Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pukhtana Jenai

Namoos. Pashto Afsana by Javed Bunerwal. Pashto Adab

 Namoos. Pashto Afsana by Javed Bunerwal. Pashto Adab " ناموس "          سپوږمۍ غلې ناسته ده او د سترګو نه يې د چينې د اوبو په شان رڼې اوښکې بهيږي ـ داسې معلوميږي چې دا ورځ ورته د خپل خاوند هغه حادثاتي مرګ رامخکښې شوې دے ـ او هغه منظر يې بيخي د سترګو وړاندې دے ـ چې د څلورو يارانو  په اوګو د درنګ نه د يو يار  د وينو لت پت کټ راوړو ـ او د غولي په مينځ کښې يې ورته کېخوده ـ او د نمر د ډوبيدو نه مخکښې د چا د ژوند د ډوب شوي نمر ماښام يې ورته اوښوده ـ بس ناڅاپه کور کښې غوغا جوړه شوه ـ شور شو چغې شوې او سپوږمۍ ناګهانه په کټ ورلوټۍ شوه ـ خو د سپوږمۍ په سرو جامو کښې د ګلاب د سرو وينو رنګ بيخي نه ښکاريده ـ او د بلها ساندو ، وېر ، ژړا ، فرياد او چغو نه وروستو بد حاله شوه او بے هوشه د خپل ژوند د ملګري په کټ پريوته ـ           درې څلور ورځې رسمي غم ووـ بيا داسې ورو ورو وخت تيريده ـ خو د سپوږمۍ د زړه او مازغو نه د ګلاب ښکلا ، ادا، مينه ، خلوص او خوږه رشته يو ساعت له هم نه وتله ـ هر وخت به يې د ځان نه دغه يو تپوس کوو ـ چې زه آخر په څه ګناه کړيږم ـ خو ضمير به يې چپ پاتې کيده او څه ځواب به يې

Pashto Two Lines Poetry. Pashto New Poetry About Music And Singers.

Pashto Two Lines Poetry. Pashto New Poetry About Music And Singers. د لاس بنګړي دي په دسمال وتړه شړنګ ونه کړي د ښار قاضي د ترنم خلاف فتوا ورکړی امجد به مړ شي خو سندره مرګ له نه ورکوي  دغه فنکار له میني لویه حوصله ورکړي چاپ ٢٠١٢ Sandara Ma Wajnai Pashto Poetry Book By Amjad Shehzad Singers. Pashto Times Songs Pashto Two Lines Poetry. Pashto New Poetry About Music And Singers. Da Las Bangri Di pa Dastmall Otara Shrang O Na Kre. Da Khar Qazi Da Taranum Khelaf Fitwa Warkari. Pashto Poetry Book Sandara Ma Wajnai  Pashto Poet. Amjad Shehzad Pukhto Shayeri, Pukhtana  Shayeran. پښتانه شاعران پښتو شاعري شاعري موسیقي افغان سندرغاړی Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022. Pashto Times Tags. Two Lines Pashto Poetry 2022. Pashto Two Lines Sherona 2023. Pashto Times. Pashto Sherona. Pukhto Sherona. Ghazal. Pashto Ghazal. Pashto Sherona. Pashto Poetry Two Lines 2022. Pashto Two Lines Poetry 2022. Pasht

Pukhtana Jenai. Pashto Poem Pashtun Girl by Dr. Sohail Khan. 2022 Pashto Nazam

 Pukhtana Jenai. Pashto Nazam Poetry Poet. Dr. Sohail Khan پښتنه جينۍ  دغه يو دنګا جينۍ  لاچي لونګا جينۍ  تګ د ښارو کوي  هوا کښې  څنګه جينۍ  سمه نشه ښکاري  جوړ پلوشه ښکاري  دغه باغوانه جينۍ  ښکلې افغانه جينۍ  دا د قدرت نمونه  يو ګل اندانه جينۍ  ور'ته ورته ښکاري  جوړ فرښته ښکاري  د غه کونتر جينۍ  ښکلې نختر جينۍ  دغه صادقه مينه  د اشنغر جينۍ  خه ليونۍ ښکاري  جوړ ګلالۍ ښکاري  دغه مرکز د سفر  لکه راغونډ نيلوفر  دغه شعور نه ډکه  لکه زړګې پيښور  ښکلې جانان ښکاري  جوړې ايمان ښکاري  دغه د سوات بلبله  د ښاپيرو درشله  دغه شړ شنګ سندره  د بڼ په خوا کښې تلله  د رنګ وله ښکاري  جوړ غزاله ښکاري  د غر د سره جينۍ  دغه بهادره جينۍ  چې خپل مکتب وايي د غه زرګره جينۍ  سپينه مرغۍ ښکاري ـ  جوړ ديروجۍ ښکاري  دغه نينو کښې پولۍ  سر په تلي کښې لالۍ  لکه د واورې جوړه  ښکلې خاٸسته کابلۍ  سمه پاګله ښکاري  جوړ شربت ګله ښکاري سهيل خان Pukhtana Jenai. Pashto Poem Pashtun Girl by Dr. Sohail Khan. 2022 Pashto Nazam