Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Prague

Pashto Love Poetry New 2022 Pashto Love Ghazal. Pashto Sheroona 2022

Pashto Love Poetry New 2022 Pashto Love Ghazal. Pashto Sheroona 2022 By Najib Aamir, Mashaal Radio Prague. پر موږ ګرانې دي رشتې حالونه وايي  د قهوې دا دوه پیالې حالونه وايي ځیني ما غوندې د ورځې هم ګونګي وي ځیني ځیني ان د شپې حالونه وايي دلته دوه ښکلو یو بل غېږ کې نیولي دا حسینې نظارې حالونه وايي دا ته نه یې ستا پیریان راته غږیږي د شرابو پیمانې حالونه وايي موږ په هغه چم کې مینه خپله وکړه چې کړکۍ او دروازې حالونه وايي زه یم غلی، نو بیا ته څنګه خبر شوې؟ جوړې ټولې مرحلې حالونه وايي ته یې ورکړلې، په ماشوله ناوخته سرودونه، تماشې حالونه وايي یو څو ښکلو باندې اوس هم بلا ګران یې د ګلونو ګلدستې حالونه وايي تا ته چا وی شاعري کوه عامره د غزل ټولې مصرې حالونه وايي  ٢٠٢٢ مې ١١ پراګ Pashto Love Poetry New 2022 Pashto Love Ghazal. Pashto Sheroona 2022 By Najib Aamir, Mashaal Radio Prague. Azadi Radio And Mashal Radio Are Prague Based Pashto Radio. Pashto Times Pashto poetry. Pashto Shayeri SMS. Pukhto Shayeri, Pashto Love Poetry.

Begaa. Pashto New Ghazal By Bashir Gwakh. Ghazal Pashto Poetry.

Begaa. Pashto New Ghazal By Bashir Gwakh. Ghazal Pashto Poetry. څو ستوري له اسمانه غورځيدلي وو بيګا پر زمکه چې ګلونه رژېدلي وو بيګا  انسان نه، مسلمان نه بلا ډير په شکايت  بې روحه بدنونه خدای ته تللي وو بيګا خپل ورور مو قتل کړی وو خو نه وو پښېمان موږ داسې په شرمونو شرمېدلي وو بيګا بلا راته معلومه وه خو سر مو یې مات نه کړ غېرت په موږ کې نه وو ځکه غلي وو بيګا بشيره بدقسمته، په وطن دې سر ور نه کړ په تا پسې هم څو سړي راغلي وو بيګا ‎بشيرګواښ Begaa. Pashto New Ghazal By Bashir Gwakh. Ghazal Pashto Poetry. Pashto Times, Pashto Poetry, Pashto Two Lines Poetry. Pashto Ghazal, Pashto Poetry, Pashto Lyrics, Pashto Lyrics 2022, Pashto Lyrics 2023.  Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS. New Pashto Poetry SMS, Pashto Poetry SMS 2022 Eid Ul Azha. Akhtar Pashto Shayeri 2022 And 2023.