Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Latoon Da Ghani

Khazay, Khaza, Woman By Ghani Khan Baba. Pashto Nazam Cha La Sharab

Khazay, Khaza, Woman By Ghani Khan Baba. Pashto Nazam Cha La Sharab Warki, Cha La Sri Wenay #ښځي چا له شراب ورکړی، چا له سری وینی د جام چا له خربانو د پارہ، چا له ګل اندام سوك په ادیله باندی پَری د ماچین واخلی سوك په چواړی پسی دنیا کاندی تمام چا له ښه سربه، خوږہ، بوجی، لکه د ګوړی  چا له یخه پخه شیخ ړوکی د اوبو مړی چا له د لولکۍ په شان چُسته او رنګینه چا له د ګونګټی په شان تورہ او مهینه چا له قتقتی کوکاری کړوکه زَړہ چرګه چا له غونډہ مونډہ مسته تکه سپینہ ګرګه چا له داسی ستغه لکه اوچه بکیاڼه چا له ډوبه مسته لکه نوی دوک بیاڼه چا کرہ صابرہ کور ودانه درنه میښه چا کرہ سیمه کوترے په ھر چا چی شوہ پیښه چا کرہ چلی، د چلی لور، بدہ، مکارہ چا کرہ کمترہ چی ھم ښځه وی ھم یارہ چا له زَړہ خرہ بی خوندہ بی نورہ پواړہ چا ته لکه سروہ د خندا ډکه ولاړہ چا له ښه ترسکونه چا له ښه خوږہ حلوا  یو له د نیمبو آچار او بل له مربه یو له خمبیرہ ډوډی، پړسمنه پسته نرمہ بل له د مسورو پیتی، ګرمه ګرمه ګرمه ورکړہ د قسمت دی، چا له ډیرہ چا له کمه خدائی دی ھغه درکړی، چی وی ستا په شونډو سمه (حیدر آباد جیل) مظہر شیر Khazay, Khaza,

Gadi Wadi, Gaday Waday Nazam By Ghani Khan. Pashto Poetry

Gadi Wadi, Gaday Waday Nazam By Ghani Khan. Pashto Poetry. «ګډې وډې» شاعر: غني خان *** مچ د زمري سترګې شوکوې, ماشی د اوښ وینه خدایه! ستا دا عجیبه دُنیا توره ده. کۀ سپینه؟ / مړ لسو ګیدړو ببرشیر په بونډۍ چرګه کړو سور شغال په پړانګ دی د غر څوۀ ښکار له ځینه / پریوځې چواړي ته؛ ځان ګاڼه په رتۍ زور کړي ښکلې ستا د ګوتو جوړه ځوانه نازنینه / ناسته ده د ډم د لندن لور په سور رېښمو کې لور د لوی شیر شاه یې په لاس دی لو له ځینه / مست مغروره سر د پښتون ټیټ سترګې یې ښکته دي شرم داسې شرم چې شرمونه شرموینه Gadi Wadi, Gaday Waday Nazam By Ghani Khan. Pashto Poetry. Da Ghani Khan Nazam Gade Wade, Gaday Waday. Pashto Sherona. Pashto Nazam By Ghani Khan Baba. Pashto Pedia Pashto Times, Ghazal

Che Tool Umar Mashoom Way By Ghani Khan. Pukhto Shayeri

 Che Tool Umar Mashoom Way By Ghani Khan. Pukhto Shayeri او چی ټول عُمر ماشوم وے غنی خان بی پرواہ لکه لولۍ وے، په ګلونو ګرځیدلے او چی ټول عُمر ماشوم وے په بلا نه اوړیدلے د دُنیا د اوږو سترګو بی خبرہ ګرځیدلے چی په خُله د جانان نه وے د فراق ورتی غزلے بی پروہ لکه لولۍ وے په ګلونو ګرځیدلے بی خبرہ چی آدم وی د رازونو د حوا نه نا اشنا مجنون اودہ وی د غمونو د لیلیٰ نه او چی حُسن خبر نه وے د خپل حُسن د غورځنګه دا زما زړہ نا اشنا وے د دی خو بدو د جنګه مظہر شیر Pashto Times Ghazal Times. Che Tool Umar Mashoom Way By Ghani Khan. Pukhto Shayeri. Da Ghani Khan Shayeri. Pukhto ghazalay. Da Ghani Kulyat. Collection of Ghani Khan Nazam, nazm, 

Ghani Khan Kalam. Shpa Wa Da Sparle. 1922

 Ghani Khan Kalam. Shpa Wa Da Sparle  کلام۔  : شپه وه د سپرلي  غني  خان کتاب : لټون شپه وه د سپرلي ژوند رپېدلو په ګلونو کې ټول جهان روښانه وو، وه تياره زما خیالونو کې  شپه وه د سپرلي ژوند رپېدلو په ګلونو کې روح يې د ژوندون ونیوه د حسن په دامونو کې نرمه د سپوږمۍ رڼا د مينې د ارمان په شان ډوب په بې مطلبه، لاجوابه، تپوسونو کې  زه د ولې ولې په دریاب کې روک لاهو ومه بې  مطلبه، دړد لړلي اور کې او غمونو کې  ما وې ژوندون څه دی یو جنجال چي معنا نه لري څاڅکي له د ژوند مي کاته کور چا له سیندونو کې  کوز شومه چمن ته د لښتي غاړې له لاړمه خايست کې د ګلزار واړه سوالونو رانه ورک شولو  ځان ته مې جواب کاته د حسن په دامونو کې هغه سرې غوټۍ چې په قسمت کې يې سپړدل نه وو  ژوند شو لکه ناوې د امېد په سرو ګلونو کې هرې غوټۍ چغه کړه چې ژوند د ړوند ډيوه نه‌ ده  غوټۍ شولې د دوند خورې ورې شوې په خوبونو کې ستا د سوال جواب شته نه جومات کې نه کتاب کې شته  نه‌ د غم کيسه بندي، د اور په زنځيرونو کې وخت بابا د تال دى بې پايانه سمندر نه دى  دغه دى پټ شوى دى مسېږي په ګلونو کې تال د ساز ژوندون دى چې ګډيږي په سرونو کې  ١٩٦٦  Pa