Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Gold Rates

Gold Imports, Gold Culture In India And Current Account Deficit. Pashto

Gold Imports, Gold Culture In India And Current Account Deficit. Pashto په هندوستاني ټولنه کښې سرۀ زر محمد علي ديناخېل هندوستان يو د هغو ملکونو نه دے چې زيات سرۀ زر د بهر نه راغواړي ۔ که د بهر نه د سرو زرو راغوښتل بند کړے شي نود ملکي بجټ خساره به يې صفر ته راشي ۔ د هندوستان حکومت په ۱۹۶۸ کښې ګولډ کنټرول اېکټ په نوم يو قانون پاس کړے دے ۔ په دغه وخت کښې زرګرانو ته ډېرې معاشي ستونزې راغلې او يو شمېر زرګرانو پخپله ځان وواژۀ ۔ د مذهبي، کلتوري او معاشي مسئلو د وجې يې دغه قانون بيا ختم کړو ۔ دومره سرۀ راځي خو بيا هم نۀ معلوميږي چې دوي سره به څۀ کيږي   دا سرۀ زر د مذهبي او کلتوري رسمونو، ودونو او د ناويانو د سنګارولو په کار راځي ۔ د خليج په ملکونو کښې زياتره هندوستاني ځوانان د خپلو خوياندو يا د ناويانو د پاره د سرو زرو د اخستلو د پاره مزدوريانې کوي ۔ په هندوستان کښې په مندرونو کښې هم په منونو سرۀ زر پراته دي ۔ په هندوستان کښې 22 کيرېټ سرۀ زر زيات کارولے شي ۔ هندوستان کښې زرګري يو نسبي پيشه ده   ډېر لږ خلق داسې دي چې په نسب زرګران نۀ دي او دا کار کوي ۔ د هندوستان زرګران ډېر مالداره دي او د اوچت