Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Sardar Hussain Babak

Sardar Hussain Babak. Tribute To Sardar Babak. Pashto Nazam

Sardar Hussain Babak. Tribute To Sardar Babak. Pashto Nazam. Zakhmi Zakhmi Babaka.  Nazam By Ghazal Momand To Pay Tribute To Sardar Hussain Babak. دې خاورې چــــــــغې وکړې د بولانه تر اټـــــــــکه  باغي باغي بابکه دې خلقو پورې ښپې وې، خو چا نۀ موندله زمکه باغي باغي بابکه ـــــــــــــــ  پۀ دې وطن کښې راج د نامعلومو وسله والو د تورو خردجالو څپې دي سېلابونه دي د ســـــرو وينو حلالو د پېغلو د ملالو دا څو اوښکې مشکڼې خو مې يوسه تر فلکه باغي باغي بابکه ــــــــــــــــــــــــــــــ ستا غږ د سريندې غوندې راويخ کړمه لۀ خوابه زخمي زخمي ګلابه ستا مخ پسې راتېر شومه لۀ هر يؤ انتخابه زخمي زخمي ګلابه راپاڅه غاړه راکړه لۀ عمبرو جوړ هلکه باغي باغي بابکه ــــــــــــــــــــــــــــــ دا مونځ د ازادۍ به کول غواړي پيش امامه خمار خمار ماښامه چې غږ وشي د مينې کور پۀ کور لۀ هره بامه خمار خمار ماښامه تۀ څۀ شوې؟ هواګانې وائې رادې کړي مچکه باغي باغي بابکه ــــــــــــــــــــــــــــــ غږېږه پۀ هـــنر د پښتنو ســــــــــــپه سالاره سرداره وه سرداره د دور جـــهالت لره د علم ســــــــپين سهاره سرداره وه سر