Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Noor Afridi

Pashtuns or Afghan

Afghan Yam Ka Pukhtun. Afghan Or Pashtun, Who Am I?  افغان يم که پښتون ؟ ټول ليک دے ـ ما چې څومره کتابونه  ولوستل نو د پښتون نوم سره به مې د افغان نوم هم د سترګو نه تيريدل ـ افغان نوم چې مونږ ګورو نو د پښتنو دپاره په اول ځل عربو استعمال کړے دے بيا ايرانيانو ، هنديانو  او بيا خپلو پښتنو ليکوالو لکه اخوند درويزه بابا او داسې دولت لواڼي او خوشحال او نورو بلها شاعرانو اديبانو ـ لکه چې مونږ اووٸيل چې د اسلامي دورې په آغاز کښې دا نوم عربو د پښتنو دپاره استعمال کړو خو روستو دې نامې دومره وسعت وموندو چې د ټول پښتون قام يو ملي نوم شو ـ بلکښې  دا نوم دومره  مشهور شو چې کوم خلق که پښتانه نه وو هم خو د پښتنو په علاقه کښې اوسيدل هغوي ته هم افغانان اوٸيل  شو ـ د افغان کoلمه د لفظ اوغان نه معرب ده چې په اسلامي دوره کښې د پښتنو دپاره استعمال دے ـ په اسلامي مورخينو کښې ابوريحان البيروني فردوسي ، ابوالفضل، منهاج سراج د افغان نامه د دغې پښتنو دپاره استعمال کړې ده ـ په اتمه صدٸ هـ  کښې داسې مورخين هم شته چې هم هغه قديمې  لفظ اوغان ٸې  استعمال کړے دے ـ لکه په ظفر نامه ، ملفوظات تيموري او مطلع سعدين وغيره ک