Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Asma Jehangir

Asma Jehangir Was Kakazai Pashtun. Civil Rights Activist

 Asma Jehangir Was Kakazai Pashtun. Civil Rights Activist. By Jalal Jabbar Khel نن د پاکستان د وتلې قانونپوهې او د بشري حقوقو فعالې، عاصمه جهانګیر ۷۰مه د زیږون ورځ ده. هغه په خټه کاکازئ پښتنه وه، چې د پنجاب ایالت په سرښار کښې په کال ۱۹۵۲ کښې زیږیدلې وه. هغې په کم عمرۍ کښې هغه وخت سیاسي مبارزې ته ملا وتړله کله چې پلار یې د هغه وخت وزیراعظم ذوالفقار علي بهټو زنداني کړې وو. عاصمه جهانګیر په ملک کښې د فوځي کودتاه او د فوځي واکمنانو هم سخته مخالفه وه، د دې سره سره یې ملک کښې د ښځو او ماشومانو د حقوقو دپاره هم مبارزه کوله، هم دغه وجه وه چې څو وارې کور کښې نظر بنده او زنداني شوې هم وه.  هغه په کال ۱۹۸۷ کښې د پاکستان د بشري حقوقو کمېشن بنسټګرو کښې شامله وه، چې ورسته یې چئيرپرسن هم وټاکل شوه. په ملک کښې د جمهوریت، اولس واکۍ او بشري حقوقو د مبارزې دپاره به هغه تل تر تله یاد ساتل کېږي.  اروا یې ښاده، په ګور یې نور Asma Jehangir Was Kakazai Pashtun. Civil Rights Activist. Pashto Times Pashto Blogs. Kakazai Pashtuns In Pakistan. Kakazai Pashtuns In Panjab Pakistan. Pashto Article About Asma Jehangi