Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Yadona

Letters And Recorded Cassettes. Khatoona Aw Casatona.

Letters And Recorded Cassettes. Khatoona Aw Casatona. خطونه او کېسټونه ډاکټر محمد علي ديناخېل پوسټ ډاک فېلو هومبولډ يونيورسټي (برلن) جرمني نېته: 10م جولائي 2022 زۀ چې په درېم ټولګي (کلاس) کښې ووم نو زما پلار خط راولېږلو او ما په وړومبي ځل ولوستلو ۔ زما نيکه ډېر زيات خوشحاله شۀ چې وس په بل چا د خط لوستلو ضرورت پاتې نۀ شۀ ۔ بيا به خپلو خپلوانو ته خطونه هم ما ليکل ۔ د خط په اخر کښې به مو په اردو کښې وليکل چې خط لکهنے والے کي طرف سے خط پړهنے والے کو سلام ۔ يعني د خط ليکونکي د طرف نه دې خط لوستونکي ته سلام وي  کله چې په پينځم جماعت کښې ووم نو يو کلي وال مو په مسافرۍ کښې وۀ يو ځل مې د هغه د پلار د طرف نه هغه ته خط اوليکلو ۔ بيا هغه خپل پلار ته وئيلي وو چې کله هم ماته خط رالېږئ نو په دۀ به يي ليکئ ۔ وجه دا وه چې هغه مشر سړے به ما پسې راغے وئېل راشه زمونږ کور ته او مونږ له خط اوليکه ۔ زۀ چې به لاړم نو د هغه هلک مور ، پلار او کور واله به راته خبرې کولې او ما به ليکلې  د لسو مخونو نه خو ما چرته د هغوي کم خط نۀ وۀ ليکلې ۔ دوه ځله به مي پکښې چائے وڅښله ۔ پلار به يې خبرې اوکړې بيا به يې د هغه هلک م