Skip to main content

Posts

Showing posts with the label khyal Muhammad

Qalandar Momand Pashto Ghazal. Singer Ustad Khyal Muhammad

Qalandar Momand Pashto Ghazal. Singer Ustad Khyal Muhammad. ارزو  مې زړه کې په سلګو شوه ته به کله راځې؟ د صبر ساه مې پە سکيندو شوه ته به کله راځې؟ ستا د راتلو د ځواني مرګ اقرار په تمه تمه زما ځواني لاړه په تلو شوه ته به کله راځې؟ زما په زړه کې د زخمونو چمن اوغوړېده بيا علامه د پسرلو شوه ته به کله راځې؟ ستا په کچه وعده مې ولې اعتبار کولو اوګوره شپه په پخېدو شوه ته به کله راځې؟ چې دې زما په ژوند د نه راتلو قسم کړی وء راشه اوس ساه مې په وتو شوه ته به کله راځې؟ روښانه ستورو ورله ستا د راتلو نښه ورکړه سپوږمۍ روانه وه تله ورو شوه ته به کله راځې د قلندر د ارماني ژوندون علاجه مرګه هغه خو اوس د نه راتلو شوه ته به کله راځې؟ (قلندر مومند) Qalandar Momand Pashto Ghazal. Singer Ustad Khyal Muhammad. Pashto Songs Lyrics, Pashto Poetry, Pashto Sad Poetry. Pashto Times

Khatir Afridi Kalam

 Khatir Afrdi Kalam. Misri Khan Khatir Afridi Pukhto Ghazal. Baad Shoma Da Ishq Da Garangono Pa Sarono. Singer. Khyal Muhammad Ustad غزل  ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔   حاطر افريدى   باد شومه دَ عشق دَ ګړنګونو په سرونو پرېوتم دَ لرې وطنونو په سرونو سترګې به زما شي آخر غرقې په ژړا کښې ګرځي چې کشتۍ دَ طوفانونو په سرونو درېغه چې دا ستا دَ اننګو خوَله هم زهٌ وے پرخې ته چې ګورم دَ ګلونو په سرونو ښکلې به سر ټیټ کړي یاره ستا په تصور کښې ډېر خاطره ستا دَ غزلونو په سرونو