Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Nawagai

Sher Alam Aw Mamonai. Pashto Folk Story And Pashto Tappay Lyrics.

Sher Alam Aw Mamonai. Pashto Folk Story And Pashto Tappay Lyrics. مور یې بلۍ په بلۍ ګرځي  د میمونې څادر په چا موندلی وینه ‏په ناوګۍ کې اوبه نه وې ‏د میمونې د وینو راغلل سیلابونه مورې تودې وریجې سړې کړې د میمونې د مرګ خواره شو آوازونه ميمونئي پاکه ليوني ده  هغه يي وجنيي دا ماما ماما کوينه بیا به د کلی منځ ته نه ځم هلته کښي مور د میمونې ولاړه وینه پهٔ سترګو ړوند شئ شيرعالمه د تمباکو پهٔ پانړو چا کړې مرګونه د ميمونې همزولې راغلي څوک پسې ژاړي څوک پرې وائې تهمتونه د میمونئ د مرګ آواز شۀ جینکو وران کړل د اختر شینکی خالونه ميمونه جاړي شيرعالم ته   ده کاکا زوي دے ما به نه حلاله وينه يه شيرعالمه خدائي دي خوار کړه د تماکو په پانړه چا کړي مرګونه د مېمونې د مرګ اواز شو  مور ئې ړنده شوه په بازو خله لګو وينه ده ميموني ده مرګ آواز شو جينکو پريښودل قلپيان په تنرونو Tags, Meta Data And Keywords. Pashto Folk Song Shir Alam Aw Mamonai. Singer. Ahmad Gul Ustad. Sher Alam Aw Mamonai. Pashto Folk Story And Pashto Tappay Lyrics. Shir Alam Aw Mamonai, Pashto Folk Story Of Honor Killing Originated In Nawagai B

Nawagai Momando Wrana Krala. Pashto Folk Song Background and lyrics.

Nawagai Momando Wrana Krala. Pashto Folk Song Background and lyrics. *ناواګۍ مومندو ورانه کړله د دير نوابه* ! دا سندره زما ډېر خؤښه وه خو زۀ پۀ کښې ډېر شکي هم ووم  هغه وجه دا وه چې چا به په يو قسم وئېله او چا به پۀ بل قسم وئېله نو ما دا تاريخي حقيقت نۀ ګڼلو نو نن مې د مولا خانزېب صېب کتاب لوستلو نو ټول تاريخ مې مخې ته راغلے ډېر خوشحاله شوم او غوښتل مې چې د ملګرو سره يې شريک کړم مختصرٙٙ ـ   د دې سندرې شاليد دا دے چې کله د باجوړ ناواګۍ د نوابي رياست نواب صفدرخان دهغۀ زوي مندالي خان ګؤښه کړو او مندالي خان د دغه رياست خان شو ,(دلته ښاغلې په صفدر خان هم خبره کړے خو زۀ خپل ليک زياتول نۀ غواړم ) وئېل کېږي چې مندالي خان ډېر مست سړے وو په سپين اس به سور ګرځېدۀ انګرېز کليف او پتلون به يې اچؤلے وو د پړانګ په څرمن به پۀ دربار کښې ناست وو د خپل رعيت سره يې ډېر ظلم کؤلو پۀ 1912ز کښې د مومندو په سيمه د ساپو قبيلې څۀ اويا کسان يې پۀ ظلم قندارو خاښ پۀ سيمه کښې   د غؤنډۍ له پاسه پۀ ګټه حلال کړل  د دې کسانو د وژنې سبب دا ؤ چې د ساپو خلکو د ناواګۍ د سيمي دوا غلجي يوه ورځ مړۀ کړل۔ مندالي خان د ساپو قندارو