Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Waqas Esapzai

How Rulers, Businessmen And Mullas Exploit Pashtuns In Hard Times?

How Rulers, Businessmen And Mullas Exploit Pashtuns In Hard Times? Waqas Esapzai, Pashto Explainer. د پښتون په تباهۍ کې د درېو طبقو یعنې د واکدارانو، کاروباريانو او ملایانو ډېر غټ لاس دی. که په پښتون ولس کوم افت راشي' که هغۀ د وبا په شکل کې وي او یا د قدرتي افاتو په شکل کې وي' نو واکداران د پښتنو په سر د نړۍ نه مرستې اخلي؛ په دهغه مرستو کې ۷۰ سلنه خپله خوري او پاتې ۳۰ سلنه په ولس وېشي؛ خو په دې ۳۰ سلنه کې هم بیا خپل منظور نظر دریاب کړې او ناخوښې کریاب کړې! کاروباریان د څیزونو نرخونه یو په دوه اوچت کړې' چې پښتانه خو هسې هم په افتونه نۀ ختمېږي' نو په ولږي به څۀ ختم شي' راشه دهغه وخت دی' خپلې میتازي پرې د پېټرولو په نرخ خرڅې کړه، څۀ به یاد ساتي! ملایان چې ټول کالوسر لګیا وي او په مسئلو یې څوک غوږ نۀ ږروي' نو چې افت ووینې' نو شونډې یې موسکۍ شي او د خدای د عذاب په راګونو ګوتې کش کړې؛ یو د ولس خپله ذهني پرېشاني او کنفیوژن وي او بلخوا دوې دي' چې وایې; ددهغۀ ټټو نه به کوز نۀ شم' تر څو تا ځانته په ذهني توګه مات نکړم! کوم کس چې واکدار په سیاسي او کاروباري

Arbab Sikandar Khan, Yaw Malang Aw Darwesh Governor NWFP.

Arbab Sikandar Khan, Yaw Malang Aw Darwesh Governor NWFP. By Waqas Espazai.  «د پښتونخوا دروېش ګورنر» *** د پښتنو سيمه د تېرو څلورو لسيزو را پۀ دېخوا د بنياد پرستو او دهشتګرد عناصرو پۀ منګلو کې ښکېل ده. دغه دهشت ګرد خپل ځان د اسلام لښکر بولي او د نړۍ د لوېديځ اړخ (غرب) لۀ طرفه يرغل شوي قوتونه زموږ د پاک دين اسلام غليمان بولي. خو دا خبره هم څرګنده ده چې ددې بنياد پرستو د اسلام او الله پۀ نوم ترسره شوي ځان مرګي بريدونو کې چې څومره ماشومان يتيمان شول، څومره تورسرې کنډې شوې او څومره سپين سرې چې بورې شوې، د هغې نمونه زموږ د تاريخ پۀ پاڼو کې نۀ شي موندې. دغه چا ته پته وه چې کوم اور بۀ د اسلام او جهاد پۀ نوم زموږ پۀ ګاونډي هېواد کې بلېږي، هغه اور بۀ يوه ورځ ټولې سيمې نه خپلې پښې راچاپېره کوي. دغه چاته معلومه وه چې د تشدد دغو سرو لمبو نه بۀ يوه ورځ داسې بلا جوړېږي چې د پښتنو هر کور کې بۀ ددې د تاؤ تريخوالي يوه زړۀ تورې کیسه موجوده وي. څوک هم ددې نه خبر نۀ وو چې يوه ورځ بۀ ځنې خلک اقتدار تر لاسه کولو لۀ جنګېږي. څوک هم پۀ دې فکر نۀ وو چې داسې ورځ به هم راځي چې يو پښتون به د بل پښتون ورور نه د ال

Luck, Qesmat, Naseeb, Pashto Folk Literature And Tappay. Mythology

Luck, Qesmat, Naseeb, Pashto Folk Literature And Tappay. Mythology  Waqas Esapzai. سوامي ویېکانند به ویل; «کله چې یونانیانو زموږ په سیمو یرغل وکړ' نو ساینس یې یوړو او پامسټري یې راته پرېښوده» زما خیال د هغه وخت نۀ زموږ د ټولنې په تقدیر ایمان لرل برخه شو' کوم چې موږ پښتو کې په قسمت، نصیب، برخلیک او بخت وغېره په نومونو پیژنو او په دې اړه زموږ په فوکلور کې هم ډېر څۀ شته. لکه د بیلګې په توګه; یا به زما قسمت خراب وي! یا به دا ټولې یارانې دهغسې وینه / ‏فکر بادشاه, سوچ مې وزير دى  قسمت فقير دی, در په در مې ګرځوينه / ‏نصیب، قسمت ته ګناه نشته بخت چې کوټا شي؛ پاچهان ټکرې خورينه / ‏د خوشحالۍ قسمت مې نشته غم مې د زړه په سر خیمې وهلې دینه   ‎ کله چې عربو زموږ پر سیمو یرغل وکړو' نو هغوي څخه کوم ساینسي علم نۀ وو او د علم حصول لپاره یې وروسته د یونانیانو کتابونه عربۍ ته وژباړل، د یونانیانو په کتابونو کې د پامسټرۍ خرافات هم پرېمانه وو، عرب چون صحرایي قبایل خلک وو' نو په ستورو او سپوږمۍ هغوي د وړاندې نۀ هم عقیده لرله او ددې په رڼا کې به یې مزلونه هم کول؛ حتی د عربي کالښود میاشتي د سپوږمۍ

Sati Rasam In Hindus. Sati Rassam Explained In Pashto.

Sati Rasam In Hindus. Sati Rassam Explained In Pashto. Research By Waqas Espazai. «ستي» څېړونکی: وکاس ایسپزی *** چې په يار پسې روغ ځان سېځي په اور کښې زۀ پـــــه دا رســــم مئيــن يــــم دَ هـنـــــدوانـو *خوشحال بـابـا د ستي دود په اړه دا ویلای کېږي' چې دا دود مغل اکبر ختم کړی وو' حالانکي داسې نۀ ده' وړومبی خو دا دود په عامو هندوانو کې شتون نه درلود' بلکي د لوړې طبقې هندوانو کې دود وو ـ خو پر دې دود سلاطین دهلي (دهغه پاچهان هم زیاتره افغانان ول) د واکمنیو پر مهال سخت بندیز وو او دا دود به هاغه چا ترسره کاوه' چا څخه به چې د باچا له اړخه رسمي اجازت نامه وه او ظاهره ده' د باچا له دربار څخه به هر چاته او بیا عام هندو ته اجازه نه ترلاسه کېدۀ ـ ابن بطوطه پخپله سفرنامه کې د ستي دود په اړه لیکي: «یو ورځ ما ولیدل' چې یوې هندوې ښځې ځان سمبال کړو او پر اسپه سوارۀ شوه؛ نور هندوان او مسلمانان ددې شاته شاته روان وو؛ مخکې مخکې نغارې غږېدلې؛ بامبړان (براهمڼ) چې ددوې مشران وو' ورسره ورسره وو ـ چون د باچا سیمه وه' نو ځکه د باچا د اجازت نۀ بغیر یې سېځل نۀشوی کولای باچ

Concubines And Slaves by Muslims In Afghanistan And India. Tarekh Farishta

Concubines And Slaves by Muslims In Afghanistan And India. Tarekh Farishta.  Pashto Translation By Waqas Espazai «وینځې او غلامان» *** امیر معاویه په ۴۴ هجري کال باندې زیاد ابن ابیه د بصرې، خراسان او د قهستان واکمن وټاکلو ـ په دې کال عبدالرحمان ابن شمر د زیاد ابن ابیه په امر کابل فتح کړو او د اسلامي ریاست دایرې ته یې دننه کړو ـ د کابل د فتح کولو نه لږه موده پس مهلب ابن ابي صفره کوم چې په عرب امیرانو کې یو نوموړی کس وو؛ کابل او زابل ته راغللو او له دې ځایه بیا هندوستان ته لاړو' ځایي خلکو سره یې جهاد وکړ او د جهاد په ترڅ کې یې لس دولس زره وینځې او غلامان راونیول؛ په دې زمانه کې ځینې خلکو د خدای په توحید او د پیغمبر په نبوت اقرار وکړو او مسلمانان شول! *** سرچېنه: تاریخ فرشته Sardar Qaroon Or Sardar Karoon Of Afghanistan. Tareekh E Farishta (سردار کارون) *** عبدالله ابن عامر په ۳۲ هجري کال د عثمان غني په امر د بلخ فتح کولو په نیت روان شو؛ خو د افغانانو له لورې داسې مزاحمت سره مخ شول' چې ډېر مسلمانان په دې جګړه کې ووژلی شول او پاتې په تېښته بریالي شول ـ د مسلمانانو تښتېدلی پوځ په جر

Peeran, Mulan, Sayedan, Taliban, Qureshi, Saddat. Pashto Info

Peeran, Mulan, Sayedan, Taliban, Qureshi, Saddat. Pashto Info  By Waqas Esapzai د اوسنې وخت دیوبندیان لکه د مولانا فضل الرحمان د جمعیت نیولې د مولانا محمد خان شېراڼي سریېره د افغانستان اسلامي امارت چړیان چې په یو څو سېپارو نۀ یوازې ځانونه دولتي چوکیو ته رسوي؛ بلکي د چوکو د حصول لپاره واکمن رژیمونه هم نړوي؛ بیا ځانونه د امام ابوحنیفه پېروان هم ګڼي، حالانکي دا خلک د وهابیانو، حنبلیانو او دیوبندیانو ګډوډونه ده' حنفیان خو بلکل نۀ برېښي؛ ځکه چې امام صېب په نقش و قدم روان نۀ دي، امام صېب تل ځان د سیاست او دولتي منصب څخه ژغورلی ووـ  بلخوا هاغه ملایان چې د مذهب پر بنسټ خپل نسل د عربو سره تړي' ځان سره به د سید مختاړې او د قرېشي وغېره ورستاړی تړي، پښتنه ټولنه کې به ځانونه په دې نومونو وچت حسابوي' نو هغوي ته هم عرض دی' چې امام صېب چرې هم ځان د منصب او نوموړتیا لپاره عرب النسلو پورې نۀ وو تړلی، د قضاوت لپاره به زۀ تاسو ته د امام صېب یوه واقعه د بیلګې په توګه وړاندې کړم ـ  ~ د ابوجعفر منصور په خپل دوره سلطنت کې د قضاة لپاره څلور کسان [ ۱- امام ابوحنیفه, ۲- سفیان ثوري, ۳- مسعر ابن کد

Khpal Atalan Opejanai. Book About Pashtun Heroes

 Pukhtana Attalan Opejanai, Know About Your Heroes. Pashtoon Heroes, Pukhtana Atalan Book. Khpal Attalan Opejanai Author. Ayaz Yousafzai Book Review By Waqas Yousafzai په داسې وخت کې چې نړۍ د نور قومونه د جدید ساینس او ټنکالوژۍ سره وابسته دي او دیخوا یو قوم پښتون چې زیاتره وګړي یې د خپل تاریخ څخه ناخبر دي. نور قومونو د جدید ساینس او ټنکالوژۍ په واسطه خپل مړ تاریخ راژوندی کوي او پښتانه لګیا دي؛ پخپل ژوندي تاریخ خاورې اړوې کوم پښتانه چې د خپل تاریخ څخه ناخبره دي' د هغوي خو ګیله نۀ ده پکار! ځکه چې هغوي ته د سهي تاریخ لوستو موقه نۀ ده ترلاسه شوې او یا په دې موضوع کې څۀ دلچسپي نۀ لري. که لږه ډېره لري هم!' نو داسې کتابونه نشته او یا ډېر کم دي چې په پښتنو اتلانو دې هر اړخېزه رڼایي اچولې شوې وي خو ستونزه په اصل کې ځینو تش په نامه پوهانو جوړه کړې ده. ما په ټولنیزو رسنیو د څۀ وخت راهسې ولیدل؛ چې دهغه پوهان په لږ سیاسي اختلاف کې دومره هور ته تللې دي' چې ۵۰۰۰ کلن تاریخ بطور رشخند یادوي! څوک د پیر روښان او فقیر ایپي له د موجوده ملا اومر سره تشبېح ورکوي، څوک بیا خوشال خان خټک ترک بولي او