Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Ghazal Zaar

Sardar Hussain Babak. Tribute To Sardar Babak. Pashto Nazam

Sardar Hussain Babak. Tribute To Sardar Babak. Pashto Nazam. Zakhmi Zakhmi Babaka.  Nazam By Ghazal Momand To Pay Tribute To Sardar Hussain Babak. دې خاورې چــــــــغې وکړې د بولانه تر اټـــــــــکه  باغي باغي بابکه دې خلقو پورې ښپې وې، خو چا نۀ موندله زمکه باغي باغي بابکه ـــــــــــــــ  پۀ دې وطن کښې راج د نامعلومو وسله والو د تورو خردجالو څپې دي سېلابونه دي د ســـــرو وينو حلالو د پېغلو د ملالو دا څو اوښکې مشکڼې خو مې يوسه تر فلکه باغي باغي بابکه ــــــــــــــــــــــــــــــ ستا غږ د سريندې غوندې راويخ کړمه لۀ خوابه زخمي زخمي ګلابه ستا مخ پسې راتېر شومه لۀ هر يؤ انتخابه زخمي زخمي ګلابه راپاڅه غاړه راکړه لۀ عمبرو جوړ هلکه باغي باغي بابکه ــــــــــــــــــــــــــــــ دا مونځ د ازادۍ به کول غواړي پيش امامه خمار خمار ماښامه چې غږ وشي د مينې کور پۀ کور لۀ هره بامه خمار خمار ماښامه تۀ څۀ شوې؟ هواګانې وائې رادې کړي مچکه باغي باغي بابکه ــــــــــــــــــــــــــــــ غږېږه پۀ هـــنر د پښتنو ســــــــــــپه سالاره سرداره وه سرداره د دور جـــهالت لره د علم ســــــــپين سهاره سرداره وه سر

Ghazal. Peer Muhammad Karwan Pashto Ghazal. Karwan Wraz

Ghazal. Peer Muhammad Karwan Pashto Ghazal. Karwan Wraz 30 July غزل تورې سرې او ګورم شنې زرغونې سترګې که مې لګي د وطن پر جنډې سترګې له تا جار چې په ورغوي کې دې راوړې له ما ورکې وې له ډېرې مودې سترګې تروږمۍ ده سپوږمۍ ورکه ترۍ تمه مړې دې نه شي هغه بلې ډیوې سترګې لکه نشت وم، له یو چا نه دومره هېر یم د یو چا مې نن بلها یادېدې سترګې ګام په پام اخله خوږېږې لارویه! پر دې ځمکو د نازکو پرتې سترګې که دې زده نه وي لامبو میَنه وړي دې دریابونه غورځنګونه څپې سترګې د زړه خُم ور تشوه چې عالم تږی چې نوشلې به دې ‌ډکې پیالې سترګې  د سپوږمۍ ستورو ډیوو حاجت یې نه و په دې کور کې بلېدې د ادې سترګې په جېب جېب د کایناتو کې رانجه دي په لټون یې قافلې قافلې سترګې وي تمځای به یې ردیف د رڼاګانو په غزل کې مې روانې قافیې سترګې د کاروان د زړۂ سرود په مینه اوري په محفل کې ورته ناستې لمدې سترګې Tags, Meta Data And Keywords. Ghazal. Peer Muhammad Karwan Pashto Ghazal. Da Karwan Ghazal. Karwan Wraz 30 July. Peer Muhammad Karwan Day Celebrated Today On 30 July 2022.  Known Pashto Poet From Khost Afghanistan.  Pukhto Ghazal

Pukhto Ghazal. Pashto Sherona, Iqbal Momand Pashto Ghazal 2023.

Pukhto Ghazal. Pashto Sherona, Iqbal Momand Pashto Ghazal 2023. Nan Me Ledalay Yaw Halak Musalmaan. New Pashto Ghazal. کور کښې هندو او په سړک مسلمان  نن مې ليدلې يو هلک مسلمان  دغه سړ؎ له محبته منکر  دغه سړ؎ له کرکې ډک مسلمان  زما په خوږ ګوته يې زړه خوږېدو  ما پېژندلې وو په شک مسلمان  زه دې د خلې احتجاج هم نه کوم  هغه دې وژني په ټوپک مسلمان  تا سره ستا د نظريې پلوي  تا سره ستاسو په مسلک مسلمان  خېر د؎ که مونږه دښمنان ګڼي خو  زمونږه رور د؎ پنجابک مسلمان  ته په څلور مذهبه ځوئ د بامبړ  زه په څلور مذهبه کلک مسلمان  هلته په تګ د مسلمان قدغن وو  هلته ولاړ وو په پاټک مسلمان  په عقيدو جنګونه نه دي پکار  ګينې اقباله! شي به ورک مسلمان  اقبال مومند Tags, Metadata And Keywords. Pukhto Ghazal. Pashto Sherona, Iqbal Momand Pashto Ghazal 2023. Nan Me Ledalay Yaw Halak Musalmaan. New Pashto Ghazal. Iqbal Momand Pashto Shayeri, Pukhto Sherona, Pukhto Ghazal Zar, Ghazal Rang, Ghazal Makham, Pukhto Ghazalzaar, Pukhto Adab.