Che Zama Mena Sta Pakar Na Razi Mala Janana Bala Laar Na Razi. Lyrics Of Pashto Song By Gul Panra. Pashto Ghazal. Che Zama Mina Sta Poet. Ikram Ullah Gran Baba ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ شاعر - اکرام الله ګران بابا شعري ټولګه = زما غزل د پاڼو شمېر = ۱۵۰ - ۱۵۱ چې زما مينه ستا په كار نه راځي ماله جانانه بله لار نه راځي د پوهو سترګو مې تا لوست ونه كړ ماله په خوله چل د اظهار نه راځي د فن د خرڅ هنر مو زده نه كړلو د دغې ګټې كاروبار نه راځي د لېونو هوښياري هم ومنئ په دښتو ګرځي ، خو په ښار نه راځي هغوی په ورځ له ویرې سل ځله مري چې ژوند غښتلو له په دار نه راځي زما د زړه په چينه خولې دې كېږدي چې ميخانو كې د چا وار نه راځي یاره ګل ګل فکرونو وسېزلم تاو د غصې په سور انګار نه راځي د بنګړیو شړنګ په زولنو کې کېږده ماله خوب نه راځي قرار نه راځي ګران د سپرلي زخم په څه وګنډي چې يې په لاس د زلفو تار نه راځي ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ Mala Janana Bala Laar Na Razi. Lyrics Of Pashto Song By Gul Panra. Che Zama Mena Sta Pakar ...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.