Pukhtana Jenai. Pashto Nazam Poetry Poet. Dr. Sohail Khan پښتنه جينۍ دغه يو دنګا جينۍ لاچي لونګا جينۍ تګ د ښارو کوي هوا کښې څنګه جينۍ سمه نشه ښکاري جوړ پلوشه ښکاري دغه باغوانه جينۍ ښکلې افغانه جينۍ دا د قدرت نمونه يو ګل اندانه جينۍ ور'ته ورته ښکاري جوړ فرښته ښکاري د غه کونتر جينۍ ښکلې نختر جينۍ دغه صادقه مينه د اشنغر جينۍ خه ليونۍ ښکاري جوړ ګلالۍ ښکاري دغه مرکز د سفر لکه راغونډ نيلوفر دغه شعور نه ډکه لکه زړګې پيښور ښکلې جانان ښکاري جوړې ايمان ښکاري دغه د سوات بلبله د ښاپيرو درشله دغه شړ شنګ سندره د بڼ په خوا کښې تلله د رنګ وله ښکاري جوړ غزاله ښکاري د غر د سره جينۍ دغه بهادره جينۍ چې خپل مکتب وايي د غه زرګره جينۍ سپينه مرغۍ ښکاري ـ جوړ ديروجۍ ښکاري دغه نينو کښې پولۍ سر په تلي کښې لالۍ لکه د واورې جوړه ښکلې خاٸسته کابلۍ سمه پاګله ښکاري ...