Mehmood Khan Achakzai In Taliban Event In Islamabad & Afghanism. By Advocate Hamayun Kaasai. له مجا-هد-ینو او طا-ليبا-نو سره بنيادي اختلاف پر څه دى? 1.د افغانستان استقلال. 2. ارضي تماميت / ملي وحدت 3. اولسي مشروعیت ترلاسه کول، او له زورواکي ډډه کول. زما په نظر دغه درې بنيادي اصولونه دي د ملاتړ کولو او لا د اختلاف کولو. له سردار داؤد راواخلې بيا تر خلقيانو پورې او له خلقيانو راواخلې بيا تر مجا-هد-ینو. له مجا-هد-ینو بيا تر طا-ليبا-نو، له طا-ليبا-نو بيا تر مجا-هد-ينو او له مجا-هد-ينو بيا بيرته تر طا-ليبا-نو زما بنيادي او اصولي اختلاف پر دغه درو نقطو دى. اختلاف دا نه دى، چې د چا ږيره غټه او د چا وړه ده،او څوک له سره نه ږيره لري او نه برېتونه. د چا لونګۍ پر سر ده او د چا لنګوټه. چا پتلون اغوستى دى او که وطني جامې. له سردار داؤد سره اختلاف پر دا دى، چې د زور له لارې واکمن شوى وو، باچا يې په زور لېرې کړى وو، د اولسواکۍ غږ يې پورته کړى وو، خو بيا پخپله ډکټېټر جوړ شوى وو او د حقيقي اولسواکۍ هغه ژمنه يې نه وه ترسره کړې. خلقيان د زورواکۍ له لارې راغلي وو، او بيا يې يو د بل سرونه غو...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.