Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Latif Afridi

Who Killed Latif Afridi and Why?. Complete Life Profile and Story. By Maulana Khanzeb

Who Killed Latif Afridi and Why?. Complete Life Profile and Story. By Maulana Khanzeb Bajaur. د پښتنو لالا. Da Pukhtano Lala, Latif Lala. په پېښور کښې د لطيف لالا د وکالت دفتر د پښتنو اوجره وه د هر لوري به ورله ډلې ډلې پښتانه مشورو له راتلل. لطيف لالا وکيل وو خو په ټول ژوند کښې په وکالت  د سیاست حواله ډېره لوړه وه هم د قامي سیاست له کبله ئې شهرت وو. پښتانه ټول عمر د خپل ډډ نه لکه د چينار اور اخلي ، د دوئې د بدمرغو لوئي لامل د نړۍ وال سامراجي زورورو پرته د دوئې په ځان او ټولنه کښې دننه هم دې ، همېش لپاره د دوئې باچاېانې او سیاسي مشرۍ د قبيلوي کرکو له کبله شیندل شوي ، د احمد شاهي د ټبر خورېدل هم د قبائلي عصبيتونو له کبله وو د احمد شاه بابا نمسي شاه محمود د فتح خان سدوزی نه ددې لپاره سترګې ويستې چې په اولس کښې دده نه ډېر محبوب وو ، فتح خان سدوزی دومره زيرک او په قام مئين سړې وو  که ژوندې پاتي شوې وې نو دغه وخت نه پيرنګ وو او نه سیکھ شاهي فتح خان سدوزی ممکن کولې شوه چې نن پښتنو د لويديځ نه هم ېو پرمخ تللې رياست لرلې ، د لطيف لالا پلار هم په قبائلي دشمنې کښې وژل شوې وو دوه رونړه ئې هم وژل ش