Makhloot U Nasal Pashtuns. Origin Of Pashtuns By Noor Afridi پښتانه مخلوط النسل د ايم فل يو کلاس کښې زه د پښتنو په تاريخ لګيا وم ـ په دې کلاس کښې زمونږ سره د پاکستان د ټولو لويو ژبو زده کوونکي وي ـ ما د پښتنو په تاريخ باندې خبره کوله په مختلف نظريات باندې مې چې کله خبره وکړه نو د سراٸيکې ژبې يو زده کوونکي لمانه دا تپوس وکړو چې پښتانه د يو انګريز په نزد مخلوط النسل دي يعني په پښتنو کښې ترک وغيره قومونه دي ـ ما هغه ته څه دا رنګ ځواب ورکړو ـ چې اول خو دنيا کښې داسې يو نسل هم نشته چې هغه کښې ګډون نه وي شوے ـ د ساٸنس نه دا خبره ثابته ده چې کوم نسل کښې د بل نسل ګډون اونه شي نو هغه د مختلف قسم بيمارو سره مخ شي او اخر رورو په ختميدو شي ـ بل که دا انګريز واٸي چې پښتانه مخلوط النسل دي نو د هغه سره دليل څه ؟ که په خصاٸصو عاداتو باندې پښتانه دې انګريز ته مخلوط النسل ښکاري نو پښتانه د ايشيا د ملا په تير باندې پراته دي دلته هر کوجه راغلے دے او د پښتنو سره ٸې اول لاس اچولے دے خو چې کله ٸې دا خړ پښتون رالاندې کړے نه دے نو ورسره خپلوي ٸې کړې ده او په سوونو سوونو کالو پورې ورسره پاتې شوے دے
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.