Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Khat

Letters And Recorded Cassettes. Khatoona Aw Casatona.

Letters And Recorded Cassettes. Khatoona Aw Casatona. خطونه او کېسټونه ډاکټر محمد علي ديناخېل پوسټ ډاک فېلو هومبولډ يونيورسټي (برلن) جرمني نېته: 10م جولائي 2022 زۀ چې په درېم ټولګي (کلاس) کښې ووم نو زما پلار خط راولېږلو او ما په وړومبي ځل ولوستلو ۔ زما نيکه ډېر زيات خوشحاله شۀ چې وس په بل چا د خط لوستلو ضرورت پاتې نۀ شۀ ۔ بيا به خپلو خپلوانو ته خطونه هم ما ليکل ۔ د خط په اخر کښې به مو په اردو کښې وليکل چې خط لکهنے والے کي طرف سے خط پړهنے والے کو سلام ۔ يعني د خط ليکونکي د طرف نه دې خط لوستونکي ته سلام وي  کله چې په پينځم جماعت کښې ووم نو يو کلي وال مو په مسافرۍ کښې وۀ يو ځل مې د هغه د پلار د طرف نه هغه ته خط اوليکلو ۔ بيا هغه خپل پلار ته وئيلي وو چې کله هم ماته خط رالېږئ نو په دۀ به يي ليکئ ۔ وجه دا وه چې هغه مشر سړے به ما پسې راغے وئېل راشه زمونږ کور ته او مونږ له خط اوليکه ۔ زۀ چې به لاړم نو د هغه هلک مور ، پلار او کور واله به راته خبرې کولې او ما به ليکلې  د لسو مخونو نه خو ما چرته د هغوي کم خط نۀ وۀ ليکلې ۔ دوه ځله به مي پکښې چائے وڅښله ۔ پلار به يې خبرې اوکړې بيا به يې د هغه هلک م

Donkey Letter To Me. A Letter From Donkey. Pashto Letter. Pashto Satire

Donkey Letter To Me. A Letter From Donkey. Pashto Letter. Pashto Satire (د يو خر خط زما په نوم) نګار صېب سلامونه او نېکې هېلې!  ړومبے خو يو دا سپيناوے پکار دے چې په دې دومره خلکو کښې زه تاته ولې خط ليکم؟ نو د هغې وجه دا ده چې ستا زياتره ملګري (د خط په بل مخ ئې نامې هم ليک دي) زمونږ په شان خويونه لري او ته ورسره ښه ګوزاره کوې، دا دې په مونږ احسان دے. دويم سوال دا پېدا کېږي چې يو خر خط څنګ ليکلے شي نو صېبه تاسو هسې خپلو ډګريانو ته غره نه شئ، د فطرت  نه هر څوک ذده کړه کوي خو ستاسو سره ژبه ده نو ځکه کله ځان ته اشرف المخلوقات او کله د کائناتو محور وايي. ګنې تاسو خو د حد درجې کم عقل ئې، چې څوک مو لوټ کړي نو هم هغو ته هارونه اچوئ، دروازې ورته جوړوئ، په صوفو ئې کينوئ او د زنده اباد نعرې ورته وهئ. ويره مو دومره ده چې هر يو په فېس بک ليکلي ئې " ميجر فلانہ کے ساتھ خوش گوار موڈ میں" نو دا اوس چيشے شو. مونږ نه د چا د زنده باد مرده باد چغې وهو او نه ستاسو هومره وېريږو. که څوک مو برناحقه ډېر تنګ کړي نو د لتې "وسله " پکښې هم کاروؤ.  کم عقلي او ويره خو پريږده خپلې بې صبرۍ ته وګورئ ‌