Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto Poetry

Two Lines Pashto Poetry 2022. Pashto Two Lines Sherona 2023.

Two Lines Pashto Poetry 2022. Pashto Two Lines Sherona 2023. ليـلي که ښـکلي وي خـو وي به کـنه زمـوږ درخـو دچانه کـمه نه ده  منـم چي ډيري خـوږي ژبي شته دي زمـوږ پشـتو دچانه کـمه نه ده 🥀💝 Pashto Times Tags. Two Lines Pashto Poetry 2022. Pashto Two Lines Sherona 2023. Pashto Times. Pashto Sherona. Pukhto Sherona. Ghazal. Pashto Ghazal. Pashto Sherona. Pashto Poetry Two Lines 2022. Pashto Two Lines Poetry 2022. Pashto Poetry Two Lines 2023. Two Lines Pashto New Poetry. Pashto Shayeri, Pukhto Sherona. Pukhto Sherona, Pashto Two Lines Poetry, New Pashto Two Lines Sherona, Pukhto Ghazal Zaar Times. Pashto New Two Lines lyrics

Ghani Khan Pashto Poetry. Nazam Of Ghani Baba

 ‎ Ghani Khan Nazam کلام  :    عبدالغني خان غږ    :  سردار علی ٹکر "نقاب"  دا چې  زه ځان  لیونے کړم  دا زه  تنګ شمه دَ ځانه شیخ   بابا  راته   لګیا  دے  مسلې    کئ   دَ    عذاب زه خو دلته په عذاب یم دَ دې خپل خود او احساسه ځکه   کله   په   سجده   شم   کله   اوسکمه   شراب  چې بې حسه شم روکیږم چې احساس  لرم سوزیږم نه طاقت  شته  د  سکون  او  نه  همت  دَ   اضطراب چې  چاپیره  نظر  اوکړم  همه پټ  او ښکاره  زه  یم دا شراب دې ما جوړ  کړې  ماجوړ  کړے  دے  محراب  مذهب  څه  دے  څور   سمونه   مسلې   او  منطقونه او دَ هغې سوال جواب دا چې  ئې  نشته  دے  جواب  جانان تش دَ عاشق  مینه دَ خپل  زړۀ وينه  څټل  دې  چې ډیر وږے شو مجنون  ځان ئې کۀ ځان  له  کباب  رباب  څه  دے  مړ  ګډورے  او دَ توت  اوچه  تنه  ده خو  چې   سوز  دَ آدم  راشې  هله  هنګ  وکړې  رباب کله   نور  کله   رڼا  شې   کله  غم   شې  او  ژړا   شې دا  ځیګر  د  رباپې  دے  چې  هم جام شې  هم شراب خو  دا  زړۀ  مې  راته  وائې  دا  هډوکې  مې  ګوڼیږې  چې آخر به څوک  اوچت  کړې  دَ  جانان  دَ  مخ  نقاب Ghani Khan Pashto Poetry 2022. New Pukht

Bacha Khan Baba Ta Da Ghani Khan Baba Manzoom Khat

 Bacha Khan Baba Ta Da Ghani Khan Baba Manzoom Khat باچا خان بابا چې کله په جیل کی وه او غنی خان په انګلستان کی سبق ویلو بابا یې ترینه ګیله وکړه چې خطونه درلیږم جواب یې نه رالیږې  نو غنی بابا په ځواب کښې ورته د نظم ليکلې وو ستا خطونه  ټول زما سر ته پراته دي زه يې لولم هره شپه دوبار دوباره کله خاندم کله ژاړم لېونې يم اې زما په بند کې پروت غريبه پلاره نه، ته نه يې غريب ته ډېر لوی اوچت يې مصيبت دې ستا عزت ته عزت داره خدائې به رحم وه په تا باندې لږ کړې بل ښه زوی به ئې وه کتلې ستا د پاره چې په تا کې کوم ګوهر دې ما کې نشته ستا نيکي زما بدۍ دواړه بې شماره ته سالار يې د کاروان په نېغه لار ځې زه کوږ  ځغلم  لکه  اوښه  بې  مهاره ستا د زړه فوارې ډکې دي د مينې زما زړه وچ کوهې، نه لري يو داره وهم منډې تا پسې خو ته هم لرې وينم ستا ايله ايله د پښو غباره پروا نشته که په منډه منډه مړ شم فقط ستا او د خپل قام د نوم د پاره ۔۔۔۔شاعر فلسفی غنی خان ۔۔۔۔ Bacha Khan Baba Ta Da Ghani Khan Baba Manzoom Khat. Letter To Bacha Khan Baba By Ghani Khan. Ghani Khan Pashto Poetry Poem For Bacha Khan Baba. Pashto Poems o

Ghani Khan Pashto Nazam With English Translation. 2022

Ghani Khan Pashto Nazam With English Translation  Poetry:  Ghani_Khan Translation: Eng Shamshad Khan غنــی خان سر په زمکه باندې کېږدہ چې په راز پوه د اسمان شې سترګې ستورو ته کړه پورته چې په شان پوه د جهان شې لږ سر ښکته په ژړا کړه چې مزه د خندا واخلې د دنیا نه ځان راغونډ کړه چې مزه د دنیا واخلې د چېلې په ګوټګۍ کښې یو پیاله د شراب واخله خُله دې وچه په روژه کړه بیا مزه د کباب واخله لېونې زما په شان شه چې يه راز د خُداې پوې شې سر او زړه دې د ماشوم کړه لېونیه چې سړې شې Poetry:  Ghaini  Khan Let put your head on earth, So that you may  understand the secret that of sky. Raise your eyes towards  stars, To know the excellency of the world. Bow Down your head in weeping, To enjoy what a laughing is. Let you isolate yourself from the world, To know what a reality the world has. In the corner of the prayer, Let you drink a full cann, Let dry your mouth by keeping fast, Then see how tasteful the kabab? Be a mad like me, To know the secret of the universe? Let you have a heart and head that of a ch

Khushal Khan Khattak Bold and Sexy Pashto Poetry.

 Khushal Khan Khattak Bold and Sexy Pashto Poetry. چې نۀ یې ننګ وي نۀ غېرت په دا حېران یم نـو  خـداے  څـۀ  لـه  ځـېګـولـي  دا  غـؤولـي خوشال خټک Che Na Nang We Na Gherat Pa da Heran yam Che Khuday Sa La?  Zegawaly Da Ghowalay. Some Pashto Words With English Meanings. Nang aw Gherat Meaning Honor In Pashto Ghowalay Means Fucked  Pashto Word For Fuck Is " Ghowal" غوول SEO Pashto Tags. Pashto Times, Pashto Pedia, Pashto Info, Pashto Blogs, Pashto World. Pashto Pedia, Pashto Wikipedia.

Ghazal. New Pashto Ghazal 2022. Zabihullah Saqib

 Ghazal. New Pashto Ghazal 2022. Zabihullah Saqib غــــــزل ـــ ډېر معتبره یاره زما دلبره یاره غرور په حسن توبه لنډ مازیګره یاره غزل دې بیا اووایه قربان پرهره یاره سترګې مې اوغړوه  بيا ﺯهٔ رهبره یاره بنګړي کابل ته وړمه خوږ پېښوره یاره د ﺯړه له درده مرمه ځم مروره یاره بارانه نن راښکې شه سم د سحره یاره د ستمونو کور یې ﺯمونږ خيبره ياره زۀ خو په تا مئېن یم  په ﺯړه کافره یاره درته ښائست غضب شه وه سيتمګره یاره ثاقب د مینې سړے ستاسو تر وره یاره ﺫبيح الله ثاقب  Pashto Times New Facebook Pashto Poetry. Pashto Ghazal New 2022. Pashto Times Pukhto Ghazal. Pukhto Shayeri. New Pashto Ghazal Poetry.

Raba Raba Pashto Nazam By Imad Ali Swabi

 Raba Raba Pashto Nazam By Imad Ali Swabi Pukhto Azad Nazam 2022 By Imad Ali. ربه ربه زړه مې تنګ دے ځکه  تا ته په فریاد یم څو ګیلې کؤمه تاته څو سوالونه کؤم ستا نه څه عجبه ويش دې اوکړو د  دنیا د نعمتونو ليونې شوم په خيالونو داسي ډير څيزونه شته دے چې وئيلے نشم تا ته  يا دا هر څه یو دهوکه ده یو فریب دے یو سراب دے د دې بره آسمانونو څه  هم نيشته  نه جنت شته، نه دوزخ شته  راته لږي  دغه ټولې  افسانې دې افسانې دې دلته هر څه په تکل دې  په خپل عقل پۀ محنت دې د قسمت  په طمع ناسته هسې وخت ضائع کؤل دې ...................... .................... _عماد Pashto Times Tags. Pashto Poems, Pashto Ghazal, Pashto Nazam 2022, Pukhto Nazm 2022, Azad Nazam Poem 2022. New Best Pashto Nazam 2022. Facebook Poetry For Status Updates 2022.

Khushal Khan Khattak Pashto Poetry Ghazal With Explanation

 Khushal Khan Khattak Pashto Poetry Ghazal With Explanation Of Pashto Classic Words. غزل _ خوشحال خان خټک چې درومي په انګړ کې، درست انګړ سره يو ګل شي د مُشکو بوی راپاسي ، چې دې تار په تار کاکل شي چې سترګې کړې ورپـــــورته په نرګس شي بلا سازه چې زلفـــــې کـــــړې نمودې حبطه واړه سنبل شي د ملا د ويښتـــــه فـــــرق به دې هېڅ يو سره ونه کا که واړه دانايـــــان مې پـــــه دا فکـــــر ، تامل شي عـــــالم وايي و مـــــاتـــــه له ښـــــه مخه صبر وکړه حيــران يم له ښه مخـــــه په څه صبر و تحمل شي د خوشحال خاطر يې هسې ځنې يووړو تورو سترګو لکـــــه صيد د شاهينو تر مښوکو ، تر منـــــګول شي خوشحال خان خټک بابا کليات _ مخ :- ۳۰۴ کاکل _ د جونو د سر ویښتان چې د خولې په لور ځوړند وي. نن صبا وته کوئف وايي نمود _ اظهار، نمائش ، ښودنه حبطه _ ضايع کيدنه، بې فائده، بې کار، عبث سنبل _ يوه ګل نامه ده تامل _   نهایت غور اور فکر سره کتنه صيد _ هغه ځناور چې ښکار کونې دې وي. يا ښکاري ته پخپله هم ځينې معنو کښې راځي Khushal Khattak Baba Pukhto Ghazal. Pukhto Shayeri Da Khattak Baba. Khushal Khattak Born To Shahb

Satan. The Ideal Of Pashto Poet Ashraf Maftoon Is Satan.

 Satan. The Ideal Of Pashto Poet Ashraf Maftoon Is Satan.  By Khatir Passoon تاسو به داسې څوک لیدلے وي؟ چې هغه د شیطان مرید وي؟ د هغه ائېډل شیطان وي؟ هو خود زموږ د شلمې پېړۍ روماني شاعر اشرف مفتون هغه د شیطان خود داري ته ډېر قدر لري.   دے پۀ دا عقیده دے چې شیطان د نړۍ تر ټولو خود دار، پیاوړے او جرت مند سړے دے.  هغه له جنت ځکه و ویستۀ شۀ  چې دے خود داره وۀ  له لوے خداے پرته یې چاته سجده نۀ شوے کولے   دۀ خپل هر څۀ وبایلل  خو سر یې ټيټ نۀ کۀ  او اشرف مفتون دا هم مني  چې شیطان د نړۍ تر ټولو پوهه سړے دے د هغې برعکس دے وایي چې انسان هم خداے دغه جنت ته نناویستۀ  هغه هم وراټۀ شۀ  خو د شیطان غوندې پۀ نرتوب پورې نۀ و ویستۀ شۀ بلکې هغه د خپل وږي نفس پۀ وجه وراټۀ شۀ دغه خیال اشرف مفتون څو ځله راوړے دے خو "د ملا او د شیطان مکالمه" نومي نظم کښې د دغه خیال ټوله خلاصه یې وېلې ده. او ځکه خو دے پۀ شیطان پسې ځي چې دا مستي، مینه او جام که خدایه! لمسه د شیطان وي خفه نۀ شې پاکه ربه! زۀ شیطان پسې به ځمه Pashto Poet Ashraf Maftoon was Idealizing Satan ( Shetan) as brave and daring character in his n

Khushal Khan Khattak Pashto Classic Poetry Ghazal.

 Khushal Khan Khattak Pashto Classic Poetry Ghazal. د خوشحال وينا   دا سړی چې پرېښته دی هم شیطان دی که سړی لږ خپل عمل ته نګــــران شي يو په بد عمل کې ځي تحت الثــــرا ته بل په ښه عمل کې بره تر اسمان شي   تربيت که د باغوان له لاســــــه مومي پر هر ځای باندې ګلونه د بوستان شي هر استاذ سره چې کېني يو څو ورځې د هغه هنر په ده کـــې نمـــــــایان شي د نېکانو په صحبت کې به ښه کېږي د بدانو ملګرتيا يې ورپېزوان شــــي له مغول سره که کېناسته مغول شـــو له افغان سره که کېني نور افغان شي له خوشحال سره که کېني يو څو کاله دا د غره خټک به واړه شاعران شـي Khushal Khan Khattak Pashto Classic Poetry Ghazal. Painting Of Khushal Baba By Hamdellah Arbab.

Khushal Khattak Baba Pashto Classic Ghazal Poetry.

 Khushal Khattak Baba Pashto Classic Ghazal Poetry. په سرو شونډو دې بازار د شکر مات کړ تورو زلفو دې ناموس د عنبر مات کړ چې یې ستا د خط و قد ننداره وکړه صورت ګرو مې پرکار ومسطر مات کړ سحرګرو وس د سحر دُکان ونغښت دواړو سترګو دې دَ سِحر هُنر مات کړ ماتوه د خوشال زړه بیا به اووائ چې مې څه لره دا هسې ګوهر مات کړ ‫#خوشال‬ ‫#پښتو‬ ‫#جمالیات‬

Khushal Khattak Baba Ghazal. Pashto Classic Poetry.

 Khushal Khattak Baba Ghazal. Pashto Classic Poetry. خپل عمل چي سړے سپک که لکه خس هسي ي ورک که بد عمل لیونے سپے دے چی حملے په خپل کنډک که زما ژبه نه ده اور دے ګزارونه د ټوپک که چي زما نوم ي بدنام کړو خدایا ورک هغه خټک که خوشال ناست دے په برمول کښي ارمانونه د اټک که خوشال بابا پښتو غزل Khushal Khattak Baba Ghazal. Pashto Classic Poetry On Image. Pukhto Ghazal

Staray Stomana Che Da Kara Razam. Pashto Ghazal Sahib Shah Sabir

 Staray Stomana Che Da Kara Razam. Pashto Ghazal Sahib Shah Sabir ستړے ستومانه چې له کاره راځم تا يادوومه چې په لاره راځم د ارمانونو پنډ په سر راوړمه کور ته چې هر ماښام له ښاره راځم د کلي ډېرې لارې ډېرې کوڅې په دے کوڅه د چا لپاره راځم د ميخانې دروازه مۀ بندوئ يارانو زۀ به له روزګاره راځم ارواښاد صاحب شاه صابر Pa Sada Sada Rekhtia Rekhtia Khabaro Da Sabir Sara Da Dero Dukhmani da

Ghani Khan Nazam. Pukhtun. Pashtun

 Pukhtun Ta Poet. Ghani Khan.. ستا زړګئ وچوه پښتونه زاره چاود يمه له تانه خوی خصلت دې د غلام نشه زياته د پاچا نه عقل شاته ، زړه ناپاکه لاس دې ستړئ خوله چالاکه ستا تاريخ دی عبرتناکه معامله دې ګډه وډه تا ټوکړې ټوکړې خوشحال کړ در بدره دې جمال کړ خو امان دې په څه حال کړ بې وطنه سرګردانه په ډېران يې ناست خوشحاله د ګونګټ سوټو کې ځاله بې هنره بې کماله په هنر د ورور پښېمانه زړه مې چاودې دی له تانه (غني خان)

Who Was Amir Kror? Ameer Karorh

Who Was Amir Kror? Ameer Karorh. Jehan Pahlawan د پښتو ژبې لومړی شاعر امیرکروړ سوري لنډه پيژندګلوي امير کروړ سوري دامير فولاد سوري زوی وو . امیر فولاد دملک شنسب دزامنو په اولاد کې وو چې په غور کې ېې بادشاهي کوله . امير کروړ په کال ۱۳۹هـ ۷۵۶ م کې دغور په مندېش کې حاکم شو ښاغلی کروړ ېو تورېالی، توانمند او غښتلی سړی وو ، په ېوازې ځان ېې دسلو کسانو مقابله کولی شوه نو ځکه په امير کروړ جهان پهلوان مشهور وو چی دکروړ معنی دکلک او سخت ده .او دی هم ځکه ځان ته اتل واېي . امیر کروړ ېو نېک ،سخي او عادل سړی وو . هغه ېو ښه شاعر هم وو ، اکثربه ېې رزمیه شاعري کوله ځکه چې زیات ژوند ېې د جنګ په میدان کې تېر شوی دی . امیر کروړ تر اوسه دپښتو وړومبی شاعر ګڼلی شي . داسې اټکل کېږي چې ښاغلی امیر کروړ په کال ۱۵۴هـ ۷۷۰ ع کې له دې دنیاڅخه د ابدي ژوند په لور سترګې پټې کړي دي . دپښتو ژبی لومړی شعر چی امیر کروړ لیکلی دی زه يم زمری پر دې نړۍ لـــه ما اتل نشته  په هند و سند و پر تخار او پر کابل نشته  بل په زابل نشته ..............................له ما اتل نشته  تشریح...... اتل.... زړَور، تکړه، غېرتمند، پهلوان، قهرمان

Pashto Poetry With English Translation

  Pashto Poetry With English Translation د ښایست او ځواني خبره  نه ده دلته زړه په زړه مین شي کلیواله   𝘪𝘵'𝘴 𝘯𝘰𝘵 𝘤𝘢𝘴𝘦 𝘰𝘧 𝘣𝘦𝘢𝘶𝘵𝘺 𝘢𝘯𝘥 𝘣𝘦 𝘺𝘰𝘶𝘯𝘨 𝘛𝘩𝘦𝘳𝘦'𝘴 𝘩𝘦𝘢𝘳𝘵 𝘭𝘰𝘷𝘦𝘴 𝘩𝘦𝘢𝘳𝘵 𝘮𝘺 𝘷𝘪𝘭𝘭𝘢𝘨𝘦𝘳 𝑨𝒕𝒉𝒆𝒏𝒂'𝑠 𝐶𝑙𝑖𝑘 ༆ 

Ashraf Maftoon Pashto Ghazal. Pukhto Ghazal Jwandoon

 Ashraf Maftoon Pashto Ghazal Pukhto Ghazal. Jwandoon Sa De? غزل  شرف مفتون ما وې ژوندون جوړ د خدای رحمت دے خو حقيقت کښې يو لوی زحمت دے خوب او آرام يې په ما حرام کړل احساس د مينې سخت مصيبت دے قائل په ژوند کښې د صداقت يم تش شرافت خو منافقت دے څه مې په زړه وي، هغه په خوله وي څومره بې شرمه زما فطرت دے په کړۀ وړۀ چې څومره ښائسته دے هومره بد‌ رنګ يې ذوق او سيرت دے هسې  د  شګو  پړی  غښتل  دي که مساوات دی، زور که شهرت دے نسل نه، قام نه، مال نه، ملت نه ښه خو صحت دے، ښه خو سيرت دے په ډېره مينه، په زياته پوهه انسان ژور دے، انسان اوچت دے غل په کښې ساد دی، ساد پکې غل  شمکور قانون دے، کوڼ عدالت دے د دولت لوږه، د طاقت تنده تا ته عزت دے، ما ته ذلت دے درانه چې سپک کړي، سپک چې درانه کړي تول د قسمت دے، ويش د قدرت دے په دې بد ذوقه جاهل ماحول کښې نيستی او لوږه د فن قيمت دے خوند د سرو شونډو، شرنګ د پينزيبو زما سرور دے ، زما جنت دے ________________ اشرف مفتون صاحب سکونډارې _ ۳۹۵,۳۹۶ Pashto Time Poem. Jwandoon Poet. Ashraf Maftoon Language. Pashto Type. Ghazal Book. Skundaray, Skondari by Ashraf Maftoon

Da Hashnaghar Maghror Malang. Ghani Khan Baba Kalam

Da Hashtnaghar Maghror Malang. Nazam By Ghani Khan Baba. 1969 Pashto Poem by Ghani Khan, 1969. Da Hashtnaghar Maghror Malang. Nazam By Ghani Khan Baba. 1969.  د هشنغر مغرور ملنګ  په نوم غني په جېب لپنګ سترګې د پيش، خړ ئې رنګ مدام ليکلي اړنګ دوړنګ  د خپل جهانه، ځانه، تنګ  تل اوسي د ځان سره په جنګ (۱۹۶۹/1969) عنوان - د هشنغر مغرور ملنګ شاعر - عبدالغني خان (غني خان) کتاب - لټون (مخ: ۲۸۰/280) Tags And Metadata. Pashto Times Pashto Poetry Lyrics. Latoon Collection of Ghani Khan Baba.  Da Hashtnaghar Maghror Malang. Nazam Pashto Poem by Ghani Khan, 1969. Page 280 Of Book Named Latoon by Ghani Baba. Da Hashtnaghar Maghror Malang. Nazam By Ghani Khan Baba. 1969 Pashto Poem by Ghani Khan, 1969

Tori Zulfay Speen Rukhsar Wah. Pashto Ghazal 2020

 Toray Zulfay, Speen Rukhsar Wakh. نرمه غيږه د خپل يار وخ تورې زلفې سپين رخسار وخ نيمه شپه اسمان کې ستوري د بلبل نغمه چغار وخ د وصال توره يلدا شپه زه او ته دواړه بيمار وخ زه نهار د سرکو لبو ستا توبې او ستا انکار وخ په وريښمين وريښمين ټټر کې ګلابونه د بهار وخ د شرابو ډک جامونه سترګو سترګو کې ديدار وخ د چا پلار به ورته ټينګ شي نری ملا ځواني  چينار وخ پښتنی د جنت حورې تور کاکل يې تار په تار وخ ميخانې ته مې ژر بوځه په ممبر کې يم خمار وخ ستا نازونه اداګانې چاودې شونډې د سيار وخ Pashto Times, Pashto Ghazal. Pashto Poetry 2020 lyrics. Pukhto Shayeri Ghazal, zulfi, Zulfan, Rukhsar, Mekhana, Khumar, Qatar, bulbul, Chinar .

Da Sharabo Jaam. Saud Bangash Pukhto Ghazal

 Saud Bangash Ghazal. غزل ساقی  والله  که  پر  اوبو  کېږی د سرو شرابو جام  پر  څو کېږی؟ الله  الله   ورسره    هم   زاهــده!  جانان  جانان  هم  پر  تسبو کېږی یا به  کړې عشق  یا د دنیا  کاروبار په  دغه  دواړو کښی  به  یو کېږی ستا اننګو باندې چې اوښکې څاڅي لکه   باران   پر  سـرو  لمبو   کېږی زمـوږ   وطن  د   رهبرانـو    ایمـان که  څوک  يې  اخلي پر پیسو کېږی په پټه نه، ښه په ښکاره او  پر جار وینې    سـودا   د   پښتنـو    کېږی سعوده!  زما په وس کې نه  ده  مینه که  زه   يې    نه   کومه،   خو  کېږی سعود بنګښ  ۲۷/۱۱/۲۰۱۳