Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Classic

Maulana Fazal Mehmood Makhfi Kalam. Khudai Khidmatgar Shayeri

Maulana Fazal Mehmood Makhfi Kalam. Khudai Khidmatgar Shayeri زه د قام په غم ژوندے یم  دغه غم می په زړه تل وی په ځیګر سوے له دی یم  سر کښې اور می دې نه بل وی خدایه داسی ژوندون راکړی چې می زړه کښې غم د قام وی په دے غم کې لیونے وی  دغه غم په ما بار تل وی خدایه داسی وخت به راشی  چې زمونږ جهاز به هم وی لکه باد به په هوا شي  په ترخو اوبو به سم شي زه به خپل جرنیل پسې یم  په دښمن به داو کول وي فضل محمود مخفی صیب Maulana Fazal Mehmood Makhfi Kalam. Khudai Khidmatgar Shayeri. Pashto Kalam, Pukhto Shayeri, Makhfi Baba Pukhto Shayeri, Pukhtun, Pukhto, Ghazal, Nazam.

Lyrics Of Khyber Afridi Pashto Ghazal. Singer Haroon Bacha.

Lyrics Of Khyber Afridi Pashto Ghazal. Singer Haroon Bacha. غــــــــــــــزل ماحول حیران ښه دے وریږی پرخه د وصال شان ښه دے وریږی پرخه = پریږده چی نن خو سره یخ کړو زړونه واز مو ګریوان ښه دے وریږی پرخه = د سرو جامو چاپ به دی کینی په ما نن خو دالان ښه دے وریږی پرخه = باغوان په مونږ سیل د ګلونو وکړو باغ یی خندان ښه دے وریږی پرخه = ورته پسخیږی د بیدیا ګلونه لوند می جانان ښه دے وریږی پرخه = باران ښه نه دے راز و نیاز به کوو نن شین اسمان ښه دے وریږی پرخه = چار دیوارۍ کښی زما زړه تنګیږی ویړ بیابان ښه دے وریږی پرخه = دا تغیر خو زیږوی تماشی موسم روان ښه دے وریږی پرخه = رڼا د ستورو ده کافی خیبره رنګ د رومان ښه دے وریږی پرخه ــــــــــــــــــــــــــــ استاذ ، خیبر افریدے Lyrics Of Khyber Afridi Pashto Ghazal. Singer Haroon Bacha.. nan Kho Baran Kha Day Warigi Parkha. Pashto Poetry Of The Late Khyber Afridi. Pashto Song Lyrics Of Baran By Haroon Bacha. Baran Ghazal.

Lyrics Of Hamid Baba Ghazal. Che Me Yaar Pa Safar Talay Za Pa Koor Yam.

Lyrics Of Hamid Baba Ghazal. Che Me Yaar Pa Safar Talay Za Pa Koor Yam. سزاوار د هر ستم د هر پېغور ېم ۔۔۔۔ چه می ېار په سفر تللے ځه په کور ېم ﺩﺍ څۀ ﻣﻴﻨﻪ، ﻣﺤﺒﺖ، څۀ ﻋﺎﺷﻘﻲ ﺩﻩ ﺩﺍ څۀ ﭘﺖ، څۀ ﻣﺮﻭﺕ، څۀ ﺻﺎﺩﻗﻲ ﺩﻩ ﺩﻡ ﻗﺪﻡ ﺩﻏﻪ ﺑﺎﺯﻱ، ﻣﻨﺎﻓﻘﻲ ﺩﻩ ﭘﻪٔ ﻣﺬﻫﺐ ﺩﻋﺎﺷﻘﺎﻧﻮ ﻓﺎﺳﻘﻲ ﺩﻩ ﺳﺮﺍﺳﺮ ﻧﺎﻗﺎﺑﻠﻲ، ﻧﺎﻻﻳﻘﻲ ﺩﻩ ﭘﻪ ﺫﻣﻪ ﻣﯥ ﺩ ﺳﻨګسار ګناه ﺑﺎﻗﻲ ﺩﻩ ﭼﯥ ﻣﯥ ﻳﺎﺭ ﭘﻪ ﺳﻔﺮ ﺗﻠﻠﯽ ﺯﻩ ﭘﻪ ﮐﻮﺭ ﻳﻢ ګویا ﻣﺦ ﭘﻪ تبۍ ﺗﻮﺭ ﺍﻭ ﭘﻪٔ ﺧﺮﻩٔ ﺳﻮﺭ ﻳﻢ  حميد مومند Tags, Meta Data And Keywords. Lyrics Of Hamid Baba Ghazal. Che Me Yaar Pa Safar Talay Za Pa Koor Yam. Singer, Sardar Ali Takkar, Pashto Classic Poet Abdul Hamid Baba Ghazal. Pashto Songs Lyrics. New Pashto Ghazal Lyrics Classic.

Khushal Khan Khattak. Short Biography Of Legend Khushal Khan Khattak

Khushal Khan Khattak. Short Biography Of Legend Khushal Khan Khattak Khushal Khan Khattak was born at Akora Khattak, Kabul Province, Mughal Empire in 1613. He was a Pashtun poet, warrior and scholar, and chief of the Khattak tribe of the Pashtuns. Khushal preached the union of all Pashtuns, and encouraged revolt against the Mughal Empire promoting Pashtun nationalism through poetry. Khushal was the first Afghan mentor who presents his theories for the unity of the Pashtun tribes against foreign forces and the creation of a nation-state. Khushal wrote many works in Pashto but also a few in Persian. Khushal is considered the "father of Pashto literature" and the national poet of Afghanistan.  Khushal's life was spent in struggling against the Mughal Empire who had fluctuating relations with the Pashtuns. In order to restore their freedom, Khushal challenged powers of the Mughal emperor Aurangzeb and defeated the Mughal troops in many engagements. He was a renowned military

Painting Of "Rahman Baba Praying", Kashmir,

Painting Of "Rahman Baba Praying", Kashmir, Dated 4th Jumadi I, 1213/14th October 1798. Painting Details:- Hazrat Ilyas and Hazrat Khizr seated beside a pond with 'Abd al-Rahman praying in the foreground. The image of His Holiness Elias and His Holiness Khidr and 'Abd al-Rahman praying. Abdur Rahman Baba or Rahman Baba born on 1653 at Bahder Kalay, Hazarkhwani, and Peshawar was a Pashtun poet from Peshawar in the Mughal Empire (modern-day Khyber Pakhtunkhwa Province, Pakistan). He is considered one of the most popular poets among the Pashtuns in Pakistan and Afghanistan. His poetry expresses a peaceful mystical side of local culture which is becoming increasingly threatened by less tolerant interpretations of Islam. Rahman Baba was a member of the Ghoryakhel Mohmand sub-tribe of the Pashtuns, a group which migrated from the Hindu Kush mountains to the Peshawar valley, from the 13th to the 16th century. He grew up in a small pocket of Mohmand settlers on the outskirts

Nan Ba Shpa Zama Da Yaar Pa Koom Makan we. Hamid Baba Ghazal.

Nan Ba Shpa Zama Da Yaar Pa Koom Makan we. Hamid Baba Ghazal. "د حمید دا زنده ګي شرمنده ګي ده" ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  نن به شپه زما د يار په کوم مکان وي؟ جلوه ګر به په کوم هټ په کوم دوکان وي؟ شرمولي به يې حسن کوم ترکان وي؟ کوم دوکان به يې د خولې د درو کان وي؟ په ډيوه به يې د مخ څوک پتنګان وي؟ همخوابه به يې پاکان که ناپاکان وي؟ ولې نه چوې له دې غمه زما دله چې دې واورېده ديار د تلو بدله ** نه به وي ورسره هسې مسلمان څوک چې يې واخلي خسمانه د اب ونان څوک نه به وي ورباندې هسې مهربان څوک چې يې وبولي په ځار او په قربان څوک يا يې سيوری که په سر لاس د احسان څوک يا يې وکا د بل کار سر و سامان څوک چې له هسې غمه نه مرم،ژوندی پايم توف زما په محبت شه بې وفا يم ** ګوره ناست به وي خپه په ځينو خرو کې که به پروت وي لکه لعل په ايرو کې کوم سرود به کا له زړه سره په ورو کې د سړي مهر به غواړي په پېرو کې نه به مومي دغه نور په دا بشرو کې که به ځان لره وي ډوب په خطرو کې دا کوم شرم دی، کوم ننګ په محبت کې چې غمخور نه شوم د يار په دا غربت کې ** په قهقهه به خندېدلی وي که نه وي؟ د ز

Khushal Khan Khatak Wife Letter To Khushal Khattak.

Khushal Khan Khatak Wife Letter To Khusha imprisoned In Bijapur India. By Tufail On Twitter. @TufailA77 This poem was written by one of Khushāl’s wives, the mother of Ashraf Khan Hijri, himself a poet, who died in exile in Southern India (Bijāpur). It would almost appear to be a reply to the poem preceding, which was written by Khushāl, whilst in exile in India.  The play on the words in these two last lines are nearly lost in translation; for instead of inserting her own name, the writer uses her husband’s, which signifies ‘HAPPY’. To have inserted her own name would’ve been considered indelicate. Khushal Khan Khatak Wife Letter To Khushal Khan Khattak Baba. She Was Mother Of Ashraf Khan Hijri, Son Of Khushal Baba And Classic Pashto Poet As Well. Pashto Pedia.

Mard Of Khushal Khan Khattak Baba.

Mard Of Khushal Khan Khattak Baba. Mard Hagha Che Himat Naak Barakatnaak Ideal Man Of Khushaal Khan Khattak Baba. خوشال بابا د سړي تشريح داسې کوي دا خوشال خاني ده  مرد هغه چې همتناک، برکتناک له عالمه سره خوږ په زیست و ژواک مخ یې مخ، قول یې قول عهد ئی عهد نه دروغ، نه یې فریب، نه تش تپاک  لږ ګفتار، ‌‌‌‌‌‌ډير یې کردار په خاموشۍ کښې  د غونچې غوندې خوله پورې، سینه چاک چې خبرې د پستۍ د بلندۍ شي په لویۍ لکه اسمان، په پستۍ خاک په تمکین کې لکه سروه، په سخا کې په هر لور څانګې ژنګورې لکه تاک لکه ګل شګفته روی تازه په باغ کې همېشه د ښو بلبلو پرې بلغاک چې دا هسې شان ویل کا زه حیران یم چې خوشحال راووړ له کومه دا ادراک؟ Mard Of Khushal Khan Khattak Baba. Mard Hagha Che Himat Naak Barakatnaak Ideal Man Of Khushaal Khan Khattak Baba. Qualities Of Ideal Man Of Khushal Khan Khattak Baba. Pashto Classic Poetry Ans Poems. Pashto Pedia, Pashto Times.

Pashto Love Poetry. Hamid Baba Pukhto Ghazal. Pashto Classic

Pashto Love Poetry. Hamid Baba Pukhto Ghazal. Pashto Classic with Explanation and Meanings Of Difficult Words. Pashto Poetry 2022 Kalam Abdul Hameed Momand Baba. ◇عبدالحميد مومند                                  ◇کليات چې ناظر د ساده رويو پۀ رخسار شم پۀ دا شمع, پروانه غوندې, نثار شم کۀ هر څو پۀ صبر زړۀ ټولوم, نۀ شي بې اختياره لکه موم ويلې پۀ نار شم غنچه خلۀ چې په خبرو راته وا کا د نرګس پۀ څير کوز ګورم, شرمسار شم چې يې شونډې تبسم تازه نګار کا باندې زۀ لکه سپند سوو ته تيار شم ځان جهان مې هسې هير, لکه هير خوب شي د خندا پۀ صبحدم چې رابيدار شم د ګلرخو پابوسي پريښودے نۀ شم کۀ راکيښ لکه نسيم پۀ خنډوخار شم لا مې ځائے نۀ شي د ترکو پۀ چوله کې کۀ د عشق ټيکه وهلې, زناردار شم وۀ مې باسئ د سکون له دينداريۍ چې بندي د تورو زلفو پۀ کفار شم نۀ به 'تو' راباندې پيښه نۀ به 'چخ' کا کۀ هر سو يې زۀ حميد سپے د دربار شم چې نا اهلو ته د اهل وينا وايم زۀ 'حميد' به د منصور پۀ دود پۀ دار شم  -توري/ معنې ● نار:  اور ● وا کول:  پرانستل, بيرته کول ● سپند: توره دانه, اسپند, د يو بوټي دانې چې د ن

Rahman Baba Kalam. Pashto Classic Ghazal. Pashto Sherona

Rahman Baba Kalam. Pashto Classic Ghazal. Pashto Sherona. Pukhto Nazam. Pukhto Shayeri, Sherona. شاعر: عبدالرحمان بابا ډیکلومه: منزه شهید د جـــرګـې خـبـره یـــار قــبـوله نـکـړه په ژړا مې ورته څیرې کړو ګریوان ټول بې نوا چې یـې د دره را رخصت شوم پـه خندا مـې شول د کلي رقیبان ټـول شوم بې دمه، دم پــه مــا کې پاته نشو انــدامــونـه رالــه ونـیـول خفګان ټــول په غزل مـې ګـوتـې پورې کــړې لـه غمه په شعرونو کـې مـې ولیکئ بـیـان ټــول Rahman Baba Kalam. Pashto Classic Ghazal. Pashto Sherona. Pukhto Nazam. Pukhto Shayeri, Sherona. Pashto Times, Pashto Love Poetry.

Khatir Afridi Pashto Ghazal. Pukhto Shayeri. Pashto Classic Poetry.

 Khatir Afridi Pashto Ghazal. Pukhto Shayeri. Pashto Classic Poetry. ____ غزل ____ په دې دنيا کښې هسې شپې تېروم لکه مېلمـــــه يو دوه غرمې تېروم پۀ ما زهير مۀ شې خو مخ ښکاره کړه  پۀ زړۀ د ستا د مخ لمبې تېروم خوشحالي تۀ کوه چې غم نه لرې زۀ لېونے يم چې تنګسې تېروم دا زۀ خاطّر ستا د خاطر د پاره په خپل خاطر د غم چپې تېروم _____ خاطر اپريدی پښتو ادب Pashto Times. Khatir Afridi Pashto Ghazal. Pukhto Shayeri. Pashto Classic Poetry. New Pashto Shayeri. Misri Khatir Afridi Shayeri. Pashto Classic Adab. Pashto Times. Khatir Afridi Pashto Ghazal. Pukhto Shayeri. Pashto Classic Poetry. New Pashto Shayeri. Misri Khatir Afridi Shayeri. Pashto Classic Adab. Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022.

Rahman Baba. Pashto Sufi And Classic Poet. Pashto Poetry Of Rahman

 Rahman Baba. Pashto Sufi And Classic Poet. Pashto Poetry Of Rahman  عبدالرحمان بابا (مومند) يو لوى پښتو ژبى صوفي او کلاسيک شاعر دى، نن يې درسره په لاندې راﺯ، راﺯ انتخاب بيتونو کې ‌غږوم. هم نغمې کاندي هم رقص او هم خاندي د رحمان په شعر ترکئ د باګرام / د خودۍ په هورته بله لاره نشته خادمي د بیخودانو په دلبار کړه څو دې دوه سترګې غړیږي په جهان کې ننداره په هر ساعت د خپل نګار کړه   / مړېده د وږې ګيډې مشکل نه دي مړېده د وږیو سترګو مشکل کار شي / نه له کوره چېرته ځمه نه سفر کړم بې سفره مې لنډېږي لار د عمر / تا چې مخ د پري سترګې د آهو کړي ته پري يې که آهو يې که جادو کړي / ته زما و بې کسۍ ته نظر مه کړه خدای ساتلی لکه ګنج په بیابان یم / ما خو ندي څوک بې وجې ازار کړي دا چې ما ازاروي ازار د چا دی / ‏يار د ناز د خوبه جګ شي پسې ګرځي چې فلک د عاشقانو بخت بيدار کا / روښنايي په هغو زړونو دا حرامه چې پرې کيني ګرد غبار د دې دنيا / ‏هم پند اخلمه هم پند وايم هر چا ته زه د ځينو يم مريد د ځينو پير يم / که مې چرې لاس دا ستا په بوسه بر شې دا نعمت به د جنت په خوان ور نکړم / په ښه خوی د بد خواهانو بې پروا یم په نر

Ogora Dab Dab Zama. Pashto Folk Song Complete Lyrics. Charbeta

 Ogora Dab Dab Zama. Pashto Folk Song Complete Lyrics. Charbeta  دا واخلئ د عبدالواحد ټېکېدار چاربیته وګوره دبدب زما  سل مې په اردل کښې ځي  سل مې غلامان دي، سل اسونه په سل لارې ځي سل په کښې ریبارې ځي سل مې محلونه دي سل مې برجلونه دي سل په کښې ډالونه دي سل په اویزاندې کټارۍ دې د غضب زما وګوره دبدب زما سل دي جلادیان په کښې  سل دي دورانچیان په کښې سل دي نوکران په کښې سل می لګیدلي خنجرونه په اوربل کښې ځي سل مې په اردل کښې ځي سل دې سهیلۍ زما  سل ګډې، چیلۍ زما سل پړي، سیلۍ زما سل مې کجاوې د سلو سترګو راته دارې ځي سل په کښې ریبارې ځي سل مې صفتونه دي سل مې نوبتونه دي سل مې جماتونه دي سل مې شجرې دي، سل کتابه د نسب زما وګوره دبدب زما سل مې سفیرۍ کوي  سل زمیندارۍ کوي سل مې نوکرۍ کوي سل مې په قولبو پسې جامبړې په غوبل کښې ځي سل مې په اردل کښې ځي سل مې ماشومانې دي سل په کښې ځوانانې دي سل مې بوډۍ ګانې دي سل مې مخکې وروستو، سل کم عقلې، سل هوښیارې ځي سل په کښې ریبارې ځې سل د شرافت په کښې سل د شرارت په کښې  سل د حفاظت په کښې سل په کښې د روم دي، سل د ترکو، د عرب زما وګوره دبدب زما سل دي دورانۍ په کښې سل

Pashto Folk Songs. Sri Stargi Khomaray, da Chari Da Zargar Di Na,

 Pashto Folk Songs. Sri Stargi Khomaray, da Chari Da Zargar Di Na, Shen Asman Zari Zari سندره سمه واېئ  Sandara Sama Wai by Maulana Khanzeb. سرې سترګې خونبارې، باڼۀ مې لا جمدر دينه ټيک مې دړې واړې، دا چارې د زرګر دينه کله د ېو هنرمند په غږ ېو سندره د غلط مشهور په توګه په وېنا کښې خوره شي څوک ئې د جملو او ،ويو ، جوړښ ته کم پام نه رړوي خو د هرچا په خوله شي لکه ېو وخت دا سندره به وائل شوه !  شين آسمان ذرې ذرې  د سرو زرو تنابونه  سپوږمۍ د بام په سر په ېار واېه سلامونه ! دې ډول څلور مصرئيزې سندرې ته ،سروکې ،وائل شي پدې اړه ځلمې هيواد مل د پښتو ادبياتو د تاريخ په حواله ليکي، داسې ښکاري، چې سروکي د پښتو د خاصو سندرو لکه چاربېتو، بدلو، بګتيو او لوبو پاتې شونې دي . دا  سندره په اصل کښې داسې وه چې ، شين آسمان ځلې ځلې ! د سرو زرو تنابونه  ځلې د ځلا نه ده دا دچاپېريال د جمالياتو هغه وخت ته اشاره ده چې کله باران اوشي نور او باران سره ګډ شي د ،بوډۍ ټال ،ېا شنه سره ،کاسه روخیېژي د باران څاڅکي پدغه وخت کښې داسې برېښي لکه د سرو زرو تنابونه چې راکش شوي وي آسمان په ځلا ځلا سر وي دا مخکښې او روستو وېنا د

Khushal Khan Khattak Pashto Classic Poetry Ghazal.

 Khushal Khan Khattak Pashto Classic Poetry Ghazal. د خوشحال وينا   دا سړی چې پرېښته دی هم شیطان دی که سړی لږ خپل عمل ته نګــــران شي يو په بد عمل کې ځي تحت الثــــرا ته بل په ښه عمل کې بره تر اسمان شي   تربيت که د باغوان له لاســــــه مومي پر هر ځای باندې ګلونه د بوستان شي هر استاذ سره چې کېني يو څو ورځې د هغه هنر په ده کـــې نمـــــــایان شي د نېکانو په صحبت کې به ښه کېږي د بدانو ملګرتيا يې ورپېزوان شــــي له مغول سره که کېناسته مغول شـــو له افغان سره که کېني نور افغان شي له خوشحال سره که کېني يو څو کاله دا د غره خټک به واړه شاعران شـي Khushal Khan Khattak Pashto Classic Poetry Ghazal. Painting Of Khushal Baba By Hamdellah Arbab.

Khushal Khattak Baba Pashto Classic Ghazal Poetry.

 Khushal Khattak Baba Pashto Classic Ghazal Poetry. په سرو شونډو دې بازار د شکر مات کړ تورو زلفو دې ناموس د عنبر مات کړ چې یې ستا د خط و قد ننداره وکړه صورت ګرو مې پرکار ومسطر مات کړ سحرګرو وس د سحر دُکان ونغښت دواړو سترګو دې دَ سِحر هُنر مات کړ ماتوه د خوشال زړه بیا به اووائ چې مې څه لره دا هسې ګوهر مات کړ ‫#خوشال‬ ‫#پښتو‬ ‫#جمالیات‬

Khushal Baba Ghazal With Pashto and English Translation And Explanation.

 Da Jehan Pa Makh Ba Na We Hase Ta Ghondi Dilbara Pari Roya, Ambar Boya, Sumbal Moya Saman Bara. Khushal Baba Ghazal With Pashto and English Translation And Explanation. د خوشال بابا دیوان مخ - ۳۶۹ . د جهان په مخ به نه وي، هسې تا غوندې دلبره پري رویه، عنبربویه، سنبل مویه، سمن بره . ګلعذاره، زلفې ماره، شهسواره، خوش رفتاره باده نوشه، می فروشه، قصب پوشه، مو کمره . دلنوازه، سرفرازه، عشوه سازه، لعبت بازه خود پسنده، سربلنده، شکر خنده، لب شکره . طربناکه، ګرېوان چاکه، تل بې باکه، تش تپاکه خود ارایه، خود نمایه، خود ستایه، خوش هنره . غزل خوانه، خوش الحانه، در دندانه، لب خندانه عنبر خاله، پر خیاله، تل خوشاله، د زړه غوره . . پري رویه = د ښاپېرۍ په څېر مخ لرونکې = One with a face like a fairy عنبر بویه = One who smells like ambergris . Ambergris = Ambergris (taken from the digestive tract of whales), an ingredient of perfume, has been mostly known for its use in creating perfume and fragrance much like musk. Perfumes can still be found with ambergris around the world . سنبل مویه = د څڼۍ کوکو (سنبل)

Khushal Khattak Baba Ghazal. Pashto Classic Poetry.

 Khushal Khattak Baba Ghazal. Pashto Classic Poetry. خپل عمل چي سړے سپک که لکه خس هسي ي ورک که بد عمل لیونے سپے دے چی حملے په خپل کنډک که زما ژبه نه ده اور دے ګزارونه د ټوپک که چي زما نوم ي بدنام کړو خدایا ورک هغه خټک که خوشال ناست دے په برمول کښي ارمانونه د اټک که خوشال بابا پښتو غزل Khushal Khattak Baba Ghazal. Pashto Classic Poetry On Image. Pukhto Ghazal

Zwani, Khani, Khattak Aw Khushal Baba. Yow Sher

 Zwani, Khani, Khattak Aw Khushal Baba. Yow Sher نه خوشال وای، نه خټک وای،نه خاني وای  چج په لاس تور مسلی وای خو ځواني وای Da Zwanai Arman aw Khushal Khattak Baba. Na Khushal Way, Na Khattak Way, Na Khani Way Chaj Pa Laas Tor Musali Way Kho Zwani Way. Khushal Khattak Baba.

Hamid Baba Pukhto Ghazal. Pashto Ghazal, Abdul Hamid Momand

 Hamid Baba Pukhto Ghazal. Pashto Ghazal, Abdul Hamid Momand ☆عبدالحميد مومند☆ ◇د عبدالحميد مومند ديوان ♡غزل هسې يم د يار له غمه پۀ ضرور لکه سوی اورلړونی د تنور چې هرګز لۀ اوښو وينو نه وچيږي معلوميږي چې مې سترګې شوې ناسور هر ساعت شمه راکيښ دار و سنګسار ته محبت دې قايم مقام کړم د منصور په دربار مې د بې قدره دلبرانو نشته قدر د مريی او د مزدور خدای يې نۀ کا ګنې اچوي شوخ چشم  هر ساعت په ملايکو کې فتور زر پۀ زر به يې سياهي د خط پښيمان کا دا د مخ پۀ روښنايی باندې مغرور د ريا پۀ زهد مۀ غوليږه زاهده پۀ کار نۀ راځي د وينځې زوي و لور څو چې واغوندي حميد° خلعت د وصل ترې وکاږي يې فلک پۀ وينو سور ○فرهنګ: ●ناسوړ:   نۀ جوړېدونکی پرهر ●ضرور:   مجبوريت، ناکامۍ, احتياج ●مريی:    غلام ●فتور:     ګړبړ، خلل، فساد، فتنه ●خلعت:   خلات, جامې : Hameed Baba, حميد بابا  #حميدمومند #پښتوادب #پښتوشاعري