Pakool Cap. History, Origin And Traditional Pashtun Pakool. Parwesh Shaheen پکول د چا شو ؟ پکول نه دې د اتي سر دې پښتانه وايي دا زمونږ د لاس او هنر برخه هم دغه شان دعوه د چترال خواږه خلق کوي خو د لغمان خيوه او کونړ پشيان يې بل چا ته نه پريدي او وايي چې قسم دې چې دا دپشيانو ايجاد دې خو بل مخته پرې د دير سوات او اباسين کوهستان پتمن کوهستان دا خپل ګڼي او د خپلې دعوې نه نه په شا کيږي خو لا د تانګير داريل چهلاس استور عزت مند پرې وهلو ته چمتو کيږي نو که زه شاهين دا اووايم چې دا د لويې سکندر سره سره د لويې ښاپير رنګه هندو کش پلرنى ميراث و او که لا غوره استعمال د پکول او دننۍ قميس پر توګ او څازر کول غواړۍ نو دا کتاب او دا يو بل لکه INDIA AS KNOWN TO PANINI AND COINS OF KOSHANAS دا لا څه کوې چى اوس اوس يو شغنې ورور پرى بيخى د خپلوۍ مهر ولګولو او د خپلى خبرې په دليل کې يې ورسره د پکول معنا اومطلب هم شغنى ژبه کى را وښودو خو زه شاهين که د خوښتيا خبره وکړم نو دې ټولو پکولونو په جوړښت او ټوکى يا وړينه کپړا کى مى د سازي کوهستان د خلقو سپين پکولونه ډير خوښ دي او لا چى د لهيټ سارانى مارغ
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.