Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Wagma Saba Pashto Poetry

Pashto Love Poetry New 2022 Pashto Love Ghazal. Pashto Sheroona 2022

Pashto Love Poetry New 2022 Pashto Love Ghazal. Pashto Sheroona 2022 By Najib Aamir, Mashaal Radio Prague. پر موږ ګرانې دي رشتې حالونه وايي  د قهوې دا دوه پیالې حالونه وايي ځیني ما غوندې د ورځې هم ګونګي وي ځیني ځیني ان د شپې حالونه وايي دلته دوه ښکلو یو بل غېږ کې نیولي دا حسینې نظارې حالونه وايي دا ته نه یې ستا پیریان راته غږیږي د شرابو پیمانې حالونه وايي موږ په هغه چم کې مینه خپله وکړه چې کړکۍ او دروازې حالونه وايي زه یم غلی، نو بیا ته څنګه خبر شوې؟ جوړې ټولې مرحلې حالونه وايي ته یې ورکړلې، په ماشوله ناوخته سرودونه، تماشې حالونه وايي یو څو ښکلو باندې اوس هم بلا ګران یې د ګلونو ګلدستې حالونه وايي تا ته چا وی شاعري کوه عامره د غزل ټولې مصرې حالونه وايي  ٢٠٢٢ مې ١١ پراګ Pashto Love Poetry New 2022 Pashto Love Ghazal. Pashto Sheroona 2022 By Najib Aamir, Mashaal Radio Prague. Azadi Radio And Mashal Radio Are Prague Based Pashto Radio. Pashto Times Pashto poetry. Pashto Shayeri SMS. Pukhto Shayeri, Pashto Love Poetry.

Landa Qissa. Pashto Short Story Da Kulal Zwe by Wagma Saba Aamir.

 Landa Qissa. Pashto Short Story Da Kulal Zwe by Wagma Saba Aamir.  Pashto Short Story: The Potter's Son لنډه کيسه د کولال زوی  د سپي غپاري نادر له خوبه ویښ کړ. د هغه ایله څو شېبې مخکې سترګې سره ورغلې وې. ښي اړخ ته یې لاس وښوراوه، لکړه یې په اسانۍ سره لاس ته ورغله. د لکړې د کړپ سره ګل جانې پرې غږ وکړ - چېرته ځې په دې توره شپه کې؟  ده یوه ترخه موسکا کې ځواب ورکړ -  ماته خو شپه او ورځ دواړه یو شان دي، ته ودرېږه چې دا سپی ولې غاپي؟  - غاپي دې، کینه؟  - نه ته ودرېږه! لکه چې څوک راوښتي دي؟  - راوښتي دې وي، ته به څه توره وکې؟  - کېنه لیونۍ! د نر غږ دروند وي، همدا یوغږ هم بس دی.  - زه در ولاړه سمه؟  - نه ته کېنه - ګوره سړیه!  هېڅ ام نسته جینکۍ دواړه په ځای پرتې دي.  نادر بیرته په خپل ځای کېناست. د هغه له کېناستو سره د سپي غپاری هم غلی شو. ‌ګل جانه له ځایه پاڅېده، د خاورو بوجۍ یې په څو دمو د دهلېز له بر سر نه راکش کړه او د دروازې شاته یې کېښوده. که څه هم دروازې ته غټ قلف پروت و خو د خاورو بوجۍ زړه ورته ډاډه کړ.  هغه سا سا کوټې ته دننه شوه، سړي پرې غږ وکړ:  - بیا دې څه کول؟ - د خاورو بوجۍ م

Talib Jan. Pashto Novel Talib Jaan By Wagma Saba Aamir

 Talib Jan. Pashto Novel Talib Jaan By Wagma Saba Aamir ډېر ملګري د (طالب جان) د ناول پوښتنه کوي، د ملګرو غوښتنو ته د احترام په خاطر د دې ناول يوه وړه برخه يې تاسو سره شريکه وم. په هيواد ملګري د انټرنيټ او د برېښنا له ستونزو سره مخ دي له دې وروسته به کيسې او نورې ليکنې ټولو ته ښکاريږي طالب جان ناول طالب جان د وښو پنډ له شا راکوزکړ، غوا یې دکور په اخور پورېوتړله او بیا یې په نعرو پیل وکړ: _ادې !وه ادې څونعرې یې وکړې،د ادې ځواب یې تر غوږ نشو، بره بالا خانې تهوخوت چې ګوندې ادې او ورېښمینه به هلته وي، خو هلته نه ادېوه او نه ورېښمینه، له ځان سره وغورېده: _هره ورځ مور او لورکورکې نه وي. له بالاخانې څخه لاندې تندورخانې ته کوز شو، ټوکرۍ ته یې پام شو، هغه يې پورته کړه،دمستوپه کټوې یې سترګې ولګېدې،دکټوې سریې لوڅکړ،دټینګو او خوندورو مستو په لیدو یې په خوله کې اوبهراغلې . دکندو له سره یې دسترخوان را واخیست، یودانه پاستی یېدکټوې په سر کېښود اودسترخوان یې بېرته په خپل ځای باندې کېښود. نیمه کټومستې یې له یوه پاستې سره وخوړې .همداسې ولاړ شي ورنه هېر شول چې دمستو سربېرته پټ کړي .په چوتره باندې دنغریوخو

Pukhtane Jenakai. Pukhto Ghazal By Wagma Saba Aamir. 2022 Ghazal

 Pukhtane Jenakai. Pukhto Ghazal By Wagma Saba Aamir. New Pashto Ghazal. 2022 غزل یو لاس کې ‌‌‌‌‌‌یې ډال بل کې یې تورې دي خدایه! پښتنې څومره باتورې دي تورې دي که سپينې مرغلرې دي ښکلې جینکۍ لکه کوترې دي څرک د رڼا نشته او بې وسې یم بیا هم حوصلې مې زړورې دي توی به یې کړې ‌‌‌‌‌‌ډېر ازار به وګټې مه خوځوه شکور کې مې ګورګورې دي ټولو نه ظلمونه یې ګاللي ‌‌‌‌‌‌ډېر بیا هم له هر چا نه زورورې دي دوی دي چې رڼا ورسره یون کوي دوی خو دهر دور پيغمبرې دي ستا (سبا) خو لږه بختوره ده نورې خو له دې هم بختورې دي  وږمه سبا عامر پراګ Pukhtane Jenakai. Pukhto Ghazal By Wagma Saba Aamir.

Wagma Saba Aamir Ghazal, Kochai. Pukhto Ghazal Kochai

 Wagma Saba Aamir Ghazal Poetry. Kochai دا غزل ما په کال ۲۰۱۳ م د جولای په مياشت کې وليکه، دا هغه وخت و چې په اول ځل د عامر او ماشومانو سره مې امريکا ته په سفر لاړمه په دې سفر باندې مې پلرګنۍ زياته خوشاله وه، مشر لالا مې راته وويل: ((و دې ګټله الدين خيلې کوچۍ په ټول قوم کې  اول بنيادم ته يې چې امريکا دې وليدله ))البته زمونږ  د کلي د احمدزو کوچيانو څخه يې مطلب و تر دې مخکې د لومړنۍ مکتبۍ  مقام  مې په خپل قوم کې خپل کړی، خدای بخښلي پلار مې راباندې مکتب ووايه لوی ارمان يې و چې ډاکټره شمه خو کورنيو جګړو ډېرې هيلې خاورې کړې. تر ما وروسته زما په کورنۍ کې ټولو جينکو سبقونه وويل، په پلرګنۍ کې به مې هم ډېرو ويلي وي. خو دومره خبره شوم د پلار او نيکه په کلي کې مې کليوالو کوم مکتب جوړ کړی دې غزل کې زه د خپل ژوند، د خپل قوم د خپل شخصیت پوره آئينه وينمه، زه له خپل قوم خپلو کوچيانو، کيږديو او رمو سره زياته مينه لرم. غزل هلکه ځوانیمرګه له سپوږمی څخه کوچۍ  رابیله دې کړه څنګه له کیږدۍ څخه کوچۍ  اوس تاسره سفر کوی پر ځمکه پر هوا  پخوا به ویریدله له بګۍ څخه کوچۍ  دستا دمینی زور وه زه دی کړم دنندارو  که څه

Dosti Pakar Da. Pashto Ghazal By Wagma Saba Amir

Pukhto Ghazal. Dosti Pakar Da Pukhtana Shayera . Wagma Saba Amir غزل د غم قحطي پکار ده  لږه مستي پکار ده  یه ښکلیه تاسره مې خدایګو دوستي پکار ده  په ناراستۍ مینه  بس ده راستي پکار ده چې مونږه یو کړي سره داسې هستي پکار ده  نوره پۍ مخیو سره  یو څه سختي پکار ده  وی مینه کله غواړې؟ ما وی دستي پکار ده  سبا بلبلو سره  ناشته وختي پکار ده  وږمه سبا عامر Pashto Times. Ghazal Times Pashto Poetry 2022 New Ghazal. Ghazal. Dosti Pakar da. Musiqi Pakar da Poetess. Wagma Saba Aamir

Wagma Saba Amir Pashto Ghazal 2022.

Wagma Saba Amir Pashto Ghazal 2022. غزل  څه حسین څه جادوګر یې د زړه سره  نه چې خدای یې نوښتګر یې د زړه سره درته غوږ یمه ارام راته غږیږه  د لفظونو جادوګر یې د زړه سره  دا سیندونه ولې ستا په لورې درومي نه چې ته هم سمندر یې د زړه سره  هاچې ما تر اوسه   هیڅ نه دي ویلي په هغو څنګه خبر یې د زړه سره  د تیارو لمنه ټوله کړه رادرومه راته ستوری د سحر یې د زړه سره  څه کیمیا او څه جادو لرې په لاس کې داچې خور په لر او بر یې د زړه سره  په سجده یم او تصویر دې لټومه ای ته خدای یې که دلبر یې د زړه سره  اخري خبره داده خپه نه شې د وږمې نه مرور یې د زړه سره Pashto Times Pashto Poetry Lyrics. Wagma Saba Amir Pashto Ghazal 2022. Pukhto Ghazaluna. Ghazalzar Pukhto. Poetry of Wagma Saba.  ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺣﺴﻦ ﺑﺎﻧﺪې دوﻣﺮه ﻏﺮور مکړه   داﺳﯥ ډﯾﺮ ښکلی ﺻﻮﻓﯿﺎن ﺷﻮل ﺗﻪ ﯾﯥ وﯾﻨﯥ