Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Yasir Ali Shah Yasir

Who Is Abaseen Yousafzai? Yasir Ali Shah Yasir Blog. Abasin Yousafzay

 Who Is Abaseen Yousafzai? Yasir Ali Shah Yasir Blog ماته اکثر ملګري وائي چې پۀ فیسبک ته اکثر کم لیک  کوې...هغوئ ته زما وړمبے جواب دا وي دومره مطالعه اؤ مشاهده نه لرم چې څۀ علمي لیک اوکړم او دوئیمه خبره دا چې فیسبک څۀ علمي پلیټ فارم نه دے ځکه چې علم یو سنجیده اؤ حقیقي ماحول غواړي اؤ پۀ فیسبک اکثریت دَ غیر سنجیده اؤ مصنوعي خلقو دے پۀ فیسبک هغه سړے هم پۀ علمي اؤ معتبرو خبرو خپله رائې ورکوي چې دَ پبلک لیټرینونو دیوالونه هم د دوئ د فکري غلاظت اؤ شر نه محفوظ نه وي یو وخت داسې وۀ چې د خور مور کنځل به پۀ حجره کښې چاته وشوه نو د حجرې رباب به له غمه څو ورځې خاموشه پروت وه نن د نړیوالې حجرې پۀ مخ(فیسبک)د خپلو اتلانو عزتونه اویزانده کړو اؤ بیا مو ورته خلې چینګې کړې وي دا معاشره پۀ اخلاقي پیمانو مسترده ده اؤ د ژوند د هر علمي اؤ فکري پليټ فارم نه مسترد شوي مخونه پۀ فیسبک د خپل فکري اؤ اخلاقي نحوست مظاهره کوي نن د اباسین صېب کردارکشی هم پوره درز کښې اوشوه ما کله هم د اباسین صېب پۀ حواله څۀ پوسټ نه دے کړے اؤ نۀ دَ دومره قریبي تعلق باوجود څۀ خاص تصویرونه لرم د دې وجه دا وه چې څوک دا وۀنه ګنړي چې ګنې ا