Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto Poetry 2022

Pashto New Ghazal By Darwesh Rokhan.2020 Pukhto Shayeri

Pashto New Ghazal By Darwesh Rokhan.2020 Pukhto Shayeri ـــــــــــــــــــــــــــــ د مينې د مذهب هرې قبلې ته احترام  مندر ته احترام لرم کعـــبې ته احترام  د حسن او ښکلا ټولو لفظونو ته ادااب  او بيا مې ستا د سپين مخ سيپارې ته احترام  د ټولو سورتونو تفسيرونو ته درنښت  د ټـــولو اياتــــــونو ترجمې ته احترام  زما د زړه کعبې ته هرکلى د ابابيــــل  او بيا د ابراها هرې ګرجې ته احترام   په ځنې تيروتنو باندې خداى انسان ته ياد شي  ګناء له مې په خوله راځي توبې ته احترام ما هر وخت پې د خپل ديدن قضاء مونځونه کړي  قربان د جانماز ستا لوپټې ته احترام 🙏 د مينې د مذهب تبليغ کوې دروېش روښانه  اوس ټول ښکلي لري ســـتا عقيدې ته احترم  دروېش روښان

Sahib Shah Sabir. Noor Mi Da Stargo khwagedo Sook Di. Pashto Poetry

 Sahib Shah Sabir. Noor Me Da Stargo Khwaghedo Sook Di. Pukhto Shayer 2022 نــور مې د ستـرګو خوږېدو څــوګ دي  زمـــا بغــېر ستا دبڼـــــو څــــوګ دي  زمــا د زړه پــه اور کـې زه دېــره يـم  پــه ما د زړه د ســــوزېدو څـــوګ دي  زمــوږ د شپې شوګيرې هسې عادت  ګنــې زمــوږه د راتلـــو څـــــوګ دي  دلــته کې هر سړى خپـل غم اخيستى  دلــته د بـل د غـــم د وړو څــــوګ دي  لا خــو دې نــه ګيږي بــــاران د ميـــو  لا د نشې څـوګ دي د څښو څـوګ دي  د منـــزل نښې تــه به څـــوګ ورسي  پــه ګرانــو غرونـــو د ختــو څـوګ دي  صابره مـــوږ د ژونــده څــه خبـر يـــو  مــوږ ته د دې کتـاب لوستــو څـوګ دي  صاحب  شاه صابر  🍁 _Awwww 🍂 Sahib Shah Sabir. Noor Mi Da Stargo khwagedo Sook Di. Pashto Poetry

A Pa Khoob Oda Mashoma. Pashto Poem By Abdul Bari Jehani. 2022 Kabul Child

 A Pa Khoob Oda Mashoma. Pashto Poem By Abdul Bari Jehani اې په خوب ویده ماشومه! اې په خوب ویده ماشومه ته خبر یې؟ چي په ښار او په مالت کي څه تیریږي ته پوهیږې د ابا سیوری دي څه سو؟ او ابۍ به دي له کوم رنځه کړیږي ته خبر یې د تودې خوني له خونده؟ تا هم کړي دي د اور څنګ ته خوبونه؟ ته هم چایې په توده غېږ کي نیولی؟ الاهو دي نازولي دي غوږونه؟ د خټین او د واورین سړک پر غاړه درته ایښي د څپلیو دي رنګونه نیم وجود دي په زړو جامو کي پټ دی له یخنیه دي بې واکه دي لاسونه کشکي ستا په خاطر لمر وای راختلی کشکي ستا پر لوڅ بدن وای ځلېدلی ستا پر لوري د اسمان سترګي ړندې دي تور قسمت په تا آرام نه دی لیدلی اوس هغه خلک هم لوڅي پښې روان دي چي په تا یې رنګول زاړه بوټونه نن به څه خورې سړه ورځ پر تېرېدو ده نن په څشي تودوې ساړه رګونه اې په خوب ویده ماشومه ته خبر یې؟ چي اسمان پر تندي څه درته لیکلي لا تر څو به دا سړې دا اوږدې شپې وي لا تر څو به دي قسمت په غشیو ولي چي له ستوني دي آواز نه وي وتلی څوک به پوه سي چي له چا به ګیله من یې؟ دا وطن دی د رنځورو او خوږمنو هسي نه چي دا یو ته په زړه خوږمن یې ته بچی د بد نصیبو د وطن

Two Line Pashto Poetry About Afghan Beauty. Darwesh Rokhan Shayeri

 Two Line Pashto Poetry About Afghan Beauty. څه بل شانتې ښائیسته ئې ده کنعان خو چرته نه ئې؟ یه ښکولیه! ده یوسف ع ده خاندان خو چرته نه ئی؟ خبر ئې؟  پیښور  ده  سترګورو  پیغلو ښار  دۍ.! هلکه ډیر ښائیسته ئې ته افغان خو چرته نه ئې؟ درویش روښان Khabar Ye Pekhawar Da Stargawaro Peghlo Khaar De. Halala Der Khesta Ye, Ta Afghan Kho Charta Na Ye? Sa Bul Shani Khesta Ye Da Kenaan Kho Charta Na Ye? A Khuklia Da Yousaf Da Khanadan Kho Charta Na Ye?

Wagma Saba Aamir Ghazal, Kochai. Pukhto Ghazal Kochai

 Wagma Saba Aamir Ghazal Poetry. Kochai دا غزل ما په کال ۲۰۱۳ م د جولای په مياشت کې وليکه، دا هغه وخت و چې په اول ځل د عامر او ماشومانو سره مې امريکا ته په سفر لاړمه په دې سفر باندې مې پلرګنۍ زياته خوشاله وه، مشر لالا مې راته وويل: ((و دې ګټله الدين خيلې کوچۍ په ټول قوم کې  اول بنيادم ته يې چې امريکا دې وليدله ))البته زمونږ  د کلي د احمدزو کوچيانو څخه يې مطلب و تر دې مخکې د لومړنۍ مکتبۍ  مقام  مې په خپل قوم کې خپل کړی، خدای بخښلي پلار مې راباندې مکتب ووايه لوی ارمان يې و چې ډاکټره شمه خو کورنيو جګړو ډېرې هيلې خاورې کړې. تر ما وروسته زما په کورنۍ کې ټولو جينکو سبقونه وويل، په پلرګنۍ کې به مې هم ډېرو ويلي وي. خو دومره خبره شوم د پلار او نيکه په کلي کې مې کليوالو کوم مکتب جوړ کړی دې غزل کې زه د خپل ژوند، د خپل قوم د خپل شخصیت پوره آئينه وينمه، زه له خپل قوم خپلو کوچيانو، کيږديو او رمو سره زياته مينه لرم. غزل هلکه ځوانیمرګه له سپوږمی څخه کوچۍ  رابیله دې کړه څنګه له کیږدۍ څخه کوچۍ  اوس تاسره سفر کوی پر ځمکه پر هوا  پخوا به ویریدله له بګۍ څخه کوچۍ  دستا دمینی زور وه زه دی کړم دنندارو  که څه

Pera Yarana Kharaba Shawe da. Pashto Two Lines Poetry

 Peera Mekada Kharaba Shawe da. Pukhto Ghazal 2022 New Pashto Ghazal 2022 _غزل پيره انتظار زمانه نه کيږي پيره مېکده خرابه شوې ده پېره بې له بنګو نشه نه کړم پيره دا نشه خرابه شوې ده پېره نن يې سپينه خولګۍ رانکړه پيرہ  يارانه خرابه شوې ده

Two Lines Pashto Poetry By Bakht Zada Danish 2022

Two Lines Pashto Poetry By Bakht Zada Danish 2022. لايق د دې کرسۍ جانانه نه و، تا وېل دے دا کس د مشرۍ جانانه نه و، تا وېل دے ته ګوره سمدستي يې ديدنونه په مونږ قحط کړل دا ښکلی د خانۍ جانانه نه و، تا وېل دے بخت زاده دانش Bakht Zada Danish. Two Lines Pashto Poetry 2022. Pashto Times Pashto Poetry. Ghazal, Nazm by Danish. Pukhto Ghazal Zaar. Pukhto

Mashallah Pashto Ghazal By Darwesh Rokhan. 2022 Pukhto Ghazal

 Mashallah Pashto Ghazal By Darwesh Rokhan _______________________ ستا نه ستا سترګو چرته سوال کړى دى؟ماشاء الله   کله دې خپل ښايست ته خيال کړى دى؟ ماشاء الله  ته مخامخ ودرېــږه خداى ته يوه خـــبره کــوم    په ځنې حســـن دې کمــال کــړى دى ماشاء الله  لکه خليل ســــتا د جمـــــال د لمبـــو روغ اوتم   څه نمــــرودي زلفــــو پې ټال کړى دى ما شاء الله  په بارودي زمــکه به بــيا شـروع شي کر د ميــنې د نفــــرت بوټي پرې زوال کړى دى ما شاء الله  د کوه طور رانجه دې خداى لري دروېش روښانه  چا پې په  غونډه زنه  خال کړى دى ما شاء الله  دروېش روښان Mashallah Pashto Ghazal By Darwesh Rokhan. 2022 Pukhto Ghazal. Pashto Times Ghazal Zaar 2022. New Pukhto Ghazal By Darwesh Rokhan. 

Nmar Che Rawakheji No Khob Rashi. Abaseen Yousafzai Pashto Ghazal.

 Pa Starghalo Ki Mi Parhsoob Rashi Nmar Che Rawakheji No Khob Rashi پروفسر ډاکټر اباسین صیب پهُ  سترغلو  کښې  مې  پړسوب  راشې  نمر  چې  رااوخیژې   نو  خوب   راشې ستا  تصور............. . هم  غزونې  وکژې کله چې شپه............ پهُ زلمیتوب راشې په ُ ځان  کښې... دغسې  راټول  ګرځمه  لکه  پهُ  جونو.............  پیغلتوب  راشې چې  عقیدت........  د  لیونتوبه  اووځې مینه  کښې........  هله  سړیتوب  راشې غربت  مې  داسې.......  ارمانونه  وژنې لکه  په  ګلو  چې ........ وچوب  راشې چې  پسرلې  پهُ...........ملاکنډ  راواوړې پهُ  اباسین  کښې......  لیوانتوب  راشې Pashto Times Pashto Ghazal 2022 by Abaseen Yousafzai. Pukhto Shayeri 2022 by Professor Abaseen Yousafzai, Islamia College University Peshawar, Pukhto Department. Ghazal Times, Ghazal Zaar, Adab Zaar, Pukhto adab.

Pa Ghazal Aw pa Sandara Na Pohegi. Sahib Shah Sabir Ghazal

 Ghazal. Pa Ghazal Aw pa Sandara Na Pohegi. Pashto Poetry By Sahib Shah Sabir ډاکټر صاحب شاه_صابر   په غزل او په سندره نه پوهېږي يار ده سره په خبره نه پوهېږي ماته وايي چې زما په رضا ګرځــه  پوهوم ي خو کافره نه پوهــــ ېږي چې په کوم لورې مخ واړوي ملک وران کښې  پـه خــپل زور خــو زوروره نــه پـوهـــــــېږي ما ده مينې په راز څو څو ځله پوۍ کره خو ده حــسن جادوګـره نــه پــوهــــېږي که رښتيا وايې بهر ده سړيکې ســه دي چې وځـي مـې ده پـرهـره نــه پـوهېږي ده هنر په جامه پټ قامونه شته شو پښتـنو اغوسـتې زغــره نـه پوهـېږي ځينـې خلـــک ده ازلـــــــــه زورور وي ځيـنې خلــک بې ده شـــر نـه پوهېـږي چې زما يقين يې يره ورکه نه کړه ترهېدلې ده، اوتره نه پوهېـــــــږي دا په سه نشه کښې داسې لېونۍ ده  چې پرېوځي ده کمره نه پـوهــــېږي Sahib Shah Sabir Ghazal. Pukhto Ghazal by Sabir. Ghazal. Pa Ghazal Aw pa Sandara Na Pohegi. Yaar da Sara Pa Khabara Na Pohegi. Pashto Ghazal Poetry of Sahib Shah Sabir 2022 Pashto Poetry By Sahib Shah Sabir

Dr. Khaliq Ziar Ghazal. Pashto Poetry 2022

Dr. Khaliq Ziar Ghazal. Pashto Poetry 2022 پوی شه بې وسي ده بل څه چل نه دے ذکر که مې ستا کړې اول نه دے _ څو که مې ټکرې بلا وخوړې پرېښے مې اوس هم د جنون پل نه دے _ دا زړه زما زړه دے زۀ يې پېژنم روغ هم پوره نه دے که پاګل نه دے _ ذکر چې د يار او خمار نه کوي ډېر خلق به ناست وي خو محفل نه دے _ جوړ ته د ملا پېښور نه پرېږدم هېر مې لا کنډر کنډر کابل نه دے _ مات مې تندې ټول عمر ساتلې دے ايښې مې هېچا ته په درشل نه دے _ خدايه دا په څه مصيبت واوړېدم زۀ په قدم نه ځم وخت د زغل نه دے _ وشوه وخت به ډېر کرو کور کړے يم لور مې خطا کړې د منزل نه دے _ مه کوه شکونه په زيار مه کوه دا سړے که هر څه دے درغل نه دے _ _ _ ارواښاد خالق زياؔر صاحب کتاب _ تلوسې مخونه _ ۵۶,۵۷(56,57) Pashto Times Blogs. Pashto ghazal Shayeri. Dr. Khaliq Ziar Kalam from his Book Talwasay. 2022 Pukhto Shayeri. Ghazal, Shayeri . Pashto Mushaira 2022

Ijaz Opag Pashto Ghazal. Pashto Poetry 2022

  Ijaz Opag Pashto Ghazal. Pashto Poetry 2022 Ghazal. Nang Kawoma Jang Kawoma Poet and Singer. Ijaz Ufaq د اعجاز افق غزل د سياست په توره جنګ کومه ننګ کومه وطنه ستا يمه ستا څنګ کومه ننګ کومه پښتون هيواد پښتنه خاوره چې دځان ګڼمه دا خو نو ننګ کومه ننګ کومه ننګ کومه " سپوږميه کړنګ وهه راخېژه " دا ټپه چې وايم لو د دې خاورې د لونګ کومه ننګ کومه د خپلواکۍ په شمع ځان سوځوم ځان سوځوم خوی په دا باب کې د پتنګ کومه ننګ کومه د قام دپاره دا دعا او ژړا ننګ نه بولم د قام دپاره چې غورځنګ کومه ننګ کومه  Pashto Times, Ghazal Times. New Pukhto Ghazal Song Lyrics 2022 #اعجاز_افق

Jenai. Pashto Ghazal Poetry. 2022

 New Pukhto Ghazal, 2022. Zabihu Allah Saqib خوند لکه مڼه جينۍ  هر وختې خوږه جینۍ Pashto Tappay Composed. New Pashto Tapay 2022. هسى ميئن نه يم ﺯه پټ پټ دې‌ کاته جينۍ څنډ ورکړه راټک وهه زلفې ستا لمبه جينۍ تګ لکه خارو کوي هر ناز دې ښايسته جينۍ خپل انداز بدل ساته  ته په تول پوره جينۍ تنده به مې ماته‌ شي  راکه راله خوله جينۍ وس زمونږه نه کيږي  بل به‌ کړې واده جينۍ مينه دلته کفر دی  ډير تري ځان ساته جينۍ  زهر ورته ښه ښکاري  ځان وژني ساده جينۍ  خوله يې‌ چا‌ ګنډلې ده  چپ ده پوښتنه جينۍ  ښکارې چې مينه شوه ګل جينۍ نغمه جينۍ ستا ثاقب د ژمې لمر  ځان ترې خبروه جينۍ ﺫبيح الله ثاقب Pashto Times, Pashto New Ghazal. 2022 Pashto Mushaira aw Ghazal. Lyrics... Khwand Laka Manra Jenai Har Wakhti khwaga Jenai Hase Mayan Na Yam Za. Pat Pat Ye Kata Jenai. Tag Laka kharo Kaway Har Naaz Di Khesta Jenai. Tanda Ba me Mata She Raka Rala Khula Jenai. Khkari che mayana shwa Gul Jenai, Wagma Jenai Khula ye cha Gandali da Chup Da Pukhtana Jenai. Wus Zama Na Na kege Bul ba kri wada Jenai. Dalta Mena Kufar day Zan Tre

Mumtaz Orakzai Pukhto Ghazal. Dua Khudaya

 Mumtaz Orakzai Ghazal. Khudaya خــدايه! پۀ دې دنيـا جنت ورکړه چې موږ نۀ وژني دې مــــزدورانو ته اجرت ورکړه چې موږ نۀ وژني افغانـــــــــــــــستان تـــه ورته را وله د حورو رمې سم يې ماړه کړه دا لذت ورکړه، چې موږ نۀ وژني د کـــونړ سيــــند کړه ورته سيند د مستو سرو شرابو او بيا د څـــــــــښلو اجازت ورکړه، چي موږ نۀ وژني دوی ته بنـــــګلې ورکړه، موټرې ورکړه هر څۀ ورکړه دوی تــــــه ډالرو کې دولت ورکړه چې موږ نۀ وژني د مــــياشتې، میاشتې نا، د ورځې پۀ معاش يې ساته رحيـــــــــمه! خدايه قناعت ورکړه، چې موږ نۀ وژني دوی بصـــــــــــــــارت او بصيرت نۀ غواړي، څۀ يې کوي دوی ته ښکاره عيش او عشرت ورکړه، چې موږ نۀ وژني د ګناهـــــــــــــــګار ممتاز دعا ده، آمين څوک ووايي؟؟ ربــــــــــه هر څۀ پۀ خپل قدرت ورکړه چې موږ نۀ وژني ممتاز Pashto Times Tags. Mumtaz Orakzay Pukhto Ghazal. Dua By Mumtaz Orakzai. Khudaya Nazam By Mumtaz Lala. Pashto Dua. Mumtaz Orakzai Kalam about Afghanistan. Afghanistan ta dua. Pray for Afghanistan. Ghazal. Pukhto Dua Shayrri. Pashto Ghazal 2022. Mumtaz Orakzai 2022 Puk