Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Modernism

Modernism, Post Modernism Explained In Pashto. Pashto Info Blog

 Modernism, Post Modernism Explained In Pashto. Pashto Info Blog ماډرن ازم (Modernism):  یوه لنډه خاکه او د ډاکټر همدرد یوسفزي نظم ' IDPs vs IDBs' ـــــــــ   پښتو نړۍ کښې د ماډرن ازم او ورسره پوسټ ماډرن ازم پۀ اړه د بحثونو پېل به د کوم ځایه شوے وي،حتماً زۀ دا نۀ شم وئیلے ـ اګر کۀ پۀ دغه بابله یو شمېر ریسرچ جرنلو او کتابونو کښې مواد هم لرو ـ خو بیا چرته نا چرته دغه موادو کښې نیمګړتیاوې او څۀ تېروتنې هم لیدے شي ـ پۀ خاصه توګه د ماډرن ازم بحث چې د جدیدیت د نوم سره زیات پېچلے ښکاري، د لویدیز د شالید سره هم زیات تر پۀ څرګند ډول نۀ دے وړاندې شوے ـ او بیا د ادبي فن پارو پۀ مد کښې د دې نشاندهي خو بېخي د نابلدتیا احساس ورکوي ـ دا هېڅ کله هم پېغور نۀ دے خو یوه نیمګړتیا ده چې اساس ئې د سهوو/تیندکونو نه ډک د ماقبل کتابونو نیمه درسته حوالاجاتي پېروي ده ـ دا بې شکه ده چې پښتون نړۍ ته د انټرنېټ سهولت زیات وروستو رارسېدلے دے ـ او د دې نه مخکښې د نوې نړۍ د دریافت هڅې پۀ ثانوي لارو شوي دي ـ ولې اوس چې د بریښنايي نړۍ پۀ اساس د هر ځاے بېبلوتیکا ته رسايي ممکن شوې ده نو سړے پوهېږي چې د ثانوي ماخذون

Jadeedyat Aw Ma Baad Jadeedyat Explained In Pashto.

Jadeedyat Aw Ma Baad Jadeedyat Explained In Pashto. Modernism And Post Modernism. Philosophy In Pashto. Modernism And Post Modernism Explained In Pashto. ما بعد جديديت د جديديت دا بيانيه چه د عقل له لارې د هرې ستونزې حل موجود دې او د هر سوال ځواب شته خو کله چه لومړې او دويم نړيوال جنګونه اوشو نو ډيرې معاشي،سياسي،سماجي ستونزې رامخته شوې او يو فکري خلا پيدا شوه.يو بل تحريک شروع شو د جديديت په ضد چه د مابعد جديديت په نوم ياديږي. ما بعد جديديت څه ته وائي پوهان پر خپل نظر وړاندې کوې خو تر اوسه يې جامع تعريف مخې ته نه دې راغلې.د دې دائره ډيره پراخه ده له مختلفه موضوعاتو سره بحث کوي لکه ادب،ارټ،فن تعمير،موسيقي،عمرانيات،سياست مذهب اؤ داسې نور شيان چه د کومو ستونزو سره نړئ مخامخ ده. د مابعد جديديت نيغ په نيغه تعلق د ټولنې سره دې په ټولنه کې د راغلي بدلولونو سره دې.ټولنيزې ستونزې ،د کلتور ماتيدل ،د انسانانو خپل مينځ کې رويې د هاغه شيان دي چه مابعد جديديت پام وراړوي شي.  ناصر عباس نير په دې حقله وائي " که څه هم دا نظريه د تکثريت ښکار ده خو ټولنيز مرکزيت پکښې دې،هغه مرکزيت د ټولنيز تشکيل تصور