Who Are Technocrats? Technocrats Explained In Pashto. Pashto Pedia تکنوکراتان څوک دي؟ تکنوکراتان هغه ډله خلک دي چې په دې باور دي چې حکومتونه باید له احساساتو، انګېرنو، عقایدو لېرې د طبیعت له نظام سره سم په ساینسي او تخينکي طرز العملونو ولاړ وي. یو حکومت او اداره یوازې تخنیکي او مسلکي کسان په پښتو درولای شي، ځکه تکنوګراتان د یوې ادارې کارونه ټول لکه میخانیکي او کمپیوټري سیستم سره سم فعالوي او نتایج یې هم لکه د یوې فابریکې د توليد په شان پرته له غلطۍ او غلا څخه غواړي. د دا ډول سيستمونو او ادارو عیارول د خلکو او ټولنې په ګټه دي او ډېر ژر په هېواد کې پرمختګ رامنځته کوي، خو ستونزه یې دا ده چې احساساتو ته په کې ارزښت نه ورکول کېږي، د حکومت ادارې او غړي باید د روباټانو په شان داسې کار وکړي او څوک چې کار نه کوي او یا یې نشي کولای هغه باید له ادارې واېستل شي. خو د اړتیا پر وخت یې ولسونه د ادارې او سیستمونو د جوړولو لپاره حاکموي او ارزښت ورته ورکوي. لکه د شلمې پېړۍ په پيل کې د امریکا په متحده ایالتونو کې، د 1980 کلونو پر مهال پر شوروي کې، د 1990 کلونو کې یې ایټالیا له اقتصادي بحران څخه وژغو...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.