Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Zhob

Politics Of Violence Vs Politics Of Non Violence. Pashto Blog

 Politics Of Violence Vs Politics Of Non Violence. Pashto Blog By Ameer Khan Yousafzai تشدد یو داسې عمل دی چې په کولو باندې یې قامونه ختمیږي ، او راتلونکي نسلونه یې د هر قسمه علم نه محرومه پاتې کیږي  په خاصه توګه پښتنو له خو د عدم تشدد مخالفت هډو پکار نه دی ، ځکه په تشدد چې څومره پښتنو نقصان موندلی نو ددغې مثال په دنیا کې بل هیچرته هم نه میلاویږي . د افغانستان مسله ټوله سیاسي وه که چرې د ثور کودتا په سیاسي لار او فشار شوی وی نو افغانستان به د نړیوالو د جنګ مرکز نه جوړیدلو او نه به پښتانه / افغانان د هغوي په جنګونو کې خشاک جوړیدل . مونږ د تیر نظام او د ټالېب تر مینځ د شلو کلونو جګړه مخامخ ولیدله ، کومه ګټه یې ورکړه بې د نقصان نه ، هو دغه جنګ یوه ګټه کړی او هغه هم د افغانانو / پښتنو ګټه نه بلکې د ټالېب د چوکۍ خواهش یې سر ته ورسوو  په تشدد چې څومره جبهې ، او ګوندونه په قدرت کې راغلي هغوي خپل ولس ته دومره تاوان رسولی چې ر اروانو سلو کلونو کې به هم پورته نه شي  پښتنو ته د تشدد نه د عدم تشدد اړتیا ده ، پښتنو ته د سیاسي پوهې اړتیا ده او سیاسي پوه ،شغور به هله راشي چې پښتانه عدم تشدد خپل کړي