Skip to main content

Posts

Showing posts with the label 2023 Pashto Ghazal

Pashto Poetry Lyrics Of Ajmal Khattak Baba. Dunya Da Khan Shwa

Pashto Poetry Lyrics Of Ajmal Khattak Baba.  Dunya Da Khan Shwa, Deen Da Mulla Sho. Da Ghairat Chagha. دنيا د خان شوه  ، دين د مُلا شو ژوند نۀ دا ستا شو، او نۀ زما شو قلم څۀ نۀ شو    ، عَلَم څۀ نۀ دی دنيا پۀ څۀ ده پښتون پۀ څۀ دی کور بې مالکه کوڅه کې سپي شو موسم بې وخته  ، پټي  پردي شو د ګونګي چغه ،   کار   د ړاندۀ دی دنيا په څۀ ده، پښتون په څۀ دی اجمل خټک Pashto Poetry Lyrics Of Ajmal Khattak Baba.  Dunya Da Khan Shwa, Deen Da Mulla Sho. Da Ghairat Chagha. Pashto Pedia, Pashto Ghazal„ Pashto Nazam. 

Rahmat Shah Sayel. Pashto Ghazal Poetry Of Rahmat Shah Sail.

 Rahmat Shah Sayel. Pashto Ghazal Poetry Of Rahmat Shah Sail.  ما درله د ګل جنازه نه  راوړه راغلم خو په لاس کې مې لمبه  راوړه پاڅه خوبولې سترګې پرانیزه ما درله د ورځ  رڼا په شپه  راوړه توان  د اودریدو لرې که نه لرې ؟ اوښکو مې تازه یوه قیصه راوړه تنده مې پرې ستا د زلفو ماته کړه دا هوا د چرته نه وږمه راوړه ؟ بې د یار له ذکره، فکره بل کمال ؟ روح له مې اسباب د ګناه مه راوړه څړ یکه د #سائل د زړه پرهر اوکړه زلفې کړه خورې ورې ، ډیوه راوړه

Charta Da Spako Khalko Spaka Lehja, Charta Drana Khalak Drane Khabari.

Charta Da Spako Khalko Spaka Lehja, Charta Drana Khalak Drane Khabari. Ghazal, Pashto Shayeri. صیاع الحق سیند ﭼﯧﺮﺗﻪ ﺩ ﺳﭙﮑﻮ خلکو ﺳﭙﮑﻪ ﻟﻬﺠﻪ؟ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﺩﺭﺍﻧﻪ ﺧﻠﮏ، ﺩﺭﻧﯥ ﺧﺒﺮﯤ؟ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﺩ ﺭﻭﻏﯥ ﻻﺭﯤ، ﺭﻭﻏﻪ ﮊﺑﻪ؟ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﮐږﯤ ﻻﺭﯤ، ﮐږﯤ ﺧﺒﺮﯤ؟ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﺩ ﻏﻴﺮﻭ ﺳﺨﺘﯥ ﺳﺨﺘﯥ ﮐﯿﺴﯥ؟ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﺩ ﯾﺎﺭ ﭘﺴﺘﯥ ﭘﺴﺘﯥ ﺧﺒﺮﯤ؟ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﺩ ګﺮﻡ ﺳﻨګﺮ، ګﺮﻡ ﯾﺎﺭﺍﻥ؟ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﺳﺎړﻩ ﺧﻠﮏ، ﺳړﯤ ﺧﺒﺮﯤ؟ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﻟﻪ ﺧﯧټﯥ ﻓﺘﻮﺍګﺎﻧﯥ ﺗﺮﺧﯥ؟ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﺩ ﺧﺪﺍﯼ، ﺭﺳﻮﻝ ﺧﻮږﯤ ﺧﺒﺮﯤ؟ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﺯﻣﻮږ، ﺩﺍ ﻧﻮﯼ ﻧﻮﯼ ﮐﺮﺩﺍﺭ؟ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﺩ ﭘﻼﺭ، ﻧﻴﮑﻪ ﺯړﯤ ﺧﺒﺮﯤ؟ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﺩ ﻟﻨډﯤ ﻻﺭﯤ، ﻟﻨډ ﻣﻠګﺮﻱ؟ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﺍﻭږﺩﯤ ﻻﺭﯤ، ﺍﻭږﺩﯤ ﺧﺒﺮﯤ؟ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﺩﺍ ﺳﺘﺎ ﺩﺍ ﻟﻮﻳﯥ ﻟﻮﻳﯥ ﻭﻋﺪﯤ؟ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﺯﻣﺎ، ﻭړﯤ ﻭړﯤ ﺧﺒﺮﯤ؟ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﻣﯥ ﺯړﻩ ﺗﻪ ﻭﺭﺩﻧﻨﻪ ﺷﻮﻟﯥ؟ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﻣﯥ ﺯړﻩ ﻧﻪ ﺭﺍﻭﺗﯥ ﺧﺒﺮﯤ؟ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﺩﯤ ﮊﻭﻧﺪ ﺗﻪ ﺯﻩ ﭘﺮﯦﯿښﯽ ﯾﻤﻪ؟ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﻣﯥ ﻣﺮګ ﺗﻪ ﻫﻢ ﻟﺮﯤ ﺧﺒﺮﯤ؟ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﺩ ﯾﺎﺭ، ﺩﺍ ﻭﭼﻪ ﻭﭼﻪ ﮊﺑﻪ؟ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﺩ " ﺳﯿﻨﺪ " ﻟﻤﺪﯤ ﻟﻤﺪﯤ ﺧﺒﺮﯤ؟ #ﺿﯿﺎﺀﺍﻟﺤﻖ_ﺳﯿﻨﺪ Charta Da Spako Khalko Spaka Lehja, Charta Drana Khalak Drane Khabari. Ghazal, Pashto Shayeri. Pukhto Sherona, Pashto Kalam, Pashto Lyrics, Pashto Pedia Times.

Peera Baba. Pira Baba No Ta Kho Way Aw Swat Lambay Wahaly. Qaisar Afridi

Peera Baba. Pira Baba No Ta Kho Way Aw Swat Lambay Wahaly. Qaisar Afridi پیره بابا! نو تۀ خو وې ـــــ او سوات لمبې وهلې غم به په جار ـــــــ زمونږ د زړونو دروازې وهلې پیره بابا! نو دا مقام ــــــ د خاموشۍ خو نۀ وۀ چې سپینې پېغلې یې په تورې شان دُرې وهلې پیره بابا! ـــــــــ ستا کرامت هلته وودۀ ولې وۀ چې ماشومانو به ــ په ویښه ویښه شپې وهلې پیره بابا! ــــــــ نو ستا نېزه ولې وچته نۀ شوه چې راځوړندو ککریو به ــــــــــــــــ ټالې وهلې پیره بابا! ــ چې په چوکونو به دېوان ولاړ وو پیره بابا! ـ چې دوي د ویاړ ډکې نعرې وهلې؟ پیره بابا!جوړ افضل خان لالا به هېر وي له تا مرګ راروان وۀ ــــ مګر دۀ ورته خېمې وهلې پیره بابا! ــــــــــ یوه ملاله کورنۍ خو هم وه چې د ټوپک هرې ګولۍ ته یې ـ سینې وهلې پیره بابا! ـ قېصر ته هغه قیصې هم یادې دي چې به زمونږ محافظانو ــ زمونږ پښې وهلې Peera Baba. Pira Baba No Ta Kho Way Aw Swat Lambay Wahaly. Qaisar Afridi Pukhto Ghazal. Pashto New Poetry, Swat Aw Pukhto Ghazal. Swat Aw Aman, Swat Aw Jang. Pashto Pedia Pashto Times.

Peer Muhammad Karwan Best Pashto Lines. Pashto Two Lines Poetry.

Peer Muhammad Karwan Best Pashto Lines. Pashto Two Lines Poetry. اداګانې دې د هند د نڅــــــاګــــــــرې خو جلال دې په څهره کښې د افغان پېښور د جـــــــــــوماتونو وطن بويه دنګــې دنګـې منارې يې ستا په شان #پير محمد کاروان Peer Muhammad Karwan Best Pashto Lines. Pashto Two Lines Poetry. Mumtaz Orakzai Kalam. Pekhawar In Pashto Poetry. Pashto Love Poetry 2023. Pashto Pedia 2022

Ghazal. Peer Muhammad Karwan Pashto Ghazal. Karwan Wraz

Ghazal. Peer Muhammad Karwan Pashto Ghazal. Karwan Wraz 30 July غزل تورې سرې او ګورم شنې زرغونې سترګې که مې لګي د وطن پر جنډې سترګې له تا جار چې په ورغوي کې دې راوړې له ما ورکې وې له ډېرې مودې سترګې تروږمۍ ده سپوږمۍ ورکه ترۍ تمه مړې دې نه شي هغه بلې ډیوې سترګې لکه نشت وم، له یو چا نه دومره هېر یم د یو چا مې نن بلها یادېدې سترګې ګام په پام اخله خوږېږې لارویه! پر دې ځمکو د نازکو پرتې سترګې که دې زده نه وي لامبو میَنه وړي دې دریابونه غورځنګونه څپې سترګې د زړه خُم ور تشوه چې عالم تږی چې نوشلې به دې ‌ډکې پیالې سترګې  د سپوږمۍ ستورو ډیوو حاجت یې نه و په دې کور کې بلېدې د ادې سترګې په جېب جېب د کایناتو کې رانجه دي په لټون یې قافلې قافلې سترګې وي تمځای به یې ردیف د رڼاګانو په غزل کې مې روانې قافیې سترګې د کاروان د زړۂ سرود په مینه اوري په محفل کې ورته ناستې لمدې سترګې Tags, Meta Data And Keywords. Ghazal. Peer Muhammad Karwan Pashto Ghazal. Da Karwan Ghazal. Karwan Wraz 30 July. Peer Muhammad Karwan Day Celebrated Today On 30 July 2022.  Known Pashto Poet From Khost Afghanistan.  Pukhto Ghazal

Aurat Kay Doo Roop. Friedrick Nietzsche About Woman. Urdu Blog

Aurat Kay Doo Roop. Friedrick Nietzsche About Woman. Urdu Blog فریڈرک نطشے نے کہاتھا کہ عورت کے معاملے میں تمہیں دو جگہوں پر خوفزدہ ھوجانا چاھئیے۔۔۔۔ ایک جب عورت محبت کے میدان میں قدم رکھے اور دوسری جب عورت نفرت اور انتقام کے میدان میں کود پڑے۔ مزاحمت نے تاریخ کے ھر ایک اھم موڑ پر لافانی گیت عورت ہی کے مقدس لبوں سے ادا کئے ہیں، اور یہی وجہ ھے کہ جہاں عورت نے مزاحمت کے رخسار پر بوسے ثبت کئے، وھاں جابر حاکم کو  سوائے اپنی قبر اپنے ہی ھاتھوں سے کھودنے کے اور کسی بھی عمل کا ڈھنگ سے موقع نہ مل سکا۔ جس تحریک کی رگوں میں عورت کے مزاحمتی کردار کی گرمی دوڑ پڑے، پھر ایسی تحریک، اٹھان اور جنبش کو دبانا، مٹانا اور اپنی منزل سے بھٹکادینا ممکن نہیں رھتا کیونکہ یہ تخلیق کا سرچشمہ یعنی عورت ہی جانتی ھے کہ مرنے کیلئے زندہ رھنے اور زندہ رھنے کیلئے مرنے کا ٹھیک اور متاثر کن لمحہ کیا اور کیونکر ھے اور یہ عورت ہی کی آنکھ ھے کہ جو فطرت کے دیگر لامحدود پرتوں کے بیچ میں سے ان پرتوں کو واضح طور پر دیکھنے کی اھلیت رکھتی ھے کہ جو بےپناہ خوبصورتی کے ضامن اور اعلی ترین قدروں اور ابدیت کے اولین، گہرے اور عظیم سرچشم

Da Jehan Pa Makh Ba Na We Hase Ta Ghundi Dilbara. Khushal Khattak

Da Jehan Pa Makh Ba Na We Hase Ta Ghundi Dilbara. Khushal Khattak ‎د جهان په مخ به نه وي، هسې تا غوندې دلبره ‎پري رویه، عنبر بویه، سنبل مویه، سمن بره ‎ګلعذاره، زلفې ماره، شهسواره، خوش رفتاره ‎باده نوشه، می فروشه، قصب پوشه، مو کمره ‎دلنوازه، سرفرازه، عشوه سازه، لعبت بازه ‎خود پسنده، سربلنده، شکر خنده، لب شکره ‎طربناکه، ګرېوان چاکه، تل بې باکه، تش تپاکه ‎خود ارایه، خود نمایه، خود ستایه، خوش هنره ‎غزل خوانه، خوش الحانه، دُر دندانه، لب خندانه ‎عنبر خاله، پُر خیاله، تل خوشاله، د زړه غوره ‎[خوشحال خان بابا] . ‎پري رویه = One with a face like a fairy ‎عنبر بویه = One who smell like ambergris Ambergris = Ambergris (taken from digestive tract of whales), an ingredient of perfume, has been mostly known for its use in creating perfume and fragrance much like musk. Perfumes can still be found with ambergris around the world ‎سنبل مویه = One with a face like the hyacinth flower ‎ګلعذاره = ۱) د ګل په څېر رخسار لرونکې ۲) ډېر زيات ښکلې ۳) معشوق، ګل غوټۍ ‎زلفې ماره = د مار په څېر زلفې لکه د محبوبې ښکلې

Lyrics Of Hamid Baba Ghazal. Che Me Yaar Pa Safar Talay Za Pa Koor Yam.

Lyrics Of Hamid Baba Ghazal. Che Me Yaar Pa Safar Talay Za Pa Koor Yam. سزاوار د هر ستم د هر پېغور ېم ۔۔۔۔ چه می ېار په سفر تللے ځه په کور ېم ﺩﺍ څۀ ﻣﻴﻨﻪ، ﻣﺤﺒﺖ، څۀ ﻋﺎﺷﻘﻲ ﺩﻩ ﺩﺍ څۀ ﭘﺖ، څۀ ﻣﺮﻭﺕ، څۀ ﺻﺎﺩﻗﻲ ﺩﻩ ﺩﻡ ﻗﺪﻡ ﺩﻏﻪ ﺑﺎﺯﻱ، ﻣﻨﺎﻓﻘﻲ ﺩﻩ ﭘﻪٔ ﻣﺬﻫﺐ ﺩﻋﺎﺷﻘﺎﻧﻮ ﻓﺎﺳﻘﻲ ﺩﻩ ﺳﺮﺍﺳﺮ ﻧﺎﻗﺎﺑﻠﻲ، ﻧﺎﻻﻳﻘﻲ ﺩﻩ ﭘﻪ ﺫﻣﻪ ﻣﯥ ﺩ ﺳﻨګسار ګناه ﺑﺎﻗﻲ ﺩﻩ ﭼﯥ ﻣﯥ ﻳﺎﺭ ﭘﻪ ﺳﻔﺮ ﺗﻠﻠﯽ ﺯﻩ ﭘﻪ ﮐﻮﺭ ﻳﻢ ګویا ﻣﺦ ﭘﻪ تبۍ ﺗﻮﺭ ﺍﻭ ﭘﻪٔ ﺧﺮﻩٔ ﺳﻮﺭ ﻳﻢ  حميد مومند Tags, Meta Data And Keywords. Lyrics Of Hamid Baba Ghazal. Che Me Yaar Pa Safar Talay Za Pa Koor Yam. Singer, Sardar Ali Takkar, Pashto Classic Poet Abdul Hamid Baba Ghazal. Pashto Songs Lyrics. New Pashto Ghazal Lyrics Classic.

Pukhto Ghazal. Pashto Sherona, Iqbal Momand Pashto Ghazal 2023.

Pukhto Ghazal. Pashto Sherona, Iqbal Momand Pashto Ghazal 2023. Nan Me Ledalay Yaw Halak Musalmaan. New Pashto Ghazal. کور کښې هندو او په سړک مسلمان  نن مې ليدلې يو هلک مسلمان  دغه سړ؎ له محبته منکر  دغه سړ؎ له کرکې ډک مسلمان  زما په خوږ ګوته يې زړه خوږېدو  ما پېژندلې وو په شک مسلمان  زه دې د خلې احتجاج هم نه کوم  هغه دې وژني په ټوپک مسلمان  تا سره ستا د نظريې پلوي  تا سره ستاسو په مسلک مسلمان  خېر د؎ که مونږه دښمنان ګڼي خو  زمونږه رور د؎ پنجابک مسلمان  ته په څلور مذهبه ځوئ د بامبړ  زه په څلور مذهبه کلک مسلمان  هلته په تګ د مسلمان قدغن وو  هلته ولاړ وو په پاټک مسلمان  په عقيدو جنګونه نه دي پکار  ګينې اقباله! شي به ورک مسلمان  اقبال مومند Tags, Metadata And Keywords. Pukhto Ghazal. Pashto Sherona, Iqbal Momand Pashto Ghazal 2023. Nan Me Ledalay Yaw Halak Musalmaan. New Pashto Ghazal. Iqbal Momand Pashto Shayeri, Pukhto Sherona, Pukhto Ghazal Zar, Ghazal Rang, Ghazal Makham, Pukhto Ghazalzaar, Pukhto Adab.

Two Lines Pashto New Poetry By Abdur Rahim Roghani Baba.

Two Lines Pashto New Poetry By Abdur Rahim Roghani Baba. ورک مې ځلول ورسره ورک شومه سپک مې درنول ورسره سپک شومه ما بوتلل سحر ته دا د شپې خلق دې لړ کښې پخپله ښاپېرک شومه ـ ـ ارواښاد عبدالرحيم روغانی سندریز احساس/ ۱۹ Taga And Keywords. Pashto New Poetry. New Pashto Poetry, Two Lines Pashto Poetry 2023. Abdur Rahim Roghani Pukhto Shayeri. Pukhto Sherona, Pukhto, Pashto Lines, Pashto Vibes.  Two Lines Pashto New Poetry By Abdur Rahim Roghani Baba.

Salgai Salgai Akhtar. Akhtarona. Pashto Eid Poetry 2023. Pukhto Shayeri

Salgai Salgai Akhtar. Akhtarona. Pashto Eid Poetry 2023. Pukhto Shayeri سلګۍ سلګۍ اختر تیریږي دا څو کاله په سلګو کې اخترونه په اوښکو اوښکو سترګو ژړیدو کې اخترونه زخمي زخمي وطن کې بل څه نشته بې له غمه هر کال دلته راځي تورو تیارو کې اخترونه خوښي یې رانه لوټ کړه ارمانونه خاورې خاورې غلیم مو سوځولي په لمبو کې اخترونه هر چا شهید شهید کړ دا یتیم یتیم وطن مې هر څوک په کاڼو ولي دې کوڅو کې اخترونه مونږ څومره لیوني یو چې په خپلو کې جنګیږو سیزو له خپله لاسه سرو اورو کې اخترونه واړه واړه بچې د کونډې مور اوښکو ته ژاړي بابا غواړي، کالي او خندیدو کې اخترونه د پیغلو سپین لاسونه په سرو وینو باندې سره دي خاونده کال په کال راځي جګړو کې اخترونه څوک بیا زمونږ حرم د خپل ستم په کاڼو ولي چا بیا لمبه لمبه کړل نفرتو کې اخترونه ای خدایه دا وطن دی جنګ جګړو ته پیدا شوی دي وینو وینو اوښکو کنډوالو کې اخترونه خبر د اختر سږکال چا رادیو کې اعلان نه کړ د کلي امام یاد نه کړل خطبو کې اخترونه چا جوړ کړل د اختر په شپه ویرونه په هر کور کې چا وسیزل بې رحمه بمبارو کې اخترونه زړو زړو جامو او په پولئ پولئ لاسونو زمونږ ماشومان نم

Da Ba Sa Kege? Pashto Ghazal Poetry By Mumtaz Orakzai

 Da Ba Sa Kege? Pashto Ghazal Poetry By Mumtaz Orakzai هاې شو زما ځانه دا به څه کیږي تا سرہ مې ورانه دا به څه کیږي  زہ پاړہ چنار کښی مئین شوې یم شاہ سید میرانه دا به څه کیږي ستا کافرې سترګې بل بل څه وائي یارہ مسلمانه دا به څه کیږي  ته په ھر چا ګران ئې زہ به څه کوم  اې په ما ھم ګرانه دا به څه کیږي  ته چی صبا ځي ممتاز په چا سپارې  ځار دې شم مہمانه دا به څه کیږي " Pashto Times Tags. Two Lines Pashto New Poetry. Pashto Shayeri, Pukhto Sherona. Pukhto Sherona, Pashto Two Lines Poetry, New Pashto Two Lines Sherona, Pukhto Ghazal Zaar Times. Pashto New Two Lines lyrics Two Lines Pashto Poetry 2022. Pashto Two Lines Sherona 2023. Pashto Times. Pashto Sherona. Pukhto Sherona. Ghazal. Pashto Ghazal. Pashto Sherona. Pashto Poetry Two Lines 2022. Pashto Two Lines Poetry 2022. Pashto Poetry Two Lines 2023. Mumtaz Orakzai Book Zakhmak.