Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Poems of Khushal Khan Khattak

Khattak Baba Khushal Khan Khattak Best Pashto Ghazal with Explanation

 Khattak Baba Khushal Khan Khattak Best Pashto Ghazal with Explanation د خوشال بابا مشهور غزل سره د فرهنګ د جهان په مخ به نه وي، هسې ستا غوندې دلبره پري رویه، عنبر بویه، سنبل مویه، سمن بره ګلعذاره، زلفې ماره، شهسواره، خوش رفتاره باده نوشه، مے فروشه، قصب پوشه، مو کمره دلنوازه، سرفرازه، عشوه سازه، لعبت بازه خود پسنده، سربلنده، شکر خنده، لب شکره طربناکه، ګرېوان چاکه، تل بې باکه، تش تپاکه خود ارایه، خود نمایه، خود ستایه، خوش هنره غزل خوانه، خوش الحانه، دُر دندانه، لب خندانه عنبر خاله، پُر خیاله، تل خوشاله، د زړه غوره فرهنګ Explanation And Meanings Of Classic Pashto Difficult Words in Khattak Baba Poem ( Ghazal)  پري رویه : د پري غوندې څهره لرونکي  عنبر بویه : د عنبر غوندې خوشبو لرونکي  سنبل مویه : د سنبل غوندې خوشبوداره زلفو والا سمن بره : تکه سپينه ( د ياسمين ګل غوندې)  ګلعذاره : د ګل غوندې څهره والا زلفې ماره : د اوږدو زلفو والا شهسواره : د اس سواره ( مجازًا د حسن او جمال په اس) خوش رفتاره : په ناز و انداز تلونکي  باده نوشه : مے خوار ،شراب نوش مے فروشه : ساقي قصب پوشه : د قصب اغستونکي (

Horay By Khushal Baba. Pashto Poetry

 Hora ( Whores)  by Khushal Khan Khattak. ‏واعظان چې يادوي د جنت حورې ما په دا سترګو ليدلي په دنيا دي ستا د شونډو په دوران په ما روا شول که شراب په واړو خلکه ناروا دي ‎#خوشال Peshawar ( Pekhawar) In Classic Pashto Writings of Khushal Khan Khattak ‏څوک چې یاد کا پیښور زړه زما شي منور  د دې خوشې ملک هر څه شته خو پښتون، پښتنې نشته ‎#خوشال ‎#فراقنامه Pashto lyrics. Horay by Khattak baba. Khushal baba aw Pekhawar. Peshawar in Pashto Classic Poetry. Ghazal Shayeri aw Pukhto

Master Piece Of Khushal Khan Khattak Baba. Pashto Classic Poem

 Master piece of Khushal Khan Khattak baba. Lyrics of Khashal Baba Ghazal " Mard Hagha".  مرد هغه چې همت ناک، برکت ناک له عالمه سره خوږ په زيست و ژواک مخ يې مخ، قول يې قول، عهد يې عهد نه دروغ، نه يې فرېب، نه تش تپاک لږ ويل ډېر يې کول په خاموشۍ کې د غونچې غوندې خله ډکه، سينه چاک چې خبره د پستۍ، د بُلندۍ شي په لويۍ لکه آسمان، په پستۍ خاک په تمکين کې لکه سبر، په سخا کې په هر لور څانګې ږنګورې لکه تاک لکه ګل شګفته روی تازه په باغ کې همېشه د ښو بلبلو پرې بلغاک چې دا هسې ښه ويل کا زه حيران يم چې خوشال راوړ له کومه دا ادراک سترخوشال بابا Khushal Baba Pashto Classic Poetry. Mard Hagha Che Hemat Nak, Barakat Naak, La Alama Sara Khoog pa zesht aw Zwak.   Master Piece Of Khushal Khan Khattak Baba. Pashto Classic Poem. Pashto Ghazal of Khushhal Baba, Legend Of Pashto Poetry. 

Pashto Ghazal. Abdul Hamid Momand

 Pashto Ghazal Poet. Abdul Hamid Momand Type. Classic Pashto Poetry from Kulyat. ◇عبدالحميد مومند ◇کليات غزل چې ناضر د ساده رويو پۀ رخسار شم پۀ دا شمع, پروانه غوندې, نثار شم کۀ هر څو پۀ صبر زړۀ ټولوم, نۀ شي بې اختياره لکه موم ويلې پۀ نار شم غنچه خلۀ چې په خبرو راته وا کا د نرګس پۀ څير کوز ګورم, شرمسار شم چې يې شونډې تبسم تازه نګار کا باندې زۀ لکه سپند سوو ته تيار شم ځان جهان مې هسې هير, لکه هير خوب شي د خندا پۀ صبحدم چې رابيدار شم د ګلرخو پابوسي پريښودے نۀ شم کۀ راکيښ لکه نسيم پۀ خنډوخار شم لا مې ځائے نۀ شي د ترکو پۀ چوله کې کۀ د عشق ټيکه وهلې, زناردار شم وۀ مې باسئ د سکون له دينداريۍ چې بندي د تورو زلفو پۀ کفار شم نۀ به 'تو' راباندې پيښه نۀ به 'چخ' کا کۀ هر سو يې زۀ حميد سپے د دربار شم چې نا اهلو ته د اهل وينا وايم زۀ 'حميد' به د منصور پۀ دود پۀ دار شم  -توري/ معني ● نار:  اور ● وا کول:  پرانستل, بيرته کول ● سپند: توره دانه, اسپند, د يو بوټي دانې چې د نظر ● ماتولو دپاره پۀ اور اچولے شي ● پابوسي:  پښې ښکلونه، تعظيم کونه ● چوله:  د هندوانو دَ خوراک دونکاچه، سورے,

Understanding the anti-Mughal Struggle of Khushal Khan Khattak

Understanding the anti-Mughal Struggle of Khushal Khan Khattak. Khushal Khan Khattak, a seventeenth century Pakhtun writer, poet and swordsman, and his forefathers had served the Mughal for a long time. However, his fortune took a sudden twist when Mughal Emperor Aurangzeb imprisoned him in 1664, and kept him in solitary confinement at Ranthambore fort. After his release from prison, Khushal Khan was a different person. He remained no more a loyal Mughal official afterwards. Although, Aurangzeb Alamgir and a number of Mughal governors of Kabul tempted him several time to accept a position in the frontier areas but he out-rightly declined. This transformation is clearly visible in his poetry. He took up arms against the Mughals in 1673 and declared a war against them despite the fact that some of his family members even his son had sided with the Mughals. He continued his anti-Mughal struggle till his death in 1689. Copied. Nasir Khan Pashto Times Blogs. Khushal Khan against Mughal Empi

Khushal Khan Khattak Baba Nazam Gella.

 Khushal Khan Khattak Baba Nazam Gella.  Da Yousafzai Qabeli Na Da Khushall Baba Gela Aw Da Mughal Sara Fitna. (دَ خوشال بابا دَ پښتون قام نه ګیله اؤ دَ مغل سره فتنه).  دا کلام ئي په ۱۰۸۶ کښې په برمول کښې لیکلے وو. وضاحتــــ!! د بابا ښکنځل  پښتنو ته د نصیحتـــ په توګه ؤ بعید د شعرونو غلطه تشریخ اونه کړے شې. بیا له کومه راپېدا شو دا بهار چې په هر لورې ئي ملک کړو یؤ ګلزار ارغوان دی ضمیران سوسن ریحان دی یاسمن دی نسترن نرګس ګلنار دَ پسرلي ګلونه ډېر په هر هر رنګ شته ولې سرۀ لالا دي لا پکښې اوڅار جونه موټی موټی ګل ږدی په ګریوان کښې دَ ځوانانو ګلدستي دي په دستار مغنی په چغانه لیندئ کېږده په نغمو په پردو وغواړه هر تار ساقی راشه ډکې ډکې پیالي راکړه چې دَ میو په مستئ کښې شم سرشار پښتنو زلمیو بیا لاسونه سرۀ کړۀ لکه باز منګولی سرې کړ کا په خپل ښکار سپینی توری ئي ګلګونی کړي په وینو په اهار کښې شګفته شو لالازار ایمل خان دریا خان دواړه مرګ ئي مۀ وے هیڅ تقصیر دواړو ونۀ کړو وار په وار دَ خېبر دره ئي سره کړله په وینو په کړپه ئي هم روان کړو دندوکار تر کړپه تر باجوړه سمی غرونه په لرزه په زلزله شول په بار