Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Ideas

Dawtar, Daftar, Daftar E Shaikh Mili Baba. What Is Dawtar In Pashto.

Dawtar, Daftar, Daftar E Shaikh Mili Baba. What Is Dawtar In Pashto.  Dafar Sa Ta Wayee? Dawtar Sa Ta Waye?. 'دوتر' لفظ څه معني لري ؟ اول به کله کله غم ٶ وس مې دوتر شو کروندې پکې کٶمه دوتر،دفتر = ګټے وټے ځاے ، دحساب کتاب ځاے ،  دکروندے ځاے ـ جاٸېداد ، دکښت ځاے ، پوله پټې ـ Answers By Different Social Media Users. دوتر یعني جایداد زمکه او جاګیر په پښتو کي یعنی زمکه د پلار نيکه په وراثت کې چې کوم جايېداډ زمکې پاتې وي هغې ته دوتر ويل کېږي دوتر پۀ اصل کښې د زمکو بندوبستي وېش ته وايي. لکه د شېخ ملي دوتر چې مشهور دے، کله چې هغۀ د پښتنو ټبرونو د زمکو سسټماټیک وېش ترسره کړ. اوس هم پۀ اصطلاح کښې د زمکو او جایداد د وېش یا د جایداد برخو لپاره کارېږي. لکه شېرعلي باچا وايي؛ پولې به مالومې کړو مونږ پل پۀ پل پام بـــه د پـــالنې د دوتــــــر کوو By Yousaf Baheer. اصل کښې دا دفتر دې خو زمونږ پښتو مشرانو ترې دوتر جوړ کړې دې لکه  داسې افضل خان ته اوضل خان ـ شير افضل خان ته  شير اوضل خان ، محمد عزيز ته مندا زيز خان او محمد عظيم خان ته مندازم خان واي ـ   دوتر معنې ده  جايداد او هغه جايداد کوم چې د

Rajwara. Princely State. Rajwarra, Princly State Explained In Pashto.

Rajwara. Princely State. Rajwarra, Princly State Explained In Pashto. Rajwarha Sa Ta Wayee? Nawabi State Explained. Raja State Info راجواړه What Is Princely State?. Pashto Blog                 . راجواړه خانئ جاګير او نوابئ ته وائې.دې خانانو,جاګيردارو او نوابانو  مطلق اختيار لارۀ.د دوي خلۀ قانون و.چا ترې تپوس نه شو کولے. دې حوالې  سره دا متل دے.«داڅۀ راجواړه خو  نه ده؟».«مړه څه راجواړه دې ترې جوړه کړې ده؟ »  اصل کے دا متل داسے دے «دا څۀ ستا راجواړه خو نه ده چې څه دې پکښې خوښه وي ,کوې به ئې» يا داسې چې« مړه څۀ خپله راجواړه دې ترې جوړه کړه.چې بس خپله کوی..» يعنې راجواړو کښی به نواب ياراجه خپله  مطلقي کوله.چا ورسره حساب کتاب نه شو  کولې.دهغه خله او کار بالا تر قانون و.ددير نواب که چاته ياد وي. دا مطلب نه دے چی په راجواړو کښی څه قاعده قانون نه و. قاعده قانون به و خو د نواب خوښې نا خوښې او مرضا ته نه شو اودرېدے.پاکستان هم په دې معنو کښې د طاقتور راجواړه ده .که څنګه.  عزيز ترکلانے. Aziz Tarkalani. Rajwara. Princely State. Rajwarra, Princly State Explained In Pashto. Rajwarha Sa Ta Wayee? Rajw