Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Sayed

Class, Caste, Profession Of Mian, Sayyed, Khans, Maliks And Qazis.

Class, Caste, Profession Of Mian, Sayyed, Khans, Maliks And Qazis. Khan, Malak, Qazi Aur Sayed Loog. By Waqas Esapzai. «کسب، رتبه او قومي شناخت» *** رتبه او کسب وخت سره بدلېږي رابدلېږي' خو قومي پیژندګلو تل ژوندۍ وي. په رتبو او عهدو کې نواب، خان، ملک، قاضي، سید او میا دا پخوانۍ رتبې دي؛ لکه څنګه چې څنګه  نن د "ایم این ای، ایم پي ای، سپېکر، اپوزیشن لېډر، جنرال، حوالدار، وکیل، ډاکټر، انجینر، جج او پټواري وغېره رتبې او عهدي دي. په کسبونو کې ملاتوب، ترکاڼتوب، کولالي، بزګري، درزیتوب، لوارتیوب، مکینکي او نایتوب وغېره دا پیشې دي. خو دا دواړه (رتبې او کسبونه) وخت سره بدلېږي رابدلېږي؛ لکه څنګه چې نن موږ د وکیل زوی ته وکیل او د بزګر زوې ته بزګر نۀشو ویلای' نو بیا موږ څنګه او ولې د سلګونو کلونو راهسې د سید اولاد ته سید، د میا اولاد ته میا، د خان اولاد ته خان، د ملک اولاد ملک، د نواب اولاد ته نواب، د قاضي اولاد ته قاضي وایو او د نوابانو، ملکانانو، سیدانو، میاګانو، خانانانو او قاضيانو اولادونه اټومیټک په دهغه رتبو او پیشو څنګه شول؟ کیدای شي' په ډېرو رتبو او پیشو کې به ځینو دا پروسه