General Shah Nawaz Tanrai, Dr. Najibullah Shaheed And Khost Radio. د خوست د رادیو خپرونې به تر شمالي وزیرستان را رسېدې، زمونږ خلکو به د خوست رادیو ډېره په مینه اروېدله، پخوا به د رادیوګانو ډېر کمی وو، د چا سره به چې رادیو وه نو سم د عزت په سترګه به ورته کتل کېدل، زه په خپله د کرکټ ډېر شوقین وم نو پلارجان مې راته په 22 سوه کلدارو باندې نېشنل رادیو آخېستې وه، کله به چې د پاکستان لوبه د چا سره وه نو مکتب ته به مې هم له ځان سره وړله یوه ورځ د پاکستان او د وېسټ انډیز لوبه وه، استاذ مو راته وویل چې سبا رادیو د ځان سره مکتب ته راوړم، کله چې مکتب ته ورسېدم نو یو اننګز یعنې یوه پاڼۍ تېره شوي وه، نو د وقفې په منځ کې مې د خوست رادیو ونیوله، په خوست رادیو باندې جلیل القدر رئیس جمهور ډاکټر نجیب الله لګیا وو او د شاه نواز تڼي متعلق يې څه ویل، چې په دې وخت کې استاذ راباندې غږ کړو چې دا نجیب دی، دا مه اوروه، ګناه لري، بیا وايي چې د کابل نوم هم مه اخلی، کافر کیږي نن چې کله د شاه نواز تڼي د مرګ اواز مې واورېدو نو جنان نجیب الله شهید را په زړه شو، او د خپل استاذ هغه ناوړه خبره هم را په یاد شوه، واقعاً چ
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.