Transgender Gul Chahat Harrassed In Madina During Umra. By Ameer Khan Yousafzai یو انسان چې کله خدای نر یا ښځه پیدا کوی نو نرښځینه یې هم پیدا کولی شي ، دغه زما په کور کې هم پیدا کیدی شي د سمیع الحق او فضل رحمان مولا په کور کې هم د کافر او مسلمان په کور کې هم . په لاندیني انځور کې چې ښکاري دا د پښتونخوا نرښځینه ګل چاهت ده ، په دې بیچاره مسلمانانو پښتنو زمکه تنګه کړله نو لاړه ملایزیا ته هغلته هم د هغې ژوند پښتنو په عذاب کړو . ګل چاهت ته به مسلمانانو ویل ته چې ډانس او ګډا کوې نو حج له یا عمرې له ولې نه ځې ، آخر ګل چاهت هغلته هم ورسیدله او د خدای تعالی په مبارک کور کې د مسلمانانو په لاس وزوریدله او وشرمیدله . ګل چاهت د پیښور نه واخله تر ملایزیا او ملایزیا نه تر سعودي عرب پورې لاړه خو د سترګو اوښکې یې نه اوچې شوې او نه یې په شونډو مسکا راغله ، د ګل چاهت ددې حالاتو نه که د غربي نړئ بشری تنظیمونه خبر شو او په عربي هیوادونو کې یې ورته د ژوند کولو زمینه برابره کړله نوهم دا مسلمانان به وایې چې ګل چاهت د دې لپاره دا ډرامې کولې . د خدای نه ویریږئ او انسانان جوړ شئ ګنې هم دا ګل چاهت د نا...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.