Bacha Khan Aw Da Khalak. Fawad Chaudhry About Bacha Khan. By Sajjid Takkar. باچاخان او دا خلق... کۀ د دې ملک نصاب ګونګ نۀ وے نو نن به فواد چوهدري دا خبره نۀ کوله. دۀ ته ګناه نشته. دا غريب د څۀ نه خبر دے. دا خو يو ابن الوقت سړے دے. پرون د چا سره ؤ، نن د چا سره دے او سبا خداے خبر چې به د چا نعره وهي. مسئله دا ده چې غږېدلے پۀ تاريخ دے خو د تاريخ نه ناخبره دے. نامه د باچاخان اخلي خو باچا خان نۀ پېژني. دۀ نه تپوس کول پکار دي چې مسلم ليګ پۀ ۱۹۳۰ کښې خدائي خدمتګارو ته لاس ولې نۀ ؤ ورکړے؟ ولې ئې د پښتنو قيادت پېرنګي ته پۀ مېدان پرېښے ؤ؟ ولې دا پښتانۀ کافران وو څۀ؟ څۀ خبره وه چې جرګه پۀ مسلم ليګ پسې لاړه او هغوي تش لاس راولېږله؟؟؟ دۀ نه پوښتنه کول پکار دي چې کله پاکستان جوړ شو او د باچاخان د محمد علي جناح صېب سره کراچۍ کښې ملاقات وشو نو څۀ خبرې شوې وې د دواړو مېنځ کښې. باچاخان وئيلي وو چې مونږ د تقسيم خلاف وو خو چې اوس دا ملک جوړ شو نو ورورولي به کوو او د دې ملک خدمت به کوو. جناح صېب د دې ملاقات پۀ رڼا کښې ژمنه کړې وه چې پۀ دوره کښې به د خدائي خدمتګارو مرکز "مرکز عاليه، سر درياب" ته...