Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pohana

The Pilgrim Progress Novel And Its Pashto Translation Seer Ul Salekeen

  The Pilgrim Progress Novel And Its Pashto Translation Seer Ul Salekeen. "سير السالکين" (پښتو ته وړومبے ترجمه شوے ناول کال ۱۸۷۷) (يعنې له دنيا نه سفر وعقبیٰ ته په لباس دخوب کښې) دناول نوم:- دي پلګريم پراګريس              (The Pilgrim Progress ) ليکوال:- جان بنين (John Bunyan  ) کال:-  ۱۶۷۲ع پښتو ترجمه:- سير السالکين (ددې دنيا نه هغه دنيا ته سفر چې راتلونکې ده) ترجمه کونکے:-  قاضي عبدالرحمٰن دپښتو ترجمې کال :- ۱۸۷۷ع  دانګريزي ناول ليکوال  اودا ناول جان بنين په ايلسټو برطانيه کښې په کال ۱۶۲۸ کښې زيږيدلے وو۔ دپيوريټن عيسائي فرقې مبلغ وو ډير زيات شهرت ورته په “پيلګريم پراګريس” ليکلو ترلاسه شوے وو۔ ولې ددې نه علاوه ئې څه خوا وشا شپيته کتابونه ليکلي دي کوم چې زيات د وعظ ونصېحت تقريرونه اومقالې دي۔ د کال ۱۶۸۸ د اګست يوديرشمې(۳۱)  نيټې پورې ژوندے وو دا ناول په عيسائي دنيا کښې د چاپ نه پس تر دوۀ صدو پورې د "بائيبل" نه پس ډير زيات چاپ کيدونکے  اوخرڅيدونکے کتاب دے او په دوه سوو(۲۰۰) ژبو کښې ترجمه شوے دے چې څه خواوشا اتيا(۸۰) ژبې پکښې افريقنۍ دي ۔ د دې کتاب وړومبۍ برخه په کال

Pukhto Adab Ki Adabi Tehrikona by Rashid Khan

 Pukhto Adab Ki Adabi Tehrikona by Rashid Khan {{  ادبي تحريکونه په پښتو ادب کښې }}  ليک:- رشيد احمد په پښتو ادبي تحريکونو اونوروداسې موضوع ګانو باندې ليکل خو کيږي ولې په کتابي ډول ډير کتابونه  نه لري  او د تحقيق اوتنقيد دا ميدان يا پنګه درنه نه ده۔ ۔ دپښتو ادب دمئينانو اوليکوالو نه دډير کار تقاضه کوي۔ نن سبا  دپښتو په تحقيقي ادارو کښې تحقيق زيات تر دشخصياتو نه تاويږي راتاويږي اوداسې علمي  ليکونو نه ډډه کيږي ځکه چې کار اوزيار پکښې ډير کول وي ،وخت پرې زيات لګي مطالعه اودمطالعې لپاره مواد هم غواړي۔ په شخصياتو ليکل اسان وي ځکه چې اکثر ټول مواد موضوع پخپله محقق ته ورکړي۔ حمزه بابا د ډاکټر قابل خان افريدي نه هم دغه ګيله کړې وه چې دهغه په ليکونو(خطونو) کښې خوره شوې ده۔ نو خبره مې کوله په دغه موضوع کتابونه اوليکونه دنيشت برابر دي ۔   په دې سرخط يعنې د "پښتوادبي تحريکونه"  اګاهو" د ډاکټر راج ولي شاه خټک يوه مقاله د کتاب شکل کښې چاپ اوخوره شوې وه۔ کومه چې ددۀ د پي ايچ ډي دمقالې موضوع وه۔ يو کوشش ئې ضرورکړے وو خو متاسفانه نيمګړې وه اود"پښتو ادبي تحريکونه" تشه په نامه وه۔