Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto blogs

Kalabagh Dam, Technical Realities And Analysis. Amjad Shehzad

Kalabagh Dam, Technical Realities And Analysis. Amjad Shehzad کالاباغ ډېم تکنيکي حقايق يوه جائزه ۔ ۔ ۔ ۔  امجد شهزاد / (دا مضمون مې ډېر پخوا ليکلے ؤ، اول په ليکوال مجله او بيا د ځنو زياتونو سره په پښتون مجله کښې چاپ شو۔ ما پرې ډېره خواري کړې ده۔ ستاسو د لوستو او معلوماتو دپاره يې دلته خپروم ) / پښتونخوا کښې راغلو اوسنو سېلابونو دا خبره بېخي جوته کړه چې کۀ کالاباغ ډېم وې نو اوس به دَ دې سېلاب په صورت کښې مردان، صوابۍ، نوښار، چارسده، پېښور او دې سيمو سره جختې يو شمېر نورې علاقې په اوبو کښې لاهو شوې وے. دَ سېلاب نه پس په ځائے دَ دې چې دَ دې خبرې ادراک شوے وے چې کالاباغ ډېم دَ دې ملک او قوم دَ تباهۍ او بربادۍ منصوبه ده، دَ ځينو ناعاقبت اندېشه سياستدانانو او دانشورانو له اړخه دَ کالاباغ ډېم په حق کښې بيانونه راتلل شروع شو. متاسفانه په دغه خلقو کښې دَ پنجاب او مرکزي حکومت په ذمه وارو چوکيو ناست ځينې ښاغلي هم شا مل وو. خو دَ دوي دَ بيانونو نه دا خبره واضحه شوه چې کالاباغ ډېم دَ نورو ناوړه مقاصدو سره يو دا مقصد هم لري چې دَ داسې قدرتي افتونو په صورت کښې  پنجاب بچ کړے شي او پښتونخوا غرقه کړے شي

What And How Afghans Should Resist Taliban Rule In Afghanistan?

What And How Afghans Should Resist Taliban Rule In Afghanistan? Pashto Analysis About Afghan Crises. By Adv Hamayun Kaasai. د ظالم او مظلوم تر منځ چې کله د لاس نيولو خبره راشي نو د ظالم لاس به نيول کېږي، ظالم ته به د اصلاح خبره کېږي. د مظلوم به ملاتړ کېږي مظلوم ته دا ويل چې د ظالم او قبضه ګر جبر او ظلم ته دي غاړه کشېږدي ځکه چې تاوان رسوي. دا يوه غېر انساني، غېر اخلاقي، غېر اصولي، غېر اسلامي او غېر پښتني رويه ده په افغانستان کشې اولس حق لري چې د آزادۍ او سيالۍ ژوند و کړي، تعلیم، کاروبار او روګاز و کړي. ژوند په خپله طريقه او شرایطو تېر کړي، لکه د نړۍ پرمختللي قامونه چې تېروي نو غږ بايد پر ټاليبانو و کړل شي ،ځکه چې دوى نه انساني مشروعیت لري او نه قانوني، پښتني او شرعي. زموږ اکثره خلق غلطه دروازه ټکوي، مظلوم ته وايي چې ته مزاحمت مه کوه. چې مزاحمت نه وي ،نو سيالي امکان نه لري. دا بيا بېله خبره ده، چې څوک د څه شي وس او توان لري. بس چې څوک څه توان لري، هغه بايد خپل توان و کاروي. او بله ډېره غېر اصولي او غېر منطقي خبره ځينې پښتانه دا کوي، چې دا مقاومت افغانستان ماتولى شي. خبره دا ده که خداى نه

Haider Of Zabul Afghanistan, Mula Yaqoob And Justin Trude Of Canada

 Haider Of Zabul Afghanistan, Mula Yaqoob And Justin Trude Of Canada په کاناډا کې يو ځای شګه راوښوئېده او لاره يې بنده کړه! په سلګونو داوطلب خلک مرستې ته ورغلل تر څو شګه له هغه ځايه زر ليرې شي. د کار په دوران کې لومړی وزير جستين تروډيو هم ورغی يو څو بېلچې هغه هم پکې وارې کړې، په خلکو کې يو سپينږیری سړی په غصه شو وايي ته دلته چا راغوښتی وې او ولې راغلې؟  لومړی خو ستا د مسؤليت بار تر دې ډېر دروند دی بايد هغه ته ورسېږې او دا کارونه مونږ خپله هم کولای شو، بل دلته ستا په راتګ سره بې شمېره کاريګرو کارونه ودرول او ستا د نمايشي کار په ننداره شول چې له دې سره کار وځنډېد او شاته پاتې شو، وزير هم نر غوندې خپله ملامتيا ومنله سړی يې برحق وبالۀ او له ساحې ووت ملا يعقوب صيب ته دې ووئېل شي چې زابل ته له ورتګ مو مننه، خو په دې هيله چې ستاسو په تګ سره د ماشوم د ژغورنې کار لس دقيقې هم نه وي ځنډول شوی، په داسې حالاتو کې لس دقيقې وخت د مرګ او ژوند سوال دی. ځای، موقيعت، دنده او مسؤلیت مو ښه سم وپېژنئ. درنښت Haider Of Zabul Afghanistan, Mula Yaqoob And Justin Trude Of Canada.  Operations To Rescue Haider Of

What Is Secularism? Secularism Explained In Pashto

 What Is Secularism? Secularism Explained In Pashto What Is Secularism In Pashto? سیکولریزم  دریمه برخه کتاب: د فکر زېری ژباړه: غورځنګ اتل که چېرته سیکولریزم د ټولنیز نظام په توګه قبول کړو، نو دینداره به بې دینه او خدای پرست به بت پرستنه شي؛ نو ویلای شو، چې سیکولریزم د اسلام لپاره کوم خنډ او خطر نه دی، نه هم د پاکستان  راتلونکی په خطر کې دی؛ بلکې زموږ له انده پر سیکولر اصولو ولاړ پاکستان به ډېر روښانفکره، پرمختللی او متمدن هیواد وي  د سیکولریزم موخه دا نه ده، چې د ټولنې دننه ګډوډي زیاته کړي  او اخلاقي نظام له منځه یوسي؛ بلکې سیکولریزم یوه داسې فلسفه ده، چې د فکر او شخصي آزادۍ لپاره ځانګړې شوې ده؛ د تقلید او روایت پرستۍ پرځای د عقل او علم پر ځواک تکیه ده، نو ځکه خو سیکولرانو تل هڅه کړې، تر څو خلک له وهمپالني / توهم پرستۍ (په پټو سترګو د یو څه منل. ژباړن) څخه وساتي او د عمل او فکر خواته یې راوبلي. دا کومه ځانته فلسفه نه ده  زموږ صوفي کرامو به هم ویل چې حقیقت خپله وپلټئ، خپله یې زده کړئ او که د خالق یا مخلوق سره هم اړیکه ټینګوئ؛ نو باید مخبنا یې پر حق ولاړه وي؛ نه د جنت او دوزخ له وېرې.

Ariana Saeed, Afghan Pashto Dari Singer Represented Afghan Women In UN

 Ariana Saeed, Afghan Pashto Dari Singer Represented Afghan Women In UN قوماندان صیب له خپلو مجاهدینو سره جومات کې ناست و. کلیوالو ورته د ګیلې په دود وویل: خپله ښه سړی یې؛ خو  ټول دې له ځانه ډمان او جولایان راتاو کړي ( دې دواړو قشرونو ته په درناوي).د خلکو په عزت نه پوهیږي قوماندان کلیوالو ته وویل شورویان راغلي او جهاد فرض دی کنه؟  کلیوالو د ( هو) په بڼه سرونه وخوځول قوماندان خپلو مجاهدینو ته مخ واړو  وسلې کیږدئ او له جوماته ښکته شئ  همداسې وشول او بیا یې کلیوالو ته وویل: دغه دي ډمان او جولایان مې رخصت کړل اوس دا وسلې واخلئ او پر خپلو زامنو مو وویشئ. کلیوال ټول هک پک شول. قوماندان بیا وویل: څنګه غلي شوئ؟ چې د تاسو اصیلو اولادونه جهاد نه کوي خود به یې ځای نو کیسه دا ده چې اوس ټول فیسبوک د اریانا سعید عکسونو او هغې ته سپکو سپورو نیولی. څوک یې په شلیدلي پتلون تبصرې کوي او څوک یې په شلیدلي شخصیت ښه، چې اصیلې، هوښیارې، حیاناکې او د افغان میرمنو  رښتیني استازې ته تر هغه ځایه د تګ او هلته د وینا فرصت نه برابریږي؛ خود به یې اریانا استازیتوب کوي د اریانا سعید په خبره ( ای نام خدا ! ) Arriana Sae

Da Utmankhelo Lehja. Dialect Of Utmankhel Pashtun Tribes

 Da Utmankhelo Lehja. Dialect Of Utmankhel Pashtun Tribes.  By Nangyal Utmankhel لهجه  د اتمان خيلو د پښتو لهجه په ګيزيټر کې فرنګي وايي چې اتمان خيل د پښتو لهجه د اورکزو او د افريدائ سره لږى بل خوا مولانه خان زيب ليکى چې د اتمان خيلو لهجه کې سخت والي دي. په ميليټرى ريپورټ کې د خبره هوم څرګنديږي چې له اتمان خيل لهجه له دير، سوات، او د باجوړ له خلکو نه بدله ده ډيره بدله نده خو څه حد پورې ديو لهجه بدله ده چې له افريدو او د اورکزو سره سموم خوري  Character  د اتمان خيلو لوښه فرنګي څه په دي ډول بيانوي چې اتمان خيل د بدل سوچ کوي چې انتقام زر واخلي د انتقام د خبره ورکښې د دير، سوات، او باجوړ د خلکو نه زيات دي ديو له ځانه لرې ساتي د دوي ګاونډيان او ارک په دوامداره توګه په خرابو داخلي شخړو کې ښکيل دي ديو زيات ډيموکريټک دى زانونه آزاد خواخئ  ديو تر وڅه له چاته خراج ندي ورکړي ديو علقه ازاده ده  فلسفې شاعر غنى خان بابا په خپل کتاب لټون کې به اووه ګلونه نظم کې په دى ډول وايي  يم پيده ده هشنغره  خو په فکر اتمان خيل  څه کږه ورانه ويجاړه  غوندي زڼه د سيل  سرچینه  پښتني قبيلې وپيژنئ  ميليټرى ريپورټ د دي

Afghanistan, Yesterday, Today And Tomorrow by Numan Dost

 Afghanistan, Yesterday, Today And Tomorrow by Numan Dost. له لاسه وتلي فرصتونه او نوي چانسونه له تهکال څه مو هریپور کیمپ ته کډه کوله. دا مو د جلا وطنۍ لومړی کال و. د پېښور له هشنغرۍ څخه یوه اوږده موټر ته پورته شوو. دا یې جي ټ اس (Government Transport Service GTS ) باله. اول سټاپ یې په نو ښار کې واخیست او بیا روان شو څو ځایه به یو ناڅاپه موټر درزهار شروع کړ. وروسته متوجه شوم چې دا کار هغه وخت کیږي چې له مقابل لوري بل موټر راشي او د ده ټایرونه خامې ته ولویږي د پېښور- هریپور لویه لاره، چې د حسن ابدال په سیمه کې ترې د راولپنډۍ او اسلام اباد سړک جلا کیده، ډیره نرۍ وه. دومره چې که له مقابل لوري به موټر راغی نو یوه باید یو طرف ټایرونه خامې ته غورځولي وای  له دې لارې څخه زموږ د شاهي دورې لارې ډيرې معیاري او پراخه وې.  کله چې په هریپور کېمپ کې میشت شوو، ځینې پنجابیان خوشاله ول. یوه سپین ږیري ویل: پخوا دلته شاړه وه. موږ چې به د هریپور بازار ته تللو، نو ټنګه ( آس ګاډۍ) به مو کرایه کړه. یو نفر به ټوپک سره ناست و چې ځناور حمله ونکړي خو وروسته د پېښور- هریپور دا تنګه لویه لاره په موټر وې بدله شوه.

Who Is Abaseen Yousafzai? Yasir Ali Shah Yasir Blog. Abasin Yousafzay

 Who Is Abaseen Yousafzai? Yasir Ali Shah Yasir Blog ماته اکثر ملګري وائي چې پۀ فیسبک ته اکثر کم لیک  کوې...هغوئ ته زما وړمبے جواب دا وي دومره مطالعه اؤ مشاهده نه لرم چې څۀ علمي لیک اوکړم او دوئیمه خبره دا چې فیسبک څۀ علمي پلیټ فارم نه دے ځکه چې علم یو سنجیده اؤ حقیقي ماحول غواړي اؤ پۀ فیسبک اکثریت دَ غیر سنجیده اؤ مصنوعي خلقو دے پۀ فیسبک هغه سړے هم پۀ علمي اؤ معتبرو خبرو خپله رائې ورکوي چې دَ پبلک لیټرینونو دیوالونه هم د دوئ د فکري غلاظت اؤ شر نه محفوظ نه وي یو وخت داسې وۀ چې د خور مور کنځل به پۀ حجره کښې چاته وشوه نو د حجرې رباب به له غمه څو ورځې خاموشه پروت وه نن د نړیوالې حجرې پۀ مخ(فیسبک)د خپلو اتلانو عزتونه اویزانده کړو اؤ بیا مو ورته خلې چینګې کړې وي دا معاشره پۀ اخلاقي پیمانو مسترده ده اؤ د ژوند د هر علمي اؤ فکري پليټ فارم نه مسترد شوي مخونه پۀ فیسبک د خپل فکري اؤ اخلاقي نحوست مظاهره کوي نن د اباسین صېب کردارکشی هم پوره درز کښې اوشوه ما کله هم د اباسین صېب پۀ حواله څۀ پوسټ نه دے کړے اؤ نۀ دَ دومره قریبي تعلق باوجود څۀ خاص تصویرونه لرم د دې وجه دا وه چې څوک دا وۀنه ګنړي چې ګنې ا

Dr. Najibullah Shaheed In Bacha Khan Baba Namaz Janaza

 Dr. Najibullah Shaheed In Bacha Khan Baba Namaz Janaza دا تصویر د 20 جنوری 1988 دی یعنی سلوردیرش کاله (34) مخکښی د غنی خان د والد محترم فخر افغان باچا خان بابا د جنازی په وخت ویستلۍ شوی وو د دی موقع په مناسب دا تصویر شئیر کول ډیر لازمی کڼم  20/1/2022 او د غنی خان دا شعر دی ھم تاسو ډالی وی پریږده باچاخانه دا د جیل قیصی دی خوشی دی دال مي نه هضمیږې زه عـــــــــــادت یم په پولاؤ غنی خانؒ Pashto Times Tags. Najibullah Shaheed In Bacha Khan Baba Namaz Janaza

World First Air Conditioned City In Dubai UAE. Pashto Info Blof

 World First Air Conditioned City In Dubai UAE. Pashto Info Blof 50  کلن متحده عربي امارات په دوبۍ کې د ځمکې پر مخ  لومړنی د تودوخې کنټرول وړ ښارګوټی جوړوي دوبۍ کې په ۴۸ میلیونه فوټ مربع ځمکه کې د ایرکنډیشنډ سیټي  (air-conditioned city)  په نوم داسې ښار جوړېږي، چې د هوا د تودوخې درجه به یې د ځمکې لاندې سیسټمونو په مرسته یخه او کنټرول ساتل کېږي دا به د نړۍ لومړی د تودوخې کنټرول وړ ښار وي چې هوټلونه، روغتیایی کلینکونه، تیاترونه، د نړۍ تر ټولو لوی شاپينګ مال او د نړۍ ترټولو لوی سرپټي پارک لري. یاد ښارګوټي باندې شاوخوا 7 بیلیونه ډالر مصرف راځي، چې هرکال به تر 180 میلیونه بهرنیان د لیدو لپاره راجلب کړي، دا به د دوبۍ مال سربیره د اماراتو بله د عاید سرچینه وي. نړۍ خپل اولویتونه پيژندلي، ځکه خو د اقتصادي او عایداتي زیرمو په جوړولو بوخته ده، خپل راتلونکي نسل ته د عاید سرچینې  (income sources)  او افزار برابروي.۔   نړۍ چیرته ورسیده او موږ لا په دی خبرو  کوو چې انجونې تعلیم وکړې او که نه   Dubai UAE. Air Conditioned City Of Dubai Mall. Dubai Mall. AC City Of Dubai. Pashto Times Pashto Info Blog.

Taking Bath With Lux Soap and Handsome Boy By Watan Paal.

 Taking Bath With Lux Soap and Handsome Boy By Watan Paal. عجيبه خلک  هغه وخت Lux صابون ډېر عام نه و، او چې مست ځوان به و نو په لائپ بوائ صابون به چيرته مياشت کې يو وار لامبېدلو، د ټولې کورنۍ به يو صابون و ، هر چا کره غسلخانه هم نه وه خلکو به د جومات په غسلخانو کې لامبل يا به ئی په وله/نهر کې لامبل، او سهار لامبل خو بيخي د شرم خبره وه، که شرعي ضرورت به پيښ شو ، د حيا لاره دا وه چې سړی د مولابانګ څخه مخکې پورته شي او مخکې له دی ولامبي، چې خلک د سهار مانځه ته جومات ته راشي او په شکمنو نظرونو دغه ملزم شرعي ته وګوري  دريو کسانو د هيچا پروا نه کوله او هر سهار ئی لامبل، دا دوه لږ زوره ور وو، نو چا ورته ښکاره بد نه شو وئېلې، خو دغه درئم د کونډې ځوئ و، د رنګه سپين مهين و نو په هر سهار لامبلو ئی څوک غږېدل، څوک سوزېدل او چا پوزې چوڼلې، او غټ اعتراض او نيوکه دا وه چې د کونډې ځوئ په لکس Lux صابون لامبي هغه پاک هم و، هر چاته ئی سلام ستړي مه شي هم کول، هيڅ نشه ئی هم نه کوله، خو خلکو د هغه د بدکردارۍ پيمانه د هغه هر سهار لامبل ګرځولې وه ، او هغه هم په لکس صابون !!!! نو د هغه شرافت او دعا سلام ته د چم

General Sami Sadaat Message To Taliban And Afghans.

 General Sami Sadaat Message To Taliban And Afghans. #جنرال سميع سعادت  ګرانو هیوادوالو سلامونه او نیکې هیلې!  موږ د خپل ګران هیواد افغانستان مسایل له نږدې څارو.  زموږ ملت د جمهوریت له ړنګیدو وروسته په یوه ستر غم کې دی.  په یاد ولرئ چې ټالب ن یوه افراطي مذهبي ډله ده چې د پاکستاني اشغالګرو لخوا د وسیلې په توګه کارول کیږي.  معمولاً دا ډول ډلې قومي هويت او ملي هويت نه لري.  پېښې ښيي چې ټالب بان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.  زه مخدوم عالم ښه پېژنم، هغه په ​​شمال کې د ټال ب ملېشو مشر و، هغه او ملګرو يې په تېرو درېيو کلونو کې د ملي اردو او ملي پوليسو سلګونه سرتېري وژلي دي.  که ملا فاضل افغانان د خپل بهرني هویت له حوالې پرته وژني، د نړۍ خادم لا هم په فاریاب ولایت کې د سلګونو ځوانانو سرونه پرې کوي.  ملا فاضل او د دنیا خادم تر بې رنګه بیرغ لاندې  تور د اجنبی اجیرانو او د خلکو قاتلین دي.  ګرانو ځوانانو، قومي مشرانو او د ټولنې له بانفوذه اشخاصو څخه مې غوښتنه دا ده چې په خپلو افکارو کې له صبر او هوښيارۍ څخه کار واخله تر څو په ناخبره توګه له خپل پخواني دښمن پاکستان سره مرسته ونه کړي.  د ټا ل بان تر م

Riyast E Mysore Of India. Qureshi Or Pathan State In Mysore India?

 Riyast E Mysore Of India. Qureshi Or Pathan State In Mysore India? Pathan Or Qureshi Kingdom Of Mysore? ریاست میسور ....قریشی یا پٹھان؟ حیدر علی قریشی 1752ء میں میسور کے ہندو حکمران  راجہ کرشنا واڈیا کی فوج میں ایک سپاہی کی حیثیت سے بھرتی ہوئے انہوں نے  بڑی بہادری سے مرہٹوں کے حملوں سے ریاست کو بچایا۔وہ اپنی بہادری اور قابلیت کی بدولت  (1755ء) میں  ریاست میسور کی فوجوں کے سپہ سالار بن گئے۔ راجا اور اس کے وزیر حیدر علی کے بڑھتی ہوئی مقبولیت سے خوفزدہ ہو گئے اور ان کو قتل کرنے کا منصوبہ بنالیا۔ مگر چال الٹ گئی اور حیدر علی نے 1761ء میں میسور کے تخت پر قبضہ کر لیا۔ اس کے باوجود انہوں نے  راجا کو جاگیر عطاء کر کے تخت پر  برقرار رکھا، لیکن اقتدار پوری طرح اپنے ہاتھ میں لے لیا۔  اپنی ریاست کا نام مملکت خدادا میسور رکھا ، یہاں اسلامی قوانین کا نفاذ کیا اور ان قوانین کے تحت عدل و انصاف سے حکومت کرنا شروع کر دی ۔ اسی اثنا ان کا تعلق حضرت ابو سعید  سے ہو چکا تھا جو جماعت شاہ ولی اللہ کے ایک سالار تھے۔ چنانچہ 1667ء میں انگریز سامراج کے خلاف حیدر علی میدان میں اترے  اور تادم وفات 1782 ء تک لگاتار

Stockholm Syndrome, An Emotional Response. Explained In Pashto.

  Stockholm Syndrome, An Emotional Response. Explained In Pashto. What Is Stockholm Syndrome? Explained In Pashto. سټاکهولم سنډروم  يوه نفساني ناروغي ده چې پرې اخته شوی انسان له خپل دښمن سره يا له هغه چا سره چې ده ته يې بد رسولي وي، تعاطف ښيي، د خپل ځان په ضد همکاري ورسره کوي، ښکاره مثال يې تښتول شوی انسان دی، کله چې په دې ناروغۍ اخته شي، نو د خپل تښتوونکي په لاس يې د ده تښتول، ځورول، او د مرګ تر حالته رسول هېريږي، او په خپل تښتوونکي باندې د هغه د يوه ښه کردار له امله ميينيږي، مثلا نسبتا ښه رويه، نه وهل، له خطره ساتل، يا تښتول شوي ته د خپل کار داسې دليل او توجيه وړاندې کول، چې هغه پرې قانع شي، او له کبله يې بيا له خپل تښتوونکي سره تعاطف ښيي، بلکه آن دفاع ته يې را دانګي ستاسې په فکر : دا ناروغي يواځې افرادو ته پيدا کېدی شي، او که د ولس يوه کتله هم په دې ناروغۍ اخته کېدی شي؟ By Siraj Ul Haq Hashim. Pashto Times Tags. Stockholm Syndrome, An Emotional Response. Explained In Pashto. What Is Stockholm Syndrome? Explained In Pashto. Psychology In Pashto. Pashto Article about Psychological Iss

Namak Haram Sa Ta Waye? Namak Haraam Sook Di?

 Namak Haram Sa Ta Waye? Namak Haraam Sook Di? نمک حرامه څه ته وایي؟ زمونږ ځنې ناپوهه خلک د خپل نسل یوې برخې ته کله د نمک حرام لفظ استعمالوي، اګرچې په لویه کې هغه خبره ده ته هم منسوبیږي خو بیا هم دا ناپوهه دا لفظ ډېر په شد او مد استعمالوي، خو کله چې تپوس ورڅخه وکړې چې د نمک حرام تعریف څه دی نو هغه به ځواب درکوي چې "نمک حرام خو داسې وي چې په يو تالي کې درسره ډوډۍ وخوري او بيا  په هغه تالي کې پښه کېږدي" اوله خبره خو دا ده چې دا کوم منطق نشو، بله خبره دا چې دا دلیل کوم ځائ نه نیسي، دوه رقیبان هم په یوه تالۍ کې ډوډۍ خواړی شي نو ایا هغه درسره نمک حرامي وکړه ؟ نمک حرامي د هوښیارانو په نزد کې څه دي، هغه په لاندې ډول کېدائشي نمک حرامه هغه کس ته ویل کېدائشي چې څوک د چا په کور کې مېلمه شي، د کور والا ښه ډوډۍ او ښه عزت ورکړي او دا مېلمه بیا په نیمه شپه راپاڅي د کور والا ښه کلک کلک وتړي، په ښ.ځه او به بچو يې جن.سي تیري وکړي، د کور ټول مال ورڅخه یوسي، بیا دنیا دې کس ته نمک حرام وايي د خدائ دپاره د خپل نسل یوې برخې ته د نمک حرام لفظ مه استعمالوی، ځکه چې که په دلیل باندې وغږیږو نو کېدائشي ت

Ashraf Ghani Corruption As President Of Afghanistan By Shah Mehmood Mehmoodi

 Ashraf Ghani Corruption As President Of Afghanistan By Shah Mehmood Mehmoodi د ډاکټر شاه محمود محمودي لیکنه د ولسمشر محمد اشرف غني په هکله:ـ  زما تبصره د غني په چارچاپېرو غوړه مالانو پورې تړاو نلري  پخپله بايد په غني خبرى وکړو، ځکه د خيانت تور او دا دروند بار اوس يواځې د غني په اوږو بار دی غني د افغانستان تقريباً د هر ولايت سره جلا جلا خيانت کړی دی، او دغني د خيانتونو اغېز مستقيم يا غير مستقيم د افغانستان خلکو احساس کړى او لا نور به يې هم تر ډېرو زمانو احساس کړي  غني د لويځو ولاياتونو  د اوبو لپاره پټ پلانونه جوړ کړل، او په لنډ وخت کې يې عملي کړل  د سياست مدارانو او مافيا بازار ډېر ګرم وو، وکيلان ـ واليان وزيران ـ سفيران ټول مصروف وو  د ايران او پاکستان سفارتونه د دلالانو په ميلمستون بدل شوې وو، هره ورځ به نوې نوې دلالان په نويو جامو کې راټولېدل ، زموږ د پاکې خاورې څخه ټول جراسيم هره ورځ د پاکستان سفارت او يا د ايران سفارت په چاى خونو کې ناست وو   ايران داوبو د وزارت لپاره د يو ګوډاګي وزير ټاکل  حتمي کړل، او  همغه ګوډاګي  د پارلمان څخه د تايئد ورقه واخسته . غني د اوبو د تنظيم اداره جو

Are Ashraf Ghani, Recep Tayyib Erdogan And Bashar Ul Asad Corrupt?

Are Ashraf Ghani, Recep Tayyib Erdogan And Bashar Ul Asad Corrupt?  Afrasiab Khattak Writes راځئ د ولسمشر غني په اړه هيڅ بحث نه کوو، تاسې ددې رسنۍ ټول ارزښت او بې طرفي ددې نورو دوه ولسمشرانو په اړه وګورئ او بيا قضاوت وکړئ بشارالاسد هغه څوک دی چې امريکا يې په خلاف په ټول توان جګړه وکړه. مخالفين يې ورته تقويه کړل او آن تر دې چې اسرائيل يې دې ته وهڅول تر څو په سوريې بمبار او راکټي بريدونه وکړي، مګر بشارالاسد له خپل دريځه وانه وښت او خپل هيواد يې اشغال ته پرېنښود. آن تر دې چې د هيواد پوځيانو يې پرته له تنخوا عسکري وکړه او دده تر قيادت لاندې يې د خپل هيواد دفاع وکړه اردوغان بيا هغه څوک دی چې د ترکيې په پوځ کې د امريکا نفوذي کسانو پر ده کوده تاه وکړه، د ترکيې عام خلک راووتل او دده په دفاع يې ټانکونو ته ځانونه واچول، خو د امريکا په لمسون لويه کودتاه يې ناکامه کړه. ورپسې په ترکيه کې چاودنې او داخلي مظاهرې پيل سوې، مګر اردوغان دا هر څه کنټرول کړل او د ازادې او خودکفاه ترکيې جوړېدل يې پيل کړل نو له دې مالومېږي، هغه څوک چې خپل هيواد ته ژمن او د امريکا د ګټو خلاف وي، هغه د دوی لپاره د دنيا فاسد تر

Hejaab, Hijab, Parda, Satar, Aurat Explained In Pashto

 Hejaab, Hijab, Parda, Satar, Aurat Explained In Pashto حجاب او ستر...  حجاب ستر دی، د بدن پټول دي، ټولنیز ارزښت دی، له ناوړه او شیطاني سوچه خونديتوب دی.  ښځو او نارينه دواړو ته په روښانه لارښونو د ستر او پټوالي امر شوی...   حجاب او ستر د خوی او اخلاقو سمون سره مخامخ تړاو لری.. خو حجاب او ستر له ژوند لرې والی نه دی، حجاب زنداني کېدل او بنديتوب نه دی.  حجاب په ژوند، ټولنه، د واکمنۍ او ټولنې سمبالولو کې د ګډون لپاره لازم شوی... ښځې او نارينه په حجاب، ځان ساتلو، نېک خوی، ښو اخلاقو يو له بل سره همکاري کوي، د ټولنې جوړښت، ابادۍ، سمسورتيا او روغتيا لپاره ګډ او يو ځای کار کوي Amanullah Atta, BBC Pashto