Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Earthquakes

How Rulers, Businessmen And Mullas Exploit Pashtuns In Hard Times?

How Rulers, Businessmen And Mullas Exploit Pashtuns In Hard Times? Waqas Esapzai, Pashto Explainer. د پښتون په تباهۍ کې د درېو طبقو یعنې د واکدارانو، کاروباريانو او ملایانو ډېر غټ لاس دی. که په پښتون ولس کوم افت راشي' که هغۀ د وبا په شکل کې وي او یا د قدرتي افاتو په شکل کې وي' نو واکداران د پښتنو په سر د نړۍ نه مرستې اخلي؛ په دهغه مرستو کې ۷۰ سلنه خپله خوري او پاتې ۳۰ سلنه په ولس وېشي؛ خو په دې ۳۰ سلنه کې هم بیا خپل منظور نظر دریاب کړې او ناخوښې کریاب کړې! کاروباریان د څیزونو نرخونه یو په دوه اوچت کړې' چې پښتانه خو هسې هم په افتونه نۀ ختمېږي' نو په ولږي به څۀ ختم شي' راشه دهغه وخت دی' خپلې میتازي پرې د پېټرولو په نرخ خرڅې کړه، څۀ به یاد ساتي! ملایان چې ټول کالوسر لګیا وي او په مسئلو یې څوک غوږ نۀ ږروي' نو چې افت ووینې' نو شونډې یې موسکۍ شي او د خدای د عذاب په راګونو ګوتې کش کړې؛ یو د ولس خپله ذهني پرېشاني او کنفیوژن وي او بلخوا دوې دي' چې وایې; ددهغۀ ټټو نه به کوز نۀ شم' تر څو تا ځانته په ذهني توګه مات نکړم! کوم کس چې واکدار په سیاسي او کاروباري

Asteroid Bombardment On Earth Daily. Pashto Info

Asteroid Bombardment On Earth Daily. Pashto Info  By Muhib Rahmati د يوې اندازې له مخي هره ورځ په ځمکه باندي 1.5 کروړه شهابيې راغورځي. د اټکل له مخي دا شهابيې د 15 زره ټنو په اندازه مواد راوړي. ډيري يې د جسامت له امله وړې وي، دا چي د ځمکي فضا ته په ډېر سرعت سره داخلېږي نو له هوا سره د سولېدو په صورت کي په ايرو بدلېږي. خو ځيني چي غټي وي ځانونه تر ځمکي پوري رارسوي.  شهابيه څه شى دى؟ شهابيه يا  Asteroid  د ستورو، سيارو يا سپوږمۍ ټوټي دي، چي زياتره يې د سرو زرو، سپينو زرو يا الماسو دي، يعني د ډېرو په کيمياوي جوړښت کي د فلزاتو عناصر موجود وي. دا فلزونه د ستورو په بټيو کي په پېړيو پېړيو د   Fusion Reaction  له امله جوړېږي.  له ننه څلورنيم بيليونه کاله وړاندي چي کله د ګاز د وريځو او ګرد څخه زموږ شمسي نظام او ځمکه جوړه سوه نو دَ سيارو د جوړېدو په دې عمل کي د ډېرو لويو کاڼو ټوټې په خلا کي د لمر په مدار کي پاته سوې، دا ټوټې ډېرى د مشتري او مريخ په منځ  Asteroid Belt  کي موجودي دي. خو بيا هم دا شهابيې د شمسي نظام نه بهر د نورو کهکشانونو د چاودېدونکو ستورو هم کېدى شي.  دا ټوټې هم د لمريز نظام سره

Paktia. Volcano Eruption. Paktika Earthquake Updates.

Paktia. Volcano Eruption. Paktika Earthquake Updates. دا چي د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د اتشفشان منځته راتګ ټولي نښي نښاني ښکاره شوي دي او د واقع کیدلو امکانات یې ډیر زیات دي خو بیا هم الله دې خپل رحم وکړي زمونږ ساده افغانان په هغه ځاې کې چې نارمل فالټ( شکست) منځته راغلی دی په همغه ساحه کی ویډیو ګانی کوي او په تیلو کې ګوتي وهي او تر تولو باوری ځاې د پوران لپاره همدغه فالټونه او یا شا و خوا د فالټ بلل کیږي. خدای مه کړه که اتشفشان درباندی دغه حالت کې پوران وکړو ولا که دې بیا هډوکي هم معلوم شي. نو د ساحي ټولو خلکو څخه هیله کوم چې له دغه ساحي نه لیري اوسۍ ځکه چې فشار دومره زیات دی چې د تیلو ذخیري  seal rock  یې هم درزداره کړي دي ځکه دغه تیل په کمه اندازه ترینه راوتلي دي. اوسنی حاکمان باید له ګاونډي هیوادونو څخه Seismometer. Strainmeter.Tiltmeter  او  airbone laser    راوغواړي او ورسره یو تخنیکي ټیم تر څو د دغه ساحی خلک د خطر څخه بچ شي   په 1815 کال کې په انډونشیا کې جیولوجسټانو خلکو ته ویل له دې ساحي لاړ شۍ خرابیږۍ هغه خلک هم لکه د افغانانو سرتمبه خلک وو نه تلل کله چې ولکان پوران وکړو 120