيګر کې د ګلونو انجام ګورې دا ستا زړه لکه د شمعې په دې خپله رڼا ګورې تاته ياد د ګوډۍ ټال دى ما ته کندې تيارې تورې تا ته هر ساعت د ژوند کله ګل او کله ستورى د قسمت ناترسه سترګې تاته ګوري ما ته ګوري زه د تورو تيارو جوړ يم ته د سرې سپينې رڼا زه غمګين د غم تصوير يم ته د نور او رنګ کيسه زه يم ظلم د ظلمونو ته د رحم انتها ما ته ټولې کيسې خاورې د پرون او د سبا! تاته سور رنګين بوستان دى ماته تور د غم صحرا ته په خپل سرور کې ورکه زه تالا د خپل جنون ته همه سبا سبا! زه همه پرون پرون ته ليلا له ليلا ښکلې خو زه نه يمه مجنون ته مجنونه جوار کړه ما کې نشته دى جنون اې ليلا ته ښکلى ګل يې او زه يخ او تش خزان ته د مينې امتحان! زه د حسن امتحان ته د مينې سور اميد زما هوش سزا سزا دا کيسه د ګل او زوز دا کيسه زما او ستا #غني  خان مست غني ملنګ غني : مخ ګڼه (258) The Legend Great Ghani Khan يادونه