Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Lips

Abaseen Yousafzai Ghazal. Shondi Di Peeka Mangolay Yakhi Di.

 Abaseen Yousafzai Ghazal. Shondi Di Peeka Mangolay Yakhi Di. شونډې دې پيکه منګولې يخې دي دا د بې وفاؤ خلقــــــــــو نښې دي لاس دې پۀ نکريزو باندې سرۀ نۀ دي دا زما د زړۀ د شـونډو غوښې دي دود لۀ رقیبان به ورته اوسوزي سترګې د ټول کلي پۀ مونږ ښخې دي زۀ هم پۀ داغونو زړۀ رنګین لرم  ستا پۀ اننګو کهر نرۍ زخې دي خپله مې تراخۀ د ژوند خوړلي دي تا له مې خوږې ورځې پرېښې دي دا د کائنـــــات د زړۀ راګــــونه دي ځکه خو مې ستا خبرې خوښې دي اوس وايه چې زور د اباسّين منې دا دي غورځنګونه ستا د مخې دي _____ غزل پروفيسور اباسين يوسفزی غورځنګونه ۴۶/46 Abaseen Yousafzai Ghazal. Shondi Di Peeka Mangolay Yakhi Di. Poet. Abaseen Yousafzay.  Pashto Poetry Book Ghorzangona page 46. Abasin Yousafzai Ghazal 2022. New Pashto Ghazal, Shonday Di Peka. Pashto Times Ghazal.