Skip to main content

Posts

Showing posts with the label New Pashto Songs 2022

Pashto Ghazal. Da Sarray Sook Day Che Zama Da Zra Khabari Kavi.

 Pashto Ghazal. Da Sarray Sook Day Che Zama Da Zra Khabari Kavi. Poet. Sahib Shah Sabir چي په تیارو کي د رڼا د زړه خبري کوي دا سړے څوک دے چي زما د زړه خبرې کوي اوس سړے داسي په اسانه سړے نه پیژني خلک هوښیار شو په خطا د زړه خبري کوي چي د رڼا او د رنګونو موسم پيژني څوک باران ته ناست دي د برښینا د زړه خبري کوي څوک چي د جنګ وایی د جنګ د زوره نه دی خبر دا  لیوني  دي  د  بلا  د  زړه  خبري  کوي دا چي په مونږ او زمونږ مینه پوري ټوقي کوي دا څوک د کوم ځاے دي دا د چا د زړه خبري کوی اوس څوک رښتیا خبره هم ښکاره کولے نه شي اوس یاران یو ته په غلا د زړه خبري کوی مدام سنګسار وي په صابر غریب مي زړه هم وسوځي څومره ساده دے په رښتیا د زړه خبري کوي پروفسر صاحب شاه صابر The Late Sahib Shah Sabir, Pashto Progressive Writer And Poet. He Was holding Ph.D Degree In Pashto Literature.

Pashto New Tappay, Pashto Romantic Folk Poetry And Tappay.

  Pashto New Tappay, Pashto Romantic Folk Poetry And Tappay. په دنیا دوه شاینه خواند کړي  یو روغ صورت بل د تودې غیږې خوبونه  د سترګو تور لالی مې ورک دی په زرګر ناسته یم څېره یې جوړومه Attitude New Two Lines In Pashto 2022 Tapa. ږیري ته رنګ ورکړه چی ځوان شي چې د همزولو د پیغوره خلاصه شمه Pashto Poetry Tapa For Girls Attitude In Text. ‏که ته د شپګ خویندو لالا يې زه نازولي خور د شپږو وروڼو يمه Roman Text Of Pashto Attitude Lines. Ka Ta Da Shpag Khwendo Lala Ye Za Nazawale Khor Da Shpago Ronro Yama. له کلي تللي یار ته وایه د بیوسۍ غږ به مې څوک دررسوینه #ټپه کوڅی دې خړی پړی ښکاري جانانه خپل کلي ته بیا راشه میینه ‎‏د غاښ نشان دې نه ورکېږي ‎په غم ښادۍ کې مخ له خلکو پټومه ‎ ‏باز  مې  د  قارغانـو  سـره  لاړى مردارې غوښې يې خوراک شوې مړ به شينه ‎ دیدن په لک روپۍ ارزان دی  ما لېوني یار ته تڼۍ پرانېستي دینه Roman Text Of Pashto Attitude Girl's Poetry For Instagram Status. Dedan Pa Laak Rupai Arzan De Ma Lewani Yaar Ta Tanrai Pranesti Deena. مورې پښتون ته مې ورنکړې  پردي جنګونه په سر اخلي مړ به

Baran. Pashto Folk Songs Tappay And Baran. Da Baran Tappay.

 Baran. Pashto Folk Songs Tappay And Baran. Da Baran Tappay. باران په ستر تيراه ورېږي د لواړګي برخه بادامۍ ده رابه شينه باران د ځمکې آبادي ده شيرينه ېاره ! زه پتا آباده ېمه باران ورېږي بلې څاڅي د مساپرو به ېادېږي خپل کورونه باران د غم په شېبو راغې د بېلتانه د ګلۍ ډېر فکر کؤومه باران د اوښکو پې ورېږي د زړه انګار مې وخت په وخت تازه کؤومه باران د کانړو ئې په کور اوشه ! څوک چې په ېار مطلب کوي بېا ئې پرېدينه باران دې هرکله ورېږي. واورې دې نه وي چې لارې بندوينه باران ورېږي خټې کېږي قدم زما په قدم ږده راځه ! دننه باران ورېږي غولې ډک شو قدم زما په قدم ږده راشه ! دننه بارانه رورو پې ورېږه !  په مسافر جانان مې نشته دالانونه بارانه رورو پې ورېږه !  وړې وړې جينکې غره ته تلې دينه باران وریږي غولی ډنډ شو جینۍ پېنڅې پورته کوي جانان له ځینه بیا د باران په شپه رانشې د ښپو خاپونه دې بې بې لیدلي دینه بارانه شړق وهه راښکې شه ! چې د آشنا تړلې کډې بېرته پاتي شينه بارانه !  څه مستي دې راوړه  جینۍ په دنګو پولو ځي ما غورځوینه باران وریږي شال په سر کړه پیریان مې نیسي چې لمده دې وګورمه په ما باران په ېار مې واور

Javed Amirkhel New Pashto Kakarai Gharay Lyrics. Pashto Songs 2022

 Javed Amir khel New Pashto Kakarai Gharay Lyrics. Pashto Songs 2022 Lyrics Of Javid Amir Khel New Kakarai Ghari. Mata Haal Da Watan Rawrai. د هوا مرغانو واورۍ ماله حال د وطن راوړي ماته حال د وطن راوړۍ Da Hawa Marghano Wawrai Mata Haal Da Watan Rawrai کاکړۍ غاړي کوومه مرور بخله کوومه Kakarai Ghari Kawoma Marawar Pukhla Kawoma زه پر ژوب جانان پر کوییټه سره داسي د دنیا ګټه Za Pa Zhob Janan Pa Kweta Sra Dase Da Dunya Gata سور ټیکري چي راشکاره شي له ما ګران بیلچه ایله شي Sor Tekray Che Ra Shkra She La Ma Gran Belcha Ela She بې تعليمه ده نرۍ که نه واې خط به يې رالېږې پز ټیکرۍ دی وکړي دوړي غرقه شي د ملا لوري ستا خالونه لیکي لیکي سیال دي نشته په چرني کښی باهوګان دي شور کووینه نري ځوانان راویخه وینه زړه مي لتانه نه صبریږي په سلګو سلګو مي شپي تیریږي خلک وایی روڼه ګران دي زما د سترګو باڼوګان دي خدایا ډیري کړي روپۍ ځوانان زاړه کړل پردیسۍ کډي ځي نرۍ باران دے په هلمند کښي مي جانان دے که راځي وطن د بل دے لورلایی د ژڼو خپل دے ګلستان راباندي ګران  ځکه پکښي مي دي دوستان ستا بیلتون د دوبۍ نمر دے زما پر

Rahmat Shah Sayel Pashto Poetry. 2022 Pukhto Shayeri

 Rahmat Shah Sayel Pashto Poetry. زرکې زرکې تورې تورې بلا سترګې چارچاپېره رانه څومره قاتلان دي ګوټ پېرونه د مقېشو لوپټې کړئ تماشې ته ولاړ ستوري د اسمان دي په بڼو يې اوښکې ستورې ستورې کيږي ژړېدلي ښاپيري د روحستان دي د بېلتون په غولي  وير دى او ژړا ده سبا بيا لوبې د زړونو په دامان دي پېغامونه د خالونو د خوبونو تصويرونه د ګلونو د باران دي لا پرې نه دي نرګسي غوټۍ ګل شوي لولکۍ يې بڼېدلې په ګرېوان دي سائل  📸 @ Pashto Times. Say No To Child Labor. Pashto New Ghazal by Rahmat Shah Sayel, New Pukhto Ghazal. Pashto Mushaira. Ghazal nazam.

Lips In Pashto Folk Songs Tapay. Shondi Pa Tapo Ki

Lips In Pashto Folk Songs Tapay. Shondi Pa Tapo Ki. Lips In Pashto Folk Song, Folk Poetry Tappay. شونډې په ټپو کې شونډې دې سرې دي مخ دې سپین دی لـــکه چـــې واورو کــې د وینې لختي وینه شونډې دې وچې وچې کیږي ښکاري زما د سر جرګې راغلي دینه شونډې دې سرې دي مخ دې سپین دی لـــکه په جــــــام کې د ګـــــلابو پاڼـــــې وینه شونډې دې سرې سترګې دې تورې په څنګ راګورې لېونی درپسې شومــــــه زما دې غاښ په امبور وځي که به مې ستا شونډو ته زور ورکړی وینه شونډې مې تا سیځل سګرټه د زړګي سر مې خپل جانان وسوځونه شونډې شربت دې راته راکړه تږی جانان دې له کابل راغلی یمه یار مې یې په سرو شونډو مین دی زما زړګئ یې نری بـــرېت راتـــــخنوینه یو مې ځواني بل مې ښایست دی بل مې په سرو شونډو پېزوان مزه کوینــــه تا چې په شونډو ژبه کش کړه زما زړګئ درپسې سم وسوځیدونه څه په یو ګوټ خو نه کمیږي شونډې دې ډکې د شرابو کاسې دینه زه چې په سرو شونډو مسکۍ شم د مینانو په زړو بل کړم سره اورونــــه ستا ددې سرو شونډو لپاره زه ننګرهار ته چکري راغلی یمه جانانه ښه دنداسه راوړه شونډې چې سرې شي خامخا مزه کوینه اشنا خپه شو اوس به څه کړم ش

Upcoming Pashto Music Album in 2022. New Pashto Songs

Upcoming Pashto Music Album in 2022. Volume 04 Of Angazay  Anghazay Production, Bacha Khan Markaz Peshawar. Music Volume 4 Of Angazay Production is Being Recorded In Peshawar. Singers. Hashmat Sahar, Meena Gull, Bakhtiar Khattak, Fayyaz Khan Kheshki and Gulzar Alam. Poetry Of Music Album 4 Of Angaze Production. Professor Abaseen Yousafzai, Abdur Rahim Roghani Baba And Sahib Shah Sabir. Comparing. Imran Ashna Producer. Arsalan Nazim. د انګازې پروډکشن څلورم ريکارډنګ دا مهال پيښور صدر کښې شروع دې ـ چې حشمت سحر، بختيار خټک ، فياض خيشکي ، مينه ګل او ګلزار عالم به د استاد اباسين يوسفزي ، صاحب شاه صابر ، عبدالرحيم روغاني کلامونه زمزمه کوي ـ د موسيقۍ تړون د استاد شاکر زيب او ګلزار عالم دې د نظامت چارې عمران اشنا تر سره کوي ـ پروډيوسر : ارسلان ناظم By Muhammad Sohail Khan. Pashto Times Updates. Pashto Songs For New Year 2022 by Bacha Khan Markaz, Angazae Production Peshawar..