Nan Ba Shpa Zama Da Yaar Pa Koom Makan we. Hamid Baba Ghazal. "د حمید دا زنده ګي شرمنده ګي ده" ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نن به شپه زما د يار په کوم مکان وي؟ جلوه ګر به په کوم هټ په کوم دوکان وي؟ شرمولي به يې حسن کوم ترکان وي؟ کوم دوکان به يې د خولې د درو کان وي؟ په ډيوه به يې د مخ څوک پتنګان وي؟ همخوابه به يې پاکان که ناپاکان وي؟ ولې نه چوې له دې غمه زما دله چې دې واورېده ديار د تلو بدله ** نه به وي ورسره هسې مسلمان څوک چې يې واخلي خسمانه د اب ونان څوک نه به وي ورباندې هسې مهربان څوک چې يې وبولي په ځار او په قربان څوک يا يې سيوری که په سر لاس د احسان څوک يا يې وکا د بل کار سر و سامان څوک چې له هسې غمه نه مرم،ژوندی پايم توف زما په محبت شه بې وفا يم ** ګوره ناست به وي خپه په ځينو خرو کې که به پروت وي لکه لعل په ايرو کې کوم سرود به کا له زړه سره په ورو کې د سړي مهر به غواړي په پېرو کې نه به مومي دغه نور په دا بشرو کې که به ځان لره وي ډوب په خطرو کې دا کوم شرم دی، کوم ننګ په محبت کې چې غمخور نه شوم د يار په دا غربت کې ** په قهقهه به خندېدلی وي که نه وي؟ د ز...