Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Diplomat

Babrak Karmal In Zchek Republic. Living Abroad. Pashto Info

 Babrak Karmal In Zchek Republic. Living Abroad. Pashto Info «په چک سلواکیا کې د افغانستان د پخواني ولسمشر ببرک کارمل پټ ژوند» *** د ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ میلادي کلونو په ژمي کې د افغانستان کمونېست رژیم یوه وژونکې ډله استخدام کړه چې پخوانی ولسمشر ببرک کارمل په چکسلواکیا [په دغه راپور کې له چکسلواکیا هدف اوسني دوه بېل شوي هېوادونه چک او سلواک دی چې هغه وخت یو هېواد و] کې ووژني. د چکسلواکیا چارواکي دده د ژوند په اړه اندېښمن وو او دی يې له کورنۍ سره جرمني ته نږدې په یوه ځنګله کې د ښکار یوې سیمې ته ولېږداوه. د کارمل شپږ کسیزه کورنۍ یو کال د چکسلواکیا د بدنامه کمونېست خفیه پولیسو (اس‌ټي‌بي) تر ساتنې لاندې په دې سیمه کې واوسېده. د وژونکو د مخنيوي په خاطر دوی په یوه غرني کلي کې یوه سناتوریم ته انتقال کړای شول. له سناتوریم څخه دوی وروسته یوې کوچنۍ ماڼۍ ډوله کور ته کډه کړای شول چې مخکې ورڅخه د شوروي اتحاد پوځ استفاده کوله. دا د «اس ټي بي» د ۳۷۰ پاڼو محرمو اسنادو معلومات دي چې په دې وروستیو کې د چک جمهوريت حکومت غیرمحرم اعلان کړل. دا لومړی ځل دی چې په چکسلواکیا کې د کارمل د پټ ژوند په اړه معلومات علني شو