Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Canada

Pashto Language Included In Waterloo Region Schools Board's Website

 Pashto Language Included In Waterloo Region Schools Board's Website #_پښتو واټرلو د کنېډا انټاريو صوبې يو معتبر ښار دے - کۀ هر څو پۀ واټرلو ډسټرکټ سکول بورډ کښې د پښتنو تعداد ډېر کم دے - خو د بورډ سره رابطې او اګاهي اخير خپل رنګ راوړۀ - او پۀ دې خبره نور هم باوري شوم چې د خپلې برخې کار به کوو او نتېجه به پۀ خدائے پرېږدو -  نن دا امکان وۀ - چې د واورې د زياتوالي له وجې به سکولونه بند وي - زۀ د دغې بورډ وېب پاڼې ته لاړم - نو د پښتو ژباړه پکښې هم شامله کړے شوې وه - د دې نه مخکښې مونږ د کنېډا د سر شمېرنې پۀ حواله د پښتو ژبې له پاره يو زبردست اګاهي مهم چلولے وۀ - نن مې سر د فخر نه نور هم اوچت شۀ - ټولو پښتنو ته دې مبارک وي -  (پښتو به وايو ٫ پښتو به ليکو ، پښتو به لولو او پښتو به کوو 🎉🎉🎉) ډاکټر ديدار يوسفزے Pashto Weather Update On Waterloo Schools Board Website. Pashto Language Included In Waterloo Region Schools Board's Website. Weather Updates In Pashto Language. Pashto Language In Canada Schools. Canada And Pashto Language. Pashto Times.