Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Rashid Khan

Muhammad Hafiz Inspired By Afghan Cricketer Rashid Khan

 Muhammad Hafiz Inspired By Afghan Cricketer Rashid Khan. Jaffar Hand د پاکستان د سما تلویزون سره مې د پاکستان د کرکټ د پخواني لوبغاړي محمد حفیظ یوه مرکه ولیدله. هعه وايي چې دی د افغان لوبغاړي راشد خان لوی مینه وال دی او  وايي چې په نړۍ کې یې ډېر لوبغاړي لیدلي خو راشد خان ډېر مسلکي او په عین وخت کې خاکسار او عاجز شخصیت دی  دی وايي راشد ډېر زیار کښ دی او هېڅکله خپل د ورزش وخت نه ضایعه کوي او خپل مسلک ته احترام لري. وايي همدا علت دی چې هغه په نړۍ کې انګېزه ورکوونکی لوبغاړی بلل کېږي او له کومې ورځې یې چې کرکټ پیل کړی د مسلکي کېدو او پرمختګ ګراف یې مخ په بره روان دی. محمد حفیظ له راشد خان سره د لاهور په ټیم  کې و د محمد حفیظ دا څرګندونې ډېرې مهمې او مسلکي دي. هغه په خپله یو لوبغاړی دی او نړیوال استعدادونه او لوبغاړي ښه پېژني. راشد خان تازه د پاکستان د کرکټ لیګ څخه ووت او بنکله دېش ته ولاړ چې د افغانستان لوبو کې برخه واخلي. دی هلته ښه وځلیده او پاکستانيانو له حده زیاته مینه ورکړه. راشد خان د افغانستان رښتینی استازی دی. دا ځوان دې لا وځلېږي, وطن او وطنوال ورسره ښه یادېږي. #افغانستان #کرکټ #ن

Rashid Khan Painting By Izat Art and Rashid Khan Message After hit Rick In Big Bash

 Rashid Khan Painting By Izat Art.  Rashid Khan Message After Hat-Trick In Big Bash  په ننګرهار کې له عزت ارټ څخه مننه چې زما دا  انځور یې رسم کړی دی. کور مو ودان او مننه چې دومره مینه راکوی. همدغه راز د خپلو ملګرو او مینه والو څخه هم مننه چې په بګ بش کې یې زما د شپږو ویکټو د اخیستلو له کبله یې راته پیغامونه رالېږلي. له ملاتړو او نیکو هیلو څخه مو ډېره ډېره مننه. زنده باد افغانستان Rashid Khan Hat Trick And Pashto Message Posted On His Facebook With Izat Arts Painting. Afghan Cricketer Rashid Khan Painting and Message after Hat Rick Performance. Jan 2022 

Rashid Khan, Afghan Cricketer in Lucknow Team and Pashtun Hujra

 Rashid Khan, IPL, Pashtuns, Lucknow CricketTeam and Pashtun Hujra in India.  دا به ډير خوندور وي چې راشدخان په راتلونکي آي پي ايل کې د لکنو لوبډلې لخوا واخيستل شي! يو خو هلته د مسلمانانو شمير بيخي ډير دی او بله دا چې هلته له آره پښتانه خلک هم ډير دي چې تر اوسه يې کيسې کيږي او ډير د درنښت وړ ګڼل کيږي! او خوندوره يې دا چې هلته اوس هم ځينې خانان د حجرو سيستم لري او په فخر او ناز ځان پښتنو ته منسوب هم ګڼي! د کرکټ په برخه کې يې تر ټولو غوره دا چې نسبت نورو ښارونو ته په لکناو کې د راشدخان ډير زيات مينه وال شتون لري او د هغې راز په دې کې دی چې دوي په راشدخان د يوه غوره لوبغاړي ترڅنګ د يوه پښتون په توګه هم فخر کوي او خپل يې ګڼي! دا انځور مې د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۱۷مه نېټه د لکناو په ښار کې اخيستی؛ چيرته چې د افغانستان او ويسټ انډيز تر منځ د لکناو په نړيوال لوبغالي کې سيالۍ وې او ددې ښار ځوانان کتار کتار د راشدخان ليدو او لوبې کتو ته را روان ول. دا هغه مهال وو چې راشدخان له حيدرآباد لوبډلې سره لوبيده او که چيرته دا خلک او هلته ميشت ځوانان دا خبر واوري چې نور به راشدخان د نړۍ تر ټولو سترتجارتي