Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Jwand

Ghani Khan Baba. Pashto Two Line Poetry. Pukhto Sherona.

G;hani Khan Baba. Pashto Two Line Poetry. Pukhto Sherona. Ghani Khan Baba, Pashto Two Lines Poetry. Jwand Sa Day? Lewanay Falsafi ‏"نه ځوان ګوري نه زوړ د قهر اور دي هر څه سيزي که فکر ورته وکړي ژوند يو ټوقه مسخره شي او ټوکه هم بې رحمه، ټوقه نه ده سره لمبه ده دا څه مطلب د ژوند شو چه يي خاوري خاتمه شي" #غنی_خان_بابا For Ghani Baba Poetry Lovers. Pashto Nazam Nazam Sar Ghani, Saroor Ghani, Yaar Ghani, Khumar Ghani Ghag Ghani, Ghazal Ghani, Bagh Ghani Bahar Ghani. سر غني،  سرورغني،  يار غني، خمار غني غږ غني،  غزل غني،  باغ غني،  بهار غني ساز غني، اهنګ غني، بنګ غني، لونګ غني نر غني،  سالار غني، تاج غني،  تاجدار غني باب غني ، رباب غني، تاب غني، کتاب غني فن غني، فنکارغني، هار غني،  خاکسارغني جام غني، جنون غني،  لال غني، هلال غنی  چنګ غني، فرهنګ غني، ساز غني، ستارغني ناز غني، انداز غني، ننګ غني، ملنګ غني رنګ غني، رنګ رنګ غني، ګل غني ګلزارغني زه وفا،  قربان له تا، ته زمونږ بابا غني  بازغني، جانباز غني، لارغني، اقرارغني {•دژوند نــوم يعنى تـــه غنى ❤•} #TheLegendGreatGhaniKhan Nazam Sar

Jwandoon Sa De? Pashto Poetry By Ghani Khan Baba

 Jwandoon Sa De? Pashto Poetry By Ghani Khan Baba ژونـــد نه خېټــه نه ماڼۍ دى نه ډېـــرۍ د ســـرو لالونـــو  نــه ياران نـــه مغشوقې دى  نــه باغونــــه د ګلـــــونـــو  ژونــد خو تله دى پـه يو مخه ۥغرځـــېدل او پاڅېــــدل دى ټکى ســـوز او ټکى ساز دى  څــه خنــدل دى څـــه ژړل دى  ژوند په سترګو د عاشق کښې  پلوشـــــــه ده د خمــــــــار  پــه صحرا کښې لټـــــول دى  د اشنــــــا د کوڅــــــــې لار غنى خان  🍂 پښتو شاعرى What Is Life By Ghani Khan Baba. Da Ghani Khan Baba Sherona.  Jwand Sa De? By ghani Khan Baba " Pashto Times Tags. Two Lines Pashto Poetry 2022. Pashto Two Lines Sherona 2023. Pashto Times. Pashto Sherona. Pukhto Sherona. Ghazal. Pashto Ghazal. Pashto Sherona. Pashto Poetry Two Lines 2022. Pashto Two Lines Poetry 2022. Pashto Poetry Two Lines 2023.

Ashraf Maftoon Pashto Ghazal. Pukhto Ghazal Jwandoon

 Ashraf Maftoon Pashto Ghazal Pukhto Ghazal. Jwandoon Sa De? غزل  شرف مفتون ما وې ژوندون جوړ د خدای رحمت دے خو حقيقت کښې يو لوی زحمت دے خوب او آرام يې په ما حرام کړل احساس د مينې سخت مصيبت دے قائل په ژوند کښې د صداقت يم تش شرافت خو منافقت دے څه مې په زړه وي، هغه په خوله وي څومره بې شرمه زما فطرت دے په کړۀ وړۀ چې څومره ښائسته دے هومره بد‌ رنګ يې ذوق او سيرت دے هسې  د  شګو  پړی  غښتل  دي که مساوات دی، زور که شهرت دے نسل نه، قام نه، مال نه، ملت نه ښه خو صحت دے، ښه خو سيرت دے په ډېره مينه، په زياته پوهه انسان ژور دے، انسان اوچت دے غل په کښې ساد دی، ساد پکې غل  شمکور قانون دے، کوڼ عدالت دے د دولت لوږه، د طاقت تنده تا ته عزت دے، ما ته ذلت دے درانه چې سپک کړي، سپک چې درانه کړي تول د قسمت دے، ويش د قدرت دے په دې بد ذوقه جاهل ماحول کښې نيستی او لوږه د فن قيمت دے خوند د سرو شونډو، شرنګ د پينزيبو زما سرور دے ، زما جنت دے ________________ اشرف مفتون صاحب سکونډارې _ ۳۹۵,۳۹۶ Pashto Time Poem. Jwandoon Poet. Ashraf Maftoon Language. Pashto Type. Ghazal Book. Skundaray, Skondari by Ashraf Maftoon