Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Mingora

Why Swat Expressway Phase 2 Is Opposed By Locals Of Swat.

Why Swat Expressway Phase 2 Is Opposed By Locals Of Swat. Abdul Hai Aryan Blogs د ترقي په نوم د سوات د بربادي منصوبه نامنظور د خېبر پښتونخوا حکومت د سوات اېکسپرېس وے (فیز ټو) پهٔ نوم د سوات پهٔ مېنځ کې د یو نوي لوی سړک د جوړولو اعلان وکړو. دغه سړک د سوات د خلقو پهٔ قیمتي زرعي زمکو، باغونو، لارو، کورونو او حجرو باندې تېرېږي کوم چې د سوات خلقو ته بدترین نقصان ورکوي او د ترقۍ نهٔ بلکې د تباهۍ منصوبه ده.  پهٔ سوات کې زرعي زمکه هسی هم د نیشت برابر ده ځکه چې زیات تره غرونه دي او کومه لږه ډېره هواره زمکه چې پاتې ده هغې کې خلق کر کرونده کوي، کورونه پکې جوړوي او کار روزګار پکې کوي. د حکومت هره پروژه کهٔ هغه سکول یا کالج وي او یا هسپتال، چهاونۍ، جېل، جوډیشل کمپلکس او یا داسې غټ سړکونه وي نو هغه پهٔ دغه لږه او قیمتي زمکه باندې جوړیږي کومه چې د ظلم انتها ده. کهٔ نن د بل کلي قیمتي زمکې د اېکسرېس وے پهٔ نوم تباه کيږي نو سبا د نورو کلو زمکې د نورو پروژو پهٔ نوم قبضه کېدې شي او دغه خطره د سوات یو یو انچ زمکې ته ده. هم نن وخت دی چې د سوات اولس پهٔ دې لړ کې جرګه شي او د دغې استعماري پروژو لاس ونیسي. پهٔ